تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) د امریکا کانګرس نن په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې د لاسلیک شوي تړون د څېړنې په لړ کې، د دغه تړون لاسلیک کوونکی امریکایي استازی زلمی خلیلزاد، د هغه څه له امله ځواب ویلو ته بللی و، چې امریکایی استازو د دوحې تړون نه عملي کېدل بلل.
خلیلزاد په دې ناسته کې د دوحې تړون د لاسلیک ننګه وکړه او ویې ویل، چې دغه تړون له لږو مواردو پرته تر ډېره بریالی و.
هغه د تړون د ناکامۍ د برخې ملامتي د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام پر ولسمشر واچوله او هغه یې له هېواده په تېښتې تورن او د سولې بهیر د ناکامۍ لامل وباله.
یو شمېر امریکایي استازو بیا د دوحې دغه تړون په توندو ټکو نقد او له اړوندو امریکایي چارواکو یې په اړه د مسوولیت منلو او ځواب ویلو ټینګار وکړ.
د دوحې تړون په ۲۰۱۸ کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د هغه مهالې ډلې د سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د خوندي وتو زمینه برابره، خو ورسره په افغانستان کې جمهوري نظام را وپرځېد.
د امریکا یو شمېر منتقدان د جمهوري نظام د پرځېدو ملامتي پر دغه هېواد اچوي، خو د زلمي خلیلزاد په ګډون د پرځیدلي جمهوري نظام منتقدان بیا د دغه نظام چارواکي ملامتوي.
د غیرتی افغان ملت د وینو په قیمت ظالم وحشی شوروی باالخصوص روسی ځناور د افغانستان څخه وشړل شو اما د ملی او بین المللی خائین او د سی آی اي ستر جاسوس خلیلزاد ( په امریکا کښی زل سره یادیږی ) د غیرتی افغان ملت ستره قربانی د امریکا د ګټو لپاره تر پښو لاندی کړۍ شوه او د امریکا خائین پلان لپاره ئی پلانیز پنجابی پاکستان کښی تربیه شوی ساختګی تنظیمونه او تربیه شوی قادیانی چړیان سره د امریکا له خواص تربیه شوو جاسوسو غلامانو پر له پسی په قدرت راوستل حتی د قادیانیو دوهم ځل راوستل د امریکا له خوا د ملی او بین المللی خائین خیلزاد تر رهبری لاندی ستره رسوائی وه یعنی دی ساختګیو تنظیمونو او د امریکا له خاص تربیه شوو غلامانو په اتفاق سره کابل او نور ښارونه تربیه شوو قادیانیو چړیانو ته تسلیم کړل او اوس ددوی بادارانو له خوا قادیانیو چړیانو ته د همه شمول حکومت چیغی وهل کیږی او ددوی بادارانو د همه شمول حکومت څخه هدف په هدایت تښتیدلو غلامانو او دوباره راوستل شوو چړیانو یو ځای کول دی ، دا د افغان غیرتی ملت د وینو په قیمت په ډالرو ملیاردر شوۍ ملی او بین المللی خائین خلیلزاد باید په موقع سره د افغانانو له خوا ملی قضی کښی په اعدام محاکمه کړۍ شی !!!!
د غلیسی امریکا مستقیمی مداخلی او د پنجابی پاکستانی باداری لپاره زمینه د ستر احمق محمد داؤد کمونیستی کودتا مساعده کړه او دا ستر احمق جاهل فرعون دومره بی سواده وو چی د روسیی له خوا تربیه شوۍ ستر جاسوس ملی خائین حسن شرق اوس هم + غرب په ذریعه کمونیستی کودتا لپاره استعمال کړۍ شو او دا د روسیی ستر جاسوس اوس هم + د غرب باید د ملی قضی له خوا اعدام کړۍ شی !!!!
ملی حکومت حتمآ راتلوونکۍ دی !!!!!!!!!!!!!!