یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملا حنفي: هیڅ افغان طالبانو سره په تور لېست کې نه دی...

ملا حنفي: هیڅ افغان طالبانو سره په تور لېست کې نه دی شامل

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه)د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانستانه  د شوروي اتحاد د لښکرو د وتو د ۳۵ مې کلیزې په نمانځغونډه کې ادعا کړې، چې هیڅ افغان د طالبانو په تور لېست کې نه دی شامل او ټول په ډاډه زړه هېواد کې ژوند کولای شي.

هغه دا نه ده روښانه کړې، چې طالبان تور لېستونه لري کنه او که وي، څوک پکې شامل دي؟

نوموړي په خپلو څرګندونو کې، د غویي د اوومې کودتا د هېواد د بدبختۍ پیلامه بللې.

دغه طالب مقام په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د دوی رژیم له خپلې کورنۍ بودیجې څخه شاوخوا ۱،۲ میلیونه کارمندانو ته معاشونه ورکوي.

حنفي زیاته کړې؛ د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې،  د افغانستان ۷۰ سلنه بودیجه د بهرنیو له لوري ورکول کېده؛ خو د طالبانو د رژیم عادي او پراختیايي بودیجه په بشپړه توګه له کورنیو عوایدو تمویلېږي.

د طالبانو لخوا د شوروي ځواکونو د وتو د کلیزې په نننۍ نمانځغونډه کې د دوی یو شمېر نورو چارواکو هم ویناوې او خبرې کړي.
طالبانو د دې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې تفصیل یې دلته لوستلی شئ:

2 COMMENTS

  1. طالب اصلآ تور یا کوم بل لست ته ضرورت نلری هر څه چی غواړی هغه بدون له کوم لست څخه کوی. خپل منتقدین او هغه کسان چی ظاهری بڼه یی د ملا په شان نوی هغوی اذیت کوی ورته وایی چی ولی ږیره نلری، ولی دی سر لوڅ دی ځکه چی دا دوه اصله د طالبانو د اسلام اصلی شرایط دی (ږیره، د بلوڅانو خولی یا پټکی). تحصیل کرده کسانو لپاره هیڅ کار نشته، حکومتی ټولی څوکیانې یی د مدرسو چڼیو ته ورکړی. د خلکو تحقیر کیږی حتی د طالبانو د لویو مشرانو لخوا ورته رد او بد ویل کیږی آن دا چی خپل کورونه یی تر اوسه په اسلام آباد کی دی.

  2. د ټالب دښمني له ټول ملت سره ده ، نو د ټول ملت تورلست جوړول د دوی له توانه وتلې خبره ده .
    پخواني ټول امنیتي او دولتي منسوبین د دوی په نظر نا مطلوب کسان دي . د دوی کوشش همدا دی چې د پخوانیو مامورینو پرځای خپل چړیان او ټالبان هلته مقرر کړي . د پوهنتونونو فارغ التحصیلان یواځې هغه وخت مقرروي چې د کوم پېژندل شوي او باصلاحیته ټالب له خوا تضمین او په مکرر ډول ورته سپارښتنه وکړل شي .
    وطندوستي ، قوانینو ته احترام او درناوی ، ملي ارزښتونو ، ملي بیرغ او د افغانستان له ګټو دفاع هغه څه دي چې د دوی ورسره ورانه او د کفارو عمل ګڼل کیږي .
    نوټ:
    چړي چې جمعه یې چړیان دي ، په ځینو لهجو کې چڼه هم ورته وایی ، د ټالبانو د ابتدایه دورې غړو ته وایی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب