تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۶مه) تر هغې وروسته، چې د طالبانو رژیم تاجکستان ته د برېښنا له اړخه د افغانستان د ټولو پورونو د ورکړې خبر ورکړ، د تاجکستان د دولتي برېښنا رییس محمود عمر اسوزاده ویلي، چې یاد هېواد افغانستان ته د تېر کال په پرتله خپله برېښنا ۱۷سلنه زیاتوي.
اسوزاده زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان برېښنا ۱.۹ میلیارده کیلو واټه اټکل شوې ده.
د طالبانو تر واک لاندې، د افغانستان د بریښنا شرکت څه موده مخکې اعلان وکړ چې د بریښنا له درکه یې ګاونډیو هیوادونو ته خپل ټول پورونه ورکړي دي.
د دې شرکت ویندوی حکمت میوندي وویل، افغانستان د وارداتي برېښنا له درکه ۶۲۷ میلیون ډالره پوروړی و چې په دې پیسو کې یوه برخه د پخواني حکومت له مهاله پاته وه.
افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برښنتا واردوي خو تر ټولو ډېره برښنا له ازبکستان څخه اخلي.
یو شمېر افغانان شکایت لري چې ګاونډي هیوادونه عموماً د سخت ضرورت په مهال په تیره بیا په ژمي برښنا پرچاو کوي.