(لنډه کیسه)
زوروره ګرمي ده. د ونو خاښونه د تاوده لمر له لاسه ښکته ځوړند دي. دکلي د خوا د خړې غونډۍ له اړخ څخه توده توده وږمه په دې خوا راچلیږي. هلته یوه پېشو د دیوال یخ سیوري ته دلمر له وېرې غځیدلې ده. د چڼچڼو نوي الوتلي بچیان له یوه ښاخ څخه بل ته الوځي، چرګانو وزرونه سره لیرې او ځوړند نیولي، د کوم یخ سیوري په لټه کې دي. په هوا کې یو ګرد شانته ښکاري چې د کلي پر سر ټوله فضا یې خړه اړولې…
د کلي سپېره کورونه او خټین دیوالونه د لالهاندو ورځو داغونه په زړه زړه لري: یو دیوال نړیدلی، دبل کور څپره لکه د مرغانو توپان وهلې ځاله، په بل انګړ کې نیم سوځیدلی پوزي، په بل کورکې دڅارویو د تلو پړي هره خوا پراته دي خو څاروی نشته، د بلې کلا مخې ته د ماتو شویو کټونو بوڼ لکه د مرغیو لپاره د ایښودل شوی لومې په شان جړ پروت دی…د کلي- کور کوڅو کی د کلیوالو تګ – راتګ او لری- بری ډیر لږ دی، دتیرې شپې د الوتکو غږ اوس هم د ویریدلو کلیوالو په غوږو کې دی، یواځې د کوم یوه کور له ټیټ دیوال څخه یوه نیمه ښځه چې سرتر پښو یې تورې جامې اغوستي ، ښکاره شي، یا یو نیم بوډا چې پرته له پرله پسې ټوخي بل څه نه ترې اوریدل کیږی.
بل کورکې یوه بوډۍ ادې چې له لاسه یې نه کیږي چې له ګړي څخه لږ اوبه راواخلی او تنده پرې ماته کړي، شاوخوا سترګې غړوي چې خپل کوچنی لمسی وګوري او ورته غږ کړي، خو دهغې لمسی لکه چې د تل لپاره ورڅخه مرور شوی وي…
زه خپل څادر پر سر راسموم چې زما پر مخ نور هم سیوری شي او د ویالې په غاړه غاړه ښکته خواته تاویږم. اوبه په دمه او ورو روانې دي. د ویالې منځ کې د اوبو پر مخ د ویالې د دوو غاړو د ونو ښاخونه اوچته ښکاري. لږ ښکته د څو ماشومانو غږزوږ دی. دماشومانو غږ راباندې ډیری ښه لګیږی. دا هغه یواځینی غږونه دی چې په کلي کې یې لاهم د ژوند نښې بللای شم. هغوی د ویالې پر غاړه په خارو کې لوبې کوي. خپله لاره لنډوم او وار په وار ماشومانو ته ورنږدې کیږم. هغوی څو تنه سره ټول دي او د ویالې غاړه یې نیولې؛ پښې ابله، ببر او خیرن سرونه، خلاصې تڼۍ او په خیرو او سپېرو خارو لړلې لمنې، شلیدلي لستوڼې، تر بیډیو پورې په خټو او خاورو سپېرې پښې، پړسېدلې ګیډې، نري او ډنګر لاسونه او لینګي، ژیړ رنګونه او الوتې بڼې… د یوه په زړه دپلار د وروستیو سلګیو داغ، دبل په سترګو کې دمشر ورور په وینو کې د لژند وجود تصویر چې تر اوسه لا همداسې ثبت دی. دبل په غوږ کې د هغوی د کور د ټولو تورسرو ژړا او انګولاوې چې همداسې به د ژوند ترپایه دده په غوږو کې په انګازو پاتې وي. د بل په ذهن کې دهغو کسانو تت انځور چې د خپلو واسکټونو له پاسه یې ګردنۍ تړلي او ټوپک یې په اوږو وو…
او په دې کې زما سترګې د هغې کامرې په شان چې د یوه دقیق تصویر اخیستو ته فوکس شوی وي، د ماشومانو لوبو ته ځیر کیږي؛ له هیبت او ویرې ځای پرځای ودریږم. دزوبون وهلو په شان هک پک بی خوځیدو!
- هی خدایه ! دا څه لوبه ده؟ دا څه ګنهکاره لوبه…!؟
ماشومان په لوبو اخته دي. هغوی د ویالې پر غاړه په خپلو کوچنیو لاسونو یوه لپه قدرې خاورې د یوې پولې په شان غونډۍ کړي او په دوو سروکې یې ورته پلنې کوچنۍ ټیږی ایښي، هر ماشوم دا ډول لس لس، شل شل ځایه دا ډول خاورې ټولې کړي او په دوو سرو کې یې ورته کوچنۍ پلنې تیږې درولي. یوه نیم بیا د هریوه څخه کوچنۍ کوچنۍ تیږې چاپیر کړي دي، بل ماشوم ورته څو واړه واړه لرګي درولي او وړې رنګه ټوټې یې ځوړندې کړي دی، ماشومان لګیا دي کوچني کوچني قبرونه جوړوی، زما سترګې د ویالې تر غاړی یوه د لوبو هدیره ګوري … بل ماشوم لګیا دی یوه اوچته نرۍ لښته یې درولی چې شین بیرغ او سور بیرغ لري. د ده په فکر دا به د ټولې هدیرې زیارت وي!
بل یو دوه قبرونه خوا پرخوا جوړوي… ماشومان لګیا دي، زه له خپګان او ویرې ریږدم، زړه مې ډوپکی وهي…
ماشومانو د لویې ونې تر سیوری لاندې د ویالې غاړه په خپلو کوچنیو جندۍ لرونکو لکړو ډکه کړی، د یوه ماشوم معصومو سترګو ته ګورم؛ لکه چې ورڅخه پوښتم:
- ولې په خپلو معصومو لاسونو داسې …؟
فکر کوم چې ځواب راکوي :
- ته خو زموږ دکلی خوا کې د غونډۍ لمنه وګوره کنه!
د بل یوه له سترګو څخه پوښتم :
- ته هم په همدې لوبو لګیا یې؟
زموږ د کلی سپین ږیرو همداسې جوړول !
… او ما په خپلو سترګو لیدل چې معصومو کوچنیو لاسونو یوه (ګنهکاره لوبه) کوله. د کلي سپېرو، بربنډو، په نس وږیو، ګرمی وهلو، پښې ابلو ماشومانو یوه ګنهکاره لوبه زده کړې وه.
پر ما باندې یو هیبت او ویرې وزرونه غوړولي وو، ځان مې نشو خوځولای، زړه مې و چې له ویرې او خپګانه نارې ووهم . زړه مې درزا کوله او پر ما باندې یو شوم (سام) خور شوی و.
دا کیسه ډیر دردوونکی او ژړونکی تصویر منعکس کوی او ټوله تباهی ،غربت نه یواځی اقتصادی بلکی د انسانی ژوند ټولی نیمګړتیاوی،نآامیدی ،مرګونه ،مصیبتونه او بالاخره هدیره او فنا کیدل۰
خو د الله متعال نه چي عزیز ذوانتقام ذات دی ،د ټولو تقصیراتو بر سیره چي موږ یی لرو ، بیا هم امید لرو چي دا مظلوم مومن ملت ته خپل بهترین بندګان، خادمان وګرځوی ،خو تلاش او دعا به هم
نه هیروو، دا ژوند ټول امتحان دی۰ ومکروا و مکرالله ، والله خیر الماکرین۰