جمعه, مې 10, 2024
Home+د وټس اپ یوه نوې ځانګړنه

د وټس اپ یوه نوې ځانګړنه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۵ مه) وټس اپ وايي، یوه نوې ځانګړنه یې په دغه اپ کې زیاته کړی ده.

د د دې نوې ځانګړنې په مرسته د وټس اپ کاروونکی کولی شي چې ځینو کاروونکو ته ونه ښيي چې انلاین دی او یا یې پیغام کتلی دی.

تر دې مخکې تېره اوونۍ وټس اپ کاروونکو ته دا امکان برابر کړ چې له انترنیټ سره له وصل کېدو پرته په څو الو کې (کمپیوټر، موبایل، آی پډ…) کې اپ پرانیزي.

د وټس اپ کاروونکي اوس کولی شي هغه شمېرې چې نه غواړي خاوند یې وویني چې ده یې پیغام کتلی دی، په یوه لیست کې راولي.

تراوسه پورې د وټس اپ دا نوې ځانګړنه د ازمېښت په پړاو کې ده او محدود کسان یې کاروي.

وټس اپ تراوسه نه دي ویلي چې کله به دا نوې ځانګړنه ټولو کاروونکو ته وړاندې کړي.

1 COMMENT

  1. په پورته مطلب کي «ځانګړنه» یاده سوېده. زه نه پوهېږم چي د پښتو په جوړونه او بډاینه کي «ځانګړنه» ښه انتخاب او د پښتو جوړونه ده که «ځانګړتیا»…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب