سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهله واده وروسته لومړی ټويټ، ملاله د افغان نجونو تعليمي بنديزونو ته...

له واده وروسته لومړی ټويټ، ملاله د افغان نجونو تعليمي بنديزونو ته په تشويش ده

تاند:( دوشنبه، د عقرب څلور ویشتمه) پښتنې نوبل ګټونکې او د ښځینه حقونو فعاله ملالۍ یوسفزۍ اندیښمنه ده، چې پر افغان نجونو د طالبانو لخوا وضع شوي تعلیمي قیودات ممکن وغځيږي او اوږد مهاله بڼه غوره کړي.

نوموړې له واده وروسته، په لومړني ټویټ کې لیکلي، چې طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم خلکو ته لومړی د ښځینه وو د زده کړو د بیرته پیلیدو وعدې ورکولې، خو وروسته يې دا قیودات دایمي کړل.

نوموړې د طالبانو د تېرې واکمنۍ يادونه کړې، چې هغه مهال يې هم د نجونو د تړلو ښوونځيو د پيل وعدې ورکولې، خو آخر يې پينځه کاله، هغه هم تر پرځېدو پورې نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورنه کړه.

طالبانو په دې اړه اندیښنو ته غبرګون نه دی ښودلی ‌

مخکې دغې ډلې، نړیوالو ته د نجونو د ښوونځيو د تړلو دليل اقتصادي ستونزې ګڼلې، خو ويل کيږي چې يونيسف ان د هلکانو د ښوونکو معاشونه هم ومنل.

له دې سره، لا هم طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

دوی د دې کار لپاره افغانانو او نړیوالو ته کوم قانع کوونکی دلیل نه دی وړاندې کړی.

طالبانو ته د افغانستان د مختلفو قشرونو د مخکښانو تر څنګ د مکې معظمي د مسجد ملا امام په پښتو ژبه ټویټ کړی او ترې غوښتي و، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانيزي، خو دې ډلې بيا هم د چا خبره نه ده منلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب