جمعه, مې 10, 2024
Home+استرالیاد شل اوره نړیوال جام پایلوبه وګټله

استرالیاد شل اوره نړیوال جام پایلوبه وګټله

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۳مه) استرالیا نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو د کرکټ نړیوال شل اوره جام خپل کړ. دا د شل اوره جام سیالیو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې استرالیا یې ګټي.

استرالیايي لوبغاړو د نیوزیلنډ له لوري لوړ هدف یعني ۱۷۲ منډې په اتلسم اوور او ۵ توپ پوره کړ او پایلوبه یې په ۸ ویکټونو او ۷ بالونو وګټله.

د استرالیا میچل مارش په ۵۰ توپونو ۷۷ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د نیوزیلنډ لپاره بیا کین ویلیمسن ښه لوبه وکړه. ده په ۴۸ توپونو ۸۵ منډې وکړې او د سیالۍ اغېزمن لوبغاړی وګڼل شو.

د استرالیا لپاره ډیوید وارنر هم د تل په شان ښه ولوبېد. ده په ۳۸ توپونو ۵۳ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب