سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهط د ښارګوټو او موټر پلورنځيو اسناد څېړي

ط د ښارګوټو او موټر پلورنځيو اسناد څېړي

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) د طالبانو عدليې وزارت يو پلاوی ټاکلی، څو د جوړ شوو ښارګوټو، د‌ معاملاتو د رهنما مرکزونو او موټر پلورنځيو اسناد وڅېړي.

طالبان د دې پلاوي د ټاکلو دلیل د ځمکو د غصب او ناقانونه ښارګوټو پر وړاندې مبارزه يادوي.

د دوی د عدليې وزارت وياند مفتي محمد بشار ويلي، چې وزارت له ټولو ښارګوټو، د معاملاتو له رهنما ګانو او موټر پلورنځيو غوښتي، چې تر دوو ورځو خپل اسناد دغه کميسيون ته وسپاري.

پلاوی به دا هم څېړي، چې د پارک، مدرسې يا جومات ځمکه خو به چا نه وي غصب کړې.

د طالبانو عدليې وزارت ته نه ده معلومه، چې څومره ځمکې غصب شوي، خو مخکې د يو ميليون او ۳۰۰ زره جريبه ځمکې د غصب خبر ورکړل شوی و.

ويل کيږي، چې دا غصب د شاوخوا ۱۵ زرو زورواکو او مخکينيو چارواکو له لوري شوی و.

 طالبانو د ځمکو له غاصبانو سره د قانوني چلند خبرداری هم ورکړی.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينو خلکو د دې پلان هرکلی کړی، خو ځينو نورو طالبان تورن کړي چې د پيسو د لاسته راوړلو په هدف پر قانون ماتونکو ورته فشارونه راوړي او بيا جوړ جاړی ورسره کوي.

طالبان دا تورونه نه مني.

4 COMMENTS

  1. ما خو غصب نه دی کړی! خو له سیاف بن لادن سیاف بن بګوان سیاف بن سکاټ مېلر سیاف بن شیطان نه دې شروع وکړي همداسې دې راشي نظاري سقوي غلو ته… سم یې دې خصیان کي ههههه ددوی په نسل یې و م ڼ

  2. او د ملي اردو ټانګ او وسلې چې په کرښه اوړي دا به څوک وڅيړي؟؟ د بیرغ او خاورې پلورل په پاکستان دا هم له هر شي نه لوی خیانت ده او جواب ته دې انتظار سي.
    د پاکستان اول سپی چې په اوله ورځ يي په ارګ کې ورسره د افغانستان نوم په پينځه صوبه بدل کړل ددې کړنو به له تالب نه خلک پوستکی وباسي ان شاء الله

  3. دا یې د سړیتوب کار ده باید د هغو جهادي داړو غوږونه ورتاو کړي او هر څه ورنه د بیت المال ملکیت وګرزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب