شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د نړۍ لومړی ګرځنده تیلفون

د نړۍ لومړی ګرځنده تیلفون

داود جبارخل
د نړۍ د لومړي ګرځنده تلیفون لومړنۍ دنده یوازې تلیفون کول و، او د ګرځنده تلیفونونو دې لومړي نسل ته د 1G نوم ورکړل شو. او په دې موبايل کې له زنګ وهلو او اورېدلو پرته بله چاره نه وه.
بیا کله چې په موبايلونو کې د sms یعنی سنټ میسج اپشن اضافه شو نو د 2G یعنی د دوهم نسل په نوم ونومول شو.
بیا په هغه دوره کې چې د موبایل له لارې د عکسونو لیږلو وړتیا هم ترلاسه شوه، د Edge موبایلونو ته د 3G یعنی دریم نسل نوم ورکړل شو.
او کله چې د انټرنیټ له لارې د متحرک فلمونو او فلمونو د لیږلو وړتیا هم ترلاسه شوه نو د دې عمر ګرځنده موبایلونو ته د 4G یعنی څلورم نسل نوم ورکړل شو.
او لکه څنګه چې د موبايلونو نړۍ د 5G په لور روانه ده، تر دې دمه په نړۍ کې هر څه موبايل ته لېږدول شوي دي. په نننۍ نړۍ کې شاید داسې کوم کار وي چې له موبایل څخه نه وي اخیستل شوی. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د دومره پرمختګ او نویو پړاوونو په تېرېدو سره بیا هم دغه موبایل خپل بنسټیز فعالیت نه دی هېر کړی.
ایا تاسو لوبه کوئ یا فلم ګورئ، انټرنیټ لټوئ یا ویډیو جوړول… موخه دا ده چې په موبایل کې په یو وخت کې لس کارونه… خو کله چې زنګ راغی نو موبایل سمدستي هر څه پریږدي او درته وایي چې زنګ راغی. او د خپل اصلي او اساسي کار په خاطر يې نور ټول کارونه په يو وخت ودرول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب