چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهروسیه: امریکا په افغانستان کې بشپړه سیاسي او پوځي ماتې وخوړه

روسیه: امریکا په افغانستان کې بشپړه سیاسي او پوځي ماتې وخوړه

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی میخائیل اولیانوف وایي، چې متحده ایالاتو په افغانستان کې بشپړه پوځي او سیاسي ماتې وخوړه.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې جدي تېروتنې وکړې.

د ده په وینا، دغو تېروتنو د امریکایي پوځيانو له وتو وروسته سیمه ییزو هېوادونو ته هم ګواښونه رامنځته کړي دي.

روسي استازي پر امریکا دا تور هم لګولی، چې له خپلې دغې بې سارې ماتې د درس اخیستو نیت نه لري.

هغه نه ده روښانه کړې، چې امریکا دده په ټکیو له دغې ماتې څه او څنګه د عبرت درس باید واخلي؟

څه موده مخکې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف په یوه مرکه کې وويل، چې دوی د افغان پوځ لخوا د اشرف غني د حکومت د نه دفاع وړاندوینه وار د مخه کړې وه.

روسي سفیر یوه ټلویزون ته ویلي، چې دوی پر دې هم پوهیدل، چې طالبان به په سوله ییز ډول کابل نیسي.

امريکايي چارواکي په کور دننه هم له دې کبله سختو نيوکو سره مخامخ دي، چې ولې په نا مسوولانه ډول له افغانستان څخه ووتل.

د امریکا چارواکو په دې اړه خپلو خلکو او دغه راز افغانانو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب