Homeخبرونهامریکا:د افغان بشري بحران د مخنیوي لپاره اقدام کوو

امریکا:د افغان بشري بحران د مخنیوي لپاره اقدام کوو

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) د امریکا متحده ایالاتو د پراختیایي مرستو ادارې مشر سمنټا پاور ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د فاجعې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره به د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ګډ ګامونه واخلي.

سمنتا پاور، د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام له مشر ډیویډ بیسلي سره د لیدنې پر مهال داخبره کړې ده.

سرچینې نه دي ویلي، چې د دوی ګامونه به کله پیل او څنګه به واخیستل شي؟

د امریکا د ژمنه شویو ګامونو په اړه نور جزییات هم نه دي څرګند، چې څومره او څنګه مرستې به له افغان ناورین ځپلو سره کوي؟

د نړیوال خوراکي پروګرام مشر څه موده مخکې وویل، چې دغه سازمان هره میاشت د افغان ناورین ځپلو د لاسنیوي لپاره ۳۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام، د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې حاکمه او اوج ته رسېدلې لوږه د ځمکې پر مخ تر ټولو بد ترین ناورين ګڼلی دی.

د نړیوالو بشري ادارو د وړاندوینو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک چې له نیمایي څخه زیات نفوس جوړوي، د خوراک ډوډۍ نه لري او ۳ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه لږ عمر لرونکي ماشومان د مرګ له بالقوه خطر سره لاس و ګرېوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...