چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک: د بانکي ستونزو حل ته نيږدې يوو

افغانستان بانک: د بانکي ستونزو حل ته نيږدې يوو

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) په داسې حال کې، چې ډېر افغانان د بانکي خدمتونو له ډېر خرابوالي شکايت کوي، د طالبانو لخوا د افغانستان بانک ټاکل شوي مسولان وايي، د بانکي ستونزو د حل په خاطر د دوی په هڅو ځينې ستونزې حل شوې دي خو په ځینو برخو کې لا هم ستونزې شته.

د دغه بانک مطبوعاتي دفتر ویلي دي، د دې بانک رهبري د خصوصي بانکونو له مشرانو سره منظمې ناستې لري او هڅه کوي چې خلکو ته له بانکونو څخه د پیسو په اخیستلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پیغام کې خلکو او سوداګرو ته ډاډ ورکړل شوی چې ‌ډېر ژر به شته ستونزې هم حل شي او خلک او سوداګر به وکولای شي، په اسانه له بانکي چارو استفاده وکړي.

د افغانستان بانک داسې مهال د ستونزو د حل خبره کوي چې لا هم ډېر خلک په ساعتونو انتظار کوي چې خپله پیسې له بانکونه څخه واخلي.

يو شمېر اقتصادي شنونکي خو ان په افغانستان کې د بانکونو د سقوط په اړه انديښمن دي.

د يوه خصوصي بانک کارکوونکي تاند ته وویل، چې په ډېر استثنایي ډول هم څوک بانک کې پیسې نه زېرمه کوي، خو له خپلو سپما حسابونو څخه خلک د پيسو ويستو لپاره واسطې کوي, په ورځو او شپو د بانکونو دروازو ته ولاړ وي او ان د بانک کارکوونکو ته په دې برخه کې د همکارۍ لپاره د رشوت وړانديزونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب