جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسوداګرۍ خونې ايران سره د عادي تجارتي اړیکو خبر ورکړ

سوداګرۍ خونې ايران سره د عادي تجارتي اړیکو خبر ورکړ

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) له ايران سره د افغانستان د سوداګرۍ د کمرنګه کیدو له خبرونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا خبرونه رد کړي دي.

د دې خونې مرستيال يونس مومند ویلي، له ایران سره صادرات او واردات په نارمل ډول دوام لري.

 مومند وویل چې افغان سوداګرو د روان کال له پیله تر اوسه ایران ته یو میلیارد دالره صادرات درلودل او واردات هم اته میلیونه دالرو ته رسېږي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال وايي، افغان سوداګرو قیمتي کاڼي، وچه مېوه، د څارویو پوستکي، مالوچ، زردالو او ځېنې نورې مېوې صادرې کړې دي او برقي وسایل، د تولیداتو لپاره خام مواد او نفتي او خوراکي توکي یې وارد کړي دي.

د ښاغلي مومند په خبره د طالبانو له واکمنېدو سره د یوې میاشتې لپاره له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده وه خو دا بهیر اوس بېرته عادي شوی دی.

 سوداګرۍ خونې په داسې مهال دا خبره کړې، چې خلک بيا د توکيو د بيو له بېساري لوړوالي شکايت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...