چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي سکتور وياند د متقي خبرو...

د جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي سکتور وياند د متقي خبرو ته غبرګون وښود

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د دفاعي او امنیتي سکتور وياند جنرال اجمل عمر شينواري د نوي پوځ د جوړولو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي څرګندونو ته غبرګون وښود.

متقي، پاکستان ته د سفر پر مهال وويل چې افغانستان کوچنی پوځ ته اړتيا لري، چې دوی به یې د مخکيني نظام د دفاعي او امنیتي ځواکونو له ګډون پرته جوړ کړي.

د جمهوري نظام د دفاعي او امنيتي سکتور وياند د نوموړي په غبرګون کې ويلي، چې افغان وسله وال پوځ د هيڅ يوې سیاسی ډلې او تنظيم شخصي اجيران او مليشه نه وو اونه به وي.

جنرال شينواري دغه راز ويلي، چې پاشل شوي افغان ځواکونه له هیڅ ترهګرې ډلې سره نه یو ځای شوي او نه به يو ځای شي.

د ده په وينا، د افغانستان دغه پاشل شوي ځواکونه له ترهګرو ډلو سره هيڅ ډول مشترکه فکري او عملي وجه نه لري.

جنرال شينواري ټينګار کړی، چې په دې اړه شوې خبرې تبليغات دي.

د امير خان متقي يادې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

دوی د متقي څرګندونې د پاکستاني چارواکو د همیشنيو دريځونو تکرار ګڼلی.

طالبانو په دې اړه خلکو ته ځواب نه دی ورکړی، خو تبليغاتي کسانو یې په نوي پوځ کې د مخکينيو پوځي منسوبینو د نه شاملولو دفاع کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب