دوکتورلعل پاچا ازمون
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
د چک خان محمد څنګه پر علم ورګډ او علمي شو؟
کیسه واوره له خړ چکه تر فلکه
لومړۍ برخه
د ګوربت له سره لا واوره الوتې نه وه او په تاوخانو کې سرې سکروټې هم ایرې شوې نه وې، له کوټو نه تاوده تاوده تپونه ختل، د تورزن محمد جان خان وردګ د مبارزو او مېړانې پر کیسو د ژمي اوږدې شپې رڼېدې، د خدای نظر خان د کلا برجونه هم له ورایه پړکېدل، د چک د اربانو (عربانو) سورخولي خان محمد د لومړني ښوونځي د کتابونو پاڼې ټولې لوستې او په تاخچه کې ایښې وې، له دادک او مور نه یې د غازیانو ژبه زده کوله.
خان محمد دا وخت ایله سره خوله هلک او له پښو ډېر چابک و، د لارې دوړې به یې پر پیڅو خوله لګوله، شپږ کاله یې د کلي د ښوونځي لاره ستړې کړه، پر سر ایښې خېله (خولۍ) یې زړه کړه، غوښته یې چې د شپږم ټولګي پاڼه یې تصدیق شي او له دغه ځایه د منځني ښوونځي پر وره ننوځي، خو سر ښوونکی ور ته سرې موچۍ وچیچه، دده پاڼه یې را واخسته او بې له کومې هغې دغې یې دده پر مخ وایشته:
ـ زه دومره وزګار نه یم چې په هره پاڼه به ټاپې لګوم، ورک شه چې بیا دلې را و هم نه ګورې!
خان محمد په مړاو مړاو قدمونو ځنګېدلې ځنګېدلې تر کوره راغی، دادک یې چې په سترګو کې د تور ټکيو پرېشاني ولیده ، نو سهار په خړه یې له لاسه ونیو او د پاڼې د تصدیق لپاره یې تر سید آباد ورساوه، هلته پرې خدای پاک د پوهې لارویان مهربانه کړه او دده د ښوونځي پر پاڼه یې سرې او شنې ټاپې ولګولې، طبع یې وغوړېده، بیا یې له ځانه سره یې د ښوونځي سبقونه ګردانول، دادک یې پرې پوه شوی دی چې خان محمد له لیک او لوسته نه اوړي، شپه او ورځ پر تورو ټکو شونډې نڅوي، په سبا یې ور ته ویلي:
ـ څه چې څو.
تنکی خان محمد پر دې نه پوهېده چې چېرته یې بیايي، خو د دادک (څو) ته ډېر خوشحاله او په جامو کې نه ځایېده، په منډه منډه یې د خیر خیرات او ښادۍ لپاره اخستل شوي بوټان په پښو کړه.
دادک له ګوتې ونیو، د چک د اربانو پر تورو غونډیو یې پلی روان کړ، سر یې په نیمه شپه تر کابله ورسېد، له دادک سره یې تر شنه اسمان لاندې په یوه پټو کې چاکوګان تېره کړه، دادک پرې درسته شپه پټو سماوه، هغه پخپلو سړو نه و، د نازولي زوی له بدنه یې ساړه د خولې په تپونو شړل، سهار وختي په ونه ټیټ، د ببرو وروځو او رسا غږ مخې ته چې دا وخت د ښاري پوهنې رییس و، ودرېد، دادک چرت واهه چې ددغه سړي غږ مې په کوران چېرته اروېدلی، د ذهن پر پردو یې دده د غږ انځور پیدا کړ:
ـ وۍ دا خو هغه د راډیو نطاق دی، په کوران (قران) څه که خیر وي، مرسته به راسره وکا!
په همدې هیله نور هم ورنږدې شو او غوښتنلیک یې ور ته په مخکې کېښود:
ـ صاحبه! دا مې ارمان دی چې زوی مې دلته لیسه ویايي، که را ته شامل یې کړې.
هغه سترګۍ (عینکې) وپړکولې، په څوکۍ کې وڅورلېد، یوه پښه یې په بله واړوله، قلم یې را واخست، خان محمد په زړه کې ګوړې ماتوي چې که خیر وي، کار وشو، د هغه قلم د دوو وړو جملو نه وروسته ټکی کېښود، پاڼه یې ور خطا کړه:
ـ واخله!
دادک پاڼه ژر ژر را واخسته چې د زوی د شمولیت حکم پکې ولولي، خبر نه و چې هغه پرې لیکلي وو:
ـ سږکال ځای نشته، کال ته راشه.
تر دې جملو لاندې یې ولیکل:
عبدالغفور ویاند
د معارف شهر مشر
دادک په ساړه اسویلي پاڼه را ټوله او د واسکټ په څنګ جب کې یې کېښوده، زنځیر یې پسې را ښکه، پر ته له کومې خبرې یې تنکی زوی له ګوتې ونیو او د کاله پر ډډه یې روان کړ، هلک یو کال د کابل د ښوونځي په تمه تمه د ګوربت تر سیوري لاندې مزلونه ووهل او له کلیوالو وړکیو سره په لوبو بوخت شو، د هغې ورځې په تمه یې شپې رڼولې چې د کابل د یو ښوونځي پر وره ننوځي، کال په تمه تمه واوښت، د بل کال هماغه شپې او ورځې راغلې، دادک بیا د خپل تنکي زوی له غوږونو څادر تاو کړ او پر سپېرو غونډویو یې تر کابله بوت، د ویاند مخ ته یې ځان ورساوه، هماغه زړه پاڼه یې د واسکټ له جبه را وایسته او ور ته مخکې یې کېښوده، هغه ښکته پورته ور ته وکتل:
ـ سږکال هم ځای نشته.
دادک پاڼه په مړاو ګوتو را واخسته:
ـ ګوره! ته هم پښتون یې او زه هم پښتون یم، دا یو کال دې وړکی په تمه کېناوه، اخر ولې؟
ویاند تر سترګیو لاندې ور وکتل:
ـ ځای نشته، په سر یې نشم کېنولی.
دادک پاڼه ومروړله او ناهیلی له دوتره ووت، اخوا دېخوا وګرځېد، خو چا یې عرض وا نه خست، نېغ کلي ته روان شو. دې کې څه موده تېره شوه، له ورځو نه یوه ورځ وه، دادک په کرونده کې بوخت و او مور په کور وه، دده تر غوږه د واکسین د کورس اعلان ورسېد، دستي کور ته ننوت او موږ ته یې وویلی چې که خیر د خدای وي، نو زه کابل ته څم، مور یې ور ته وايي:
– دا دک دې خبر کړی؟
ـ خبر به شي.
خان محمد له دادکه پټ د چک د اربانو (عربان) کلي پر تورو غونډیو اوښتی او ځان یې چک حکمرانۍ ته رسولی، بهر ولاړ دی چې که څوک یې له ګوتې ونیسي او د رڼا لاره ور وښيي. د کلي د ملک تصدیق ورسره دی، هغه ور ته لیکلي چې دی ددې ځای اوسېدونکی دی، اوس نو خبره حاکم ته پاتې ده چې هغه هم د ملک تر کرښو لاندې خپلې کرښې راکاږي او ولیکي چې خبره روغه ده، هغه د روغې خبرې پر ځای دده پر تنکي مخ د خپلو اوږدو ګوتو کرښې وایستلې، ده خپل مخ ته لاسونه ونیول، بیا هم ناهیلی نه شو، هلته اوښته را اوښته چې ګوندې د خیر سړی پیدا کړي او دده پاڼه پر حاکم تصدیق کړي، دا وخت له ده سره په جب کې یو شلګون و، هغه یې له پاڼې سره د حاکم په وره کې ولاړ کس ته ورکړ، هغه یې پاڼه واخسته، ور ته موسکی شو:
ـ شابس په خبره پوه شوې ههههه