خبریال: داودجبارخیل
وروسته له هغه چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د نجونو پر زده کړو بندیز زرګونه افغان کورنۍ اړ کړې چې پاکستان ته کډوال شي. خو په پاکستان کې هم داسي نه ښکاري چې د خپلو نجونو د تعلیم لپاره د والدینو ارمان پوره شي.
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار اوسیدونکي څلویښت کلن امین په یوه مرستندویه موسسه کې کار کاوه. کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان واک ته ورسېدل، د هغه موسسه باید وتړل شي او هغه د خپلو لسګونو همکارانو په ګډون خپلې دندې له لاسه ورکړي.
له څو مياشتو انتظار وروسته امین ته څرګنده شوه چې په نژدې راتلونکي کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز د لېرې کېدو کومه نښه نشته نو ده پرېکړه وکړه چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راشي. لومړی د تورخم له لارې پېښور ته ورسېد او له هغه ځایه یې د پېښور په تاج اباد سیمه کې په بورد بازار کې واړول.
بورد بازار د “کوچني کابل” په نوم هم یادیږي ځکه چې دلته اکثره نفوس افغان کډوال دي. دلته زیاتره سوداګري هم د افغانانو په لاس کې ده.
نه یوازې بورډ بازار پېښور ته نږدې دی، بلکې دلته د افغان ماشومانو لپاره ګڼ شخصي ښوونځي هم شته. له دې سره سره امین خان د خپلو اولادونو د تعلیمي ستونزو د حل کومه لاره نه ویني ځکه چې د منظمې دندې د نشتوالي له امله امین خان نه شي کولای د دغو خصوصي ښوونځي فیسونه ورکړي.
او که موږ له کوچني کابل څخه 54 افغان کمپونو یا میشت ځایونو ته لاړ شو چې په ځانګړي ډول د افغان مهاجرینو لپاره جوړ شوي دي، وضعیت نور هم خراب ښکاري. دا میشت ځایونه په پاکستان کې د میشتو ملیونونو افغانانو دریمه برخه جوړوي. خو دلته د زده کړې اسانتیاوې د دوی د اړتیاوو لپاره په بشپړه توګه ناکافي دي.
د افغان کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند قیصر اپریدی وايي، د افغان کډوالو د ماشومانو لپاره د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مرسته ۱۰۵ ښوونځي جوړ کړي، چې شاوخوا ۵۵ زره افغان ماشومان په کې زده کړې کوي. په دغو ماشومانو کې د نجونو شمېر یوازې دولس نیم زره دی. له بلې خوا په پېښور کې د افغان خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسوول ناصر حسين وايي چې په پېښور کې شاوخوا ١٥ خصوصي ښوونځي شته، چې شاوخوا ١٥ زره افغان ماشومان په کې زده کړې کوي.
خو د سیمه ییزو مرستندویه ادارو د اټکلونو له مخې، د زده کړو په لټه کې د افغان نجونو شمېر له یو میلیون څخه زیات دی.
په پاکستان کې د افغان نجونو د زده کړې په لاره کې یو نه، بلکې ډېر خنډونه شته. د دغو خنډونو څخه لومړی په افغاني میشت ځایونو کې د کاري فرصتونو سخت کمښت دی، چې ډیری وختونه افغان کډوال دې ته اړ باسي چې دغه میشت ځایونه پریږدي او نژدې ښاري سیمو ته کډه شي. په هر صورت، حتی که دوی په ښاري سیمو کې کار ومومي، د ټیټ لګښت ښوونځي نه شته.
فاطمه، چې د پېښور د حاجي کېمپ اوسېدونکې ده، خپلې ثانوي زده کړې یې په ۲۰۲۰ کال کې بشپړې کړې. خو اوس یې ژوند د کور تر څلورو دیوالونو پورې محدود دی. فاطمه وايي، پلار يې د حاجي کمپ په اډه کې تازه مېوه پر يوه ګاډۍ پلوري، چې د کورنۍ اړتياوې يې پوره کوي. دوی حتی د لوړو زده کړو د لګښت تصور هم نشي کولی.
د رسمي اسنادو د نه شتون ترڅنګ د کار نشتوالی هم د افغان نجونو له ستونزو سره مخ دی. په پېښور کې د افغان خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسوول ناصر حسين وايي، په پاکستان کې ډېر افغان کډوالو ته د پاکستان په تعليمي ادارو کې ځکه داخله نه ورکول کېږي، چې د پي او آر کارتونه او نور د پېژندنې اسناد نه لري.