پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنصیراحمد فایق: د افغان کډوالوکړکېچ همغږي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري

نصیراحمد فایق: د افغان کډوالوکړکېچ همغږي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري

تاند ( پنج شنبه ـ د سنبلې ۲۹مه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وايي، د افغان کډوالو کړکېچ یو همغږي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له نړۍ وغوښتل، چې د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او داسې حل لارې ولټوي چې “امنیت، کرامت او فرصت” برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه،چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته قانوني میکانیزمونو څخه کار واخلي، څو طالبان د ترسره کړو بشري حقونو د سرغړونو او جرمونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک جنډر تاوتریخوالی او د جنسیتي توپیر پالیسۍ ځواب ووايي.

افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته پرون چهارشنبه د «سپتمبر په ۱۸مه» د کابل پر وخت ماښام ۶ نیمې بجې ترسره شوه، چې په کې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وضعیت خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په بشري وضعیت خبرې کوي

1 COMMENT

  1. ډېر د افسوس ځای دی ، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان داسې یوه تر ټولو مهمه استازولي د هغه چا په لاس کې ده ، لکه ملایان ځانونه هېڅ مرجع ته مسوول نه ګڼي.
    نه پوهېږم ښاغلی نصیر احمد فایق خپل معاشونه او امتیازات له کومې مرجع اخلي او د خپلو کړنو په هکله کومې مرجع ته ځواب ویونکی دی.
    که هغه ځان پخواني جمهوریت ته وفاداره بولي ، هغه خو لا په 2021 کال کې د تاریخ هدیرې ته وسپارل شو. که ځان امرالله صالح ته مسوول ګڼي ، هغه خو نه دفتر او نه کوم مسوولیت د افغانستان خلکو په مقابل کې لري .
    البته طالبان خو قصدا نه غواړي افغانستان له انزوا خلاص شي او داسې اعمال تر سره کوي ، چې نه په اسلام کې شته او نه د افغانستان د خلکو په عرف ، کلتور او رواجونو کې . دوی هم ځانونه واجب الاحترام او غیر مسوول ګڼي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب