Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په بشري وضعیت خبرې...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په بشري وضعیت خبرې کوي

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) ملګري ملتونه نن د کابل پر وخت ماښام ۶ نیمې بجې افغانستان کې د روان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وضعت خبرې کوي.

دې غونډې ته افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایووا د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل چمتو کړی راپور وړاندې کوي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د فعالیتونو، په دې هېواد کې د سیاسي، بشري وضعیت او د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګونو او ستونزو یادونه شوې ده.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نننۍ غونډې په درشل کې پرون سې شنبې د اروپا د پارلمان په یوه فرعي کمېټه کې هم په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه خبرې وشوې.

ملګري ملتونه؛ سبا د افغان ښځو،نجونو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوريت د وخت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ هم ګډون کړی وو.

هغې په خپله وینا کې  له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان روان وضعیت په ځانګړې توګه په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

د جرمني وېب پاڼې هم پرون سې شنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان د ولسمشرانو او د جرمني د صدراعظم اولاف د سرمشریزې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په کې په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم یوځل افغانستان کې د وګړو اساسي حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې دغه راز له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...