پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ملي دریځ / شاه محمود میاخیل

ملي دریځ / شاه محمود میاخیل

ځینو کسانو ته د ملي دریځ کرښې واضحه نه دي او یا په خپل ملي دریځ باور نه لري نو ځکه د هر باد او د مرغانو د هر سیل سره الوزي. په توفاني موسم کې داسې کسان کله یوه ښاخ او کله بل ښاخ ته لاسونه اچوي.

د ما لپاره د ملي دریځ کرښې واضحه دي. د افغانستان ارضي تمامیت، د افغانستان ملي هویت یعنې افغانیت منل او حمایت، په اسلامي ارزښتونو او ولسواکۍ عقیده او باور، د نفې او انحصار د قدرت د سیاست مخالفت، او د ولس لخوا د اساسي قانون په چوکاټ کې د افغانستان په جغرافیه کې د ټولو افغانانو، ښځو او نرو چې د هر دین او مذهب پورې تړاو ولري، فردي او ټولنیز حقوق خوندي ساتل دي. هرڅوک چې د افغان مور او پلار نه پیدا شوې و،‌ هغه افغان دی که په هیواد کې دننه اوسیږي او یا بهر.

د قانون په چوکاټ کې د بیان په ازادې باور او د یو ملي‌ او ولسواکه حکومت په درلودلو سره دا د افغانانو حق دی چې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو په اساس اړیکې ولري، خپل دوستان او دښمنان وټاکي. همدا پریکړې د استقلالیت معنی لري چې یو هیواد د خپل ګټو په اساس پخپله پریکړه کوي. استقلالیت په دې معنی نه دی چې یو هیواد د بل هیواد سره اړیکي ونه لري.

زما په اند، مخالفت او تاید باید د اصولو په اساس وي. د طالب سره زمونږ او د اکثره افغانانو مخالفت د پورته ارزښتونو په اساس دی چې هغوي د افغانستان ملي هویت محوه کوي، ملي‌ ارزښتونه او ملي فکر له منځه وړي، په ولسواکۍ بارو نه لري او د نفی او انحصار د قدرت د سیاست تګلاره یې خپله کړیده. که د طالبانو ځینې مخالفې سیاسي ډلې، د طالبانو په شان تګلاره خپله کړي، نو مونږ د دغه ډلو هم مخالف یو لکه څنګه چې د طالبانو مخالف یو.

طالبانو هم د افغانستان د څلویښتو میلونو نفوسو یو وړوکۍ اقلیت او د طالبانو مخالف جنګي حلقې هم د افغانستان د څلویښتو میلیونو افغانانو یو وړوکۍ اقلیت تشکیلوي. د افغانستان اکثریت ولس که په هیواد کې دننه دی او که بهر د دغه دوه اقلیتونو په منځ کې واقع دی چې نه د طالب پلوي کوي او نه د جنګي ډلو حمایت. دا یو اوږد بحث هم دی چې ولې جنګ د مسایلو د حل لاره نه ده ځکه په تیرو پنځو لسیزو کې چې زمونږ د ژوند ژوندی تاریخ دی، جنګونو د هر دور نه بل دور ته مغلق کیږي او افغانان د نیابتي جګړو او رقابتونو قرباني کیږي. د تیرو پنځو لسیزو د تجربو په اساس ډیر نور مؤجه دلایل وجود لري چې جنګ د افغانانو په خیر نه دی.

پدیتوګه د جمهوري غوښتونکو خوځښت، جنګ د افغانستان د مسایلو د حل لار نه بولي او نه جنګ د افغانستان د خلکو په ګټه دی. د افغانستان د مسایلو حل یوازې او یوازې د بین الافغاني معنی داره ډیالوګ له لارې امکان لري. البته د ډیالوګ مخالفت که هره خوا کوي، په حقیقت کې د نیابتي جګړو حمایت کوی او دا نیابتي جګړې د افغانستان په خیر نه بولو. که باالفرض نیابتي جګړې دوام کوي، د راتلونکو ټولو نیابتي جګړو او ګډوډیو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی ځکه دوی اوس حاکم دي او د نیابتي جګړو لپاره زمینه مساعدوي.

ډیرې دا سوال هم مطرح کوي چې طالبان په بین الافغاني ډیالوګ باور نه لري نو یوازنې لار د زور او جنګ ده. لکه مخکې مې چې یادونه وکړله د جنګ لپاره نه افغانان، نه سیمه او نه نړۍ تیاره ده چې د جنګ ملاتړ وکړي. که جنګې ډلې وایي چې دوی په خپلو امکاناتو جنګ کوي نو دا هسې بیځایه لاپي‌ اوشاپې دي. نه مجاهدینو، نه طالبانو او تیرو حاکمو دولتونه چې په جنګ کې اخته و، په خپلو امکاناتو جنګ کړیدی او ټول د بهر نه تمویل او تقویه کیدل.

ځینې بیا دا سوال کوي چې د بین الافغاني ډیالوګ میکانیزم به څه وي. څرنګه چې د سمیې هیوادونه، د افغانستان په مسایلو کې د نړۍ نور د خیل هیوادونه او افغانان پخپله د افغانستان په ستونځو جوړولو کې. رول درلود، همدوي د افغانستان په جوړولو کې هم رول لري. د افغانانو، د سیمې او نړۍ د حمایت نه پرته، افغانان نه د دې جوګه دي، نه د دې ظرفیت لري چې خپل مسایل پخپله حل کړي. یو بین الافغاني، سیمه ایز او نړیوالې اجماع لپاره اړتیا ده. دغه اجماع رامنځته کول نه افغانان کولې شي، نه د سیمې هیوادونه کولې شي او نه د نړۍ نور هیوادونه کله امریکا، چین، روسیه، هند او نور ځکه د دوی ګټې د یو بل تضاد کې دي او هیڅوک هیواد دې نو یوازنې لار بیا هم د ملګرو ملتونو د ادارې منځګړیتوب دی په دې شرط چې د ملګرو ملتونو د P-5 یا د ویتو لرونکو هیوادونه په خپلو منځو کې توافق وکړي چې په افغانستان کې د رقایت په عوض د تفاهم لاره غوره کړي ځکه باالاخره د رقابت او تقابل سیاست په افغانستان کې د دغه هیوادونو، د سیمې هیوادونو او هم د افغانانو په ضرر دی. د ملګرو ملتونو وروستې پریکړې تطبیق د افغانستان د مسلې یوازنې د حل لار ده.

د پورته واقعیتونو په رڼا کې، د جمهوري غوښتونکو خوځښت هویت او تګلاره معلومه ده. نه د چا په تبلیغاتو خپله تګلاره بدلوي او نه د چا نه د خپل ملي دریځ د فعالیتونو په هکله پاداش او شاباسې غواړو. زمونږ دریځ د ځینو مدني فعالانو، دولتي چارواکو، لیکوالانو، ژورنالستانو، شاعرانو، چاپلوسانو او اپرچونیستانو غوندې پروژوي او نمایشي نه و او نه دی. د یو بد په مقابل کې د بل بد حمایت نه کوو او نه ورسره ودریږو.

که څوک د پورته ازرښتونو سره مخالف وي، مونږ هم ورسره مخالف یو. که څوک پورته ارزښتونه ومني نو مونږ هم ورسره کار کولې شو او هم یې تایدو. د پورته ارزښتونو تاید او ملاتړ د قدرت او یا پروژو د اخستلو لپاره نه دی بلکې تر ډیره حده چې مونږ په داخل او بهر کې د افغانانو سره غږیدلي یو، دا د اکثریت افغانانو نظر دی. التبه دا مهمه ده چې افغانان د پورته ملي ارزښتونو په رڼا کې د ټولو هغه کسانو او سیاسي ډلو سره مخالفت وښایي چې د دغه ارزښتونو سره مخالف دي. چوپ پاتې کیدل د مسایلو د حل لاره نه ده. که څوک نور هیڅ نشي کولې نو د دغه ارزښتونو د مخالفینو تاید او ملاتړ هم باید ونه کړي.

راځم اصلي مطلب ته. ځینې بې هویته خبرې رسنې او د مستعارو نومونو اکونټونه، زمونږ دا ملي دریځ د طالبانو د لابیګرانو په قطار کې شمیري خو په اصل کې همدا بې هویته او د مستعارو نومونو اکونټونه او رسنې د طالبانو لابیګران دي چې پښتانه د طالبانو پورې تړي او یا ځینې د تعصب له امله د طالبانو د غیر ملي دریځونو حمایت کوي.

په تیرو څلور نیمو لسیزو کې یوازې زما په سل ګونو لیکنې، مقالې او کتابونه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو چاپ شوي او د تاریخي سند په توګه موجود دي چې زما دریځ په دغه لیکنو کې واضحه دی. نه د چا نه مې پخوا ویره درلوده او نه اوس د چا نه ویره لرم ځکه دا ملي دریځ مو په شعوي توګه خپل ځانته ټاکلې دی.

په تیرو څو لسیزو کې د مرګ تر تهدیدونو او د ورونو، خپلوانو او دوستانو د لاسه ورکولو تر سرحده،  د ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ شوې یم خو د خپل ملي دریځ نه نه یم تیر شوې.  نه د زورواکو د تاثیر لاندې وم، نه مې د فساد د جوال خوله د چا سره نیولې وه، نه په پروژو او تجارت کې د چا سره شریک وم او نه د هاها ډلو د منفي تبلیغاتو څه پروا ساتلې ده.  د مستعاره رسنیو او مجهول الهویته اکونټونو چلونکو ته د خادم صیب دا شعر ډالۍ کوم:


په ماته کښتۍ ناست یم، طوفانونه دي، په مخ کې
په دې لاره یې بیایم، که وم وم، که نه وم، نه وم
د ناز په خوب ویدې غنچې، ورو، ورو را ویښومه
خادم باد صبا یم، که وم وم، که نه وم، نه وم

د دې خبرې یادونه اړینه بولم چې د پورته ملي اهدافو د تحقق لپاره د افغانانو تر منځ په تګلارو او نظریاتو کې خامخا توپیرونه شتون لري. که د ملي ارزښتونو په چوکاټ کې څوک د افغانستان د راتلونکې لپاره ځانګړې تګلاره لري، د هغه کسانو، ډلو او سیاسي جریانونو سره ناسته، تفاهم او مشترک کار کې کومه ستونځه نه شته دی. د نظریاتو توپیر د دښمنې په معنی نه دی بلکې د نظریاتو توپیر ټولنه تقویه کوي او د راتلونکې لپاره همیشه ګټورې پایلې لري. په دې خاطر مونږ د ټولو هغه افرادو او سیاسي جریانونو سره چې پورته ملي ارزښتونه ومني، یو ځای کار او مبارزه او هم د بین الافغاني تفاهم په اساس، ګډه تګلاره باندې توافق کولې شو. 

د بیلګې په توګه که یوه سیاسي ډله افغانستان ومني او په افغانیت باور ولري نو دا جرم او بده خبره نه ده چې د افغانستان راتلونکې لپاره څه ډول نظام غواړي ځکه هر څوک دا حق لري چې د افغانستان د ثبات او ګټې لپاره بیلابیلې لارې او سیستمونه مطرح کړي خو بیا هره پریکړه یوه ډله او یو شخص نه کوي بلکې پریکړې د افغانستان ولس د منل شوو اصولو په چوکاټ چې ولسواکي یې ایجابوي، تر سره کیږي. دلته هدف نه بدلیږي بلکې د هدف لپاره تګلاره بدلیږي. 

د طالبانو د پالیسیو سره مخالفین په عموم کې توګه دوه ډوله دي؛ یوه ډله د ارزښتونو په اساس د طالب د حکومتولې د تګلارې سره مخالف دي او بله ډله د طالبانو سره مخالفت د ژبې، سمت او قوم په اساس کوي. دا ډلې هم د طالبانو په شان د افغانستان ملي ارزښتونه نه مني کله د افغانستان تجزیه غواړي، کله افغانیت نه مني او کله د افغانستان د نوم د بدلیدو خبره کوي.

ځینې کسان چې ځانونه ته د ملي دریځ خاوندان وایي، هغوي هم د تعصب، او افراط او تفریط په مرض اخته دي. د یوې بدې ډلې په عوض چې ملي ارزښتونه نه مني، د بلې بدې ډلې ملاتړ کوي. ځینې کسان د قوم او ژبې په اساس چې ګوندې د طالبانو اکثریت پښتانه دي، د طالبانو حمایت کوي او ځینې بیا د قوم او ژبې په اساس د طالبانو په خاطر د ټولو پښتنو سره د مخالفت او دښمني تګلاره خپلوي. په حقیقت کې دا دواړه ډلې د تعصب له امله په قومي او فاشیستي افراطي مرض اخته دي.

په اخره کې دومره وایم چې افراطي نظریات د افغانستان ستونځې حل کولې نشي بلکې د افغانستان مرض لا نور هم اوږدوي او د افغانستان د خلکو لپاره څه ګټه نه لري.

شاه محمود میاخیل،‌ د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

2 COMMENTS

  1. په خواشینۍ سره د پردیو جاسوسان او ګوډاګیان دومره زیات او زړور شویدي ، چې نه له خدایه ډارګیږي ، نه له خپل وجدانه او نه له افغان غیور ملته.
    دوی په جهر سره د افغانستان نوم ، خپل ملي هویت او له ټولو افغاني او ملي ارزښتونو نه تېر دي . کله ځان د لوی ایران برخه او جز بولي ، کله بیا د پنجاب په ژرنده اوبه ورځوشې کوي . ملي بیرغ ، اساسي قانون او ملي سرود یو هم نه مني . څوک د خر + آسان تر نوم لاندې ځان پټوي او څوک بیا د اسلام د سپېڅلي دین تر نامه لاندې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب