پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد منځنۍ آسیا پینځه هيوادونو؛ افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي...

د منځنۍ آسیا پینځه هيوادونو؛ افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) د جرمني وېب پاڼې پرون سې شنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان د ولسمشرانو او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سرمشریزې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په کې په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم یوځل افغانستان کې د وګړو اساسي حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې دغه راز له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

دغو مشرانو د یوه امن، سولې او ثبات لرونکي او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو یوځل بیا ټینګار وکړ.

د جرمني په وېب پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر اهمیت ټینګار وشو، چې د دوی په وینا په کې ټول قومونه، مذهبي او سیاسي ډلې ګډون ولري.

جرمني چې له طالبانو سره مستقیم تعامل نه لري، په دې وروستیو کې یې په یوه بېساري اقدام کې ۲۸ هغه افغانان چې د جرمني د محکمو له‌خوا مجرم پېژندل شوي و، بېرته افغانستان ته واستول.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه ترسره کړي.

ملګري ملتونه؛ سبا د افغان ښځو،نجونو او بشري وضعیت په اړه غونډه جوړوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب