راټولوونکی خالد سمیر
(ونکی) په پښتو ژبه کې په فاعلي وروستاړو کې راځي چې د فعل په ريښې پسې نښلي او له نوې مانا او بڼې سره نوې اشتقاقي کلمې جوړوي. لکه: (بېو) او (ونکی) سره يوځای شي او (بېوونکی) جوړ کړي.
زموږ ډېری لیکوالان په (ونکي) فاعلي وروستاړي سره د نوو کلمو په جوړولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
دوی له فکري ګډ وډۍ سره مخ کېږي او نه پوهېږي چې (شرمونکی) ولیکي او که (شرموونکی)، (خپرونکی) ولیکي او که (خپروونکی) او داسې نور.
اسانه لار:
که له فعلي مصدر څخه د (ل) توری لرې شي او له پاتې بنسټ سره د (و) توری پاتې شي، نو بیا د نوو کلمو جوړولو لپاره له پاتې بنسټ سره (ونکی) فاعلي وروستاړی لیکو او نوې مانا لرونکې کلمې دا ډول جوړوو.
لکه:
خپرول- ل= خپرو+ونکی= خپروونکی
څرګندول – ل= څرګندو+ونکی= څرګندوونکی
که له کوم فعلی مصدر څخه د (ل) توری لرې شي او له پاتې بنسټ سره یې د (و) توری پاتې نه شي، نو بیا د نوو کلمو د جوړولو لپاره له پاتې بنسټ سره یوازې (ونکی) فاعلي وروستاړی لیکو او نوې مانا لرونکې کلمې دا ډول جوړوو.
لکه:
وهل – ل = وهـ + ونکی= وهونکی
لیکل – ل = لیک + ونکی= لیکونکی
که له کوم فعلي مصدر څخه د (ل) توری لرې شي او له پاتې بنسټ سره یې د (واو) دوه توري پاتې شي، نو د نوو کلمو جوړولو لپاره له پاتې بنسټ سره یوازې د (نکی) فاعلي وروستاړی لیکو او نوې کلمې دا ډول جوړوو.
لکه:
پوول – ل= پوو+ نکی= پوونکی
ښوول – ل = ښوو+ نکی= ښوونکی
نوټ:
پورتنۍ کلمې په (پووونکی او ښووونکی) بڼو نه لیکو، یانې له درېیو واونو یو واو غورځوو.
ښاغلی مجاور احمد زیار وایي، د دود وینګ (تلفظ) له امله یې په دوو واونو لیکو.