غزل
لګيا دي ، تماشې ورپسې ګوري پريشانه
نن ډيرې کډې بار دي ستوري غورځي له اسمانه
لګيا دي ، په ځان خاورې اړوي پر نورو خاندې
راوان دي په صحراوو پسې ورک له خپله ځانه
لګيا دي ، په خوبونو باندې ژوند تيرول غواړي
راغلي مسافر د سمندر له هغې خوا نه
لګيا دي ، پسرلي د ګلابونو مدحې وايي
څه مړاوي ورته ګوري خزانونه له زندانه
لګيا دي ، زما عشق ته د چا نيمې سترګې نشته
هرڅوک د خپلې مينې حساب غواړي وس له مانه
لګيا دي، رڼاګانې وس د هر چا ضرورت دى
دا ځکه هواګانې ډيوې ساتې له هوا نه
چې د ځان په اندمونو هم ستومان يو،
دا په کومې زندګى پسې راوان يو،
دا دونيا ده، يو نيمګړى غوندې عکس،
څه شيبې ته هسې مونږ پکې وادان يو،
حيراني ده، د زمان لطف ته ګوره،
هم تنها يو هم حصه د دې جهان يو،
د رشتو په تقدس مو باور شته دى ،
داسې نه چې په يقين يې بدګمان يو،
د چا سترګو په ليمو کې مو ځاى نشته،
ځکه خپلو ګريوانونو سره وران يو،
—————————-
دايرې له خپله ځايه خوځيدلي
عناصر په کاينات کې ګرځيدلي
اينې چې په حجاب کې دي نو ښې دي
د مخونو ټول فريمونه دي لويدلي
وحدت به يې له ځانه ټول چاپير وو
که رازونه چيرې سترګو وو ساتلي
د خپل وخت له تماشبينو يې تپوس کړه
دلته څوک وو او چا ندي زورولي
دار د ښکليو ارمانونو د خوب ځاى شو
بې اسبابه ويده خلک ورختلي