ځای: انلاین
نېټه: 2024/9/15
وړاندي کوونکې او راپور: کامله عزیزي
غونډه د افغانستان پر وخت د ماخوستن پر نهه بجې پیل شوه چې شپاړس بهیروالو ګډون پکې کړی و. دې غونډې درې برخې لرلې؛ لومړۍ برخه یې د مطالعې په اړه، دویمه کرکتنې ته ځانګړې وه او په درېیمه برخه کې مشاعره وشوه.
د مطالعې په برخه کې ځلا نور د هغه ناول په اړه خبرې وکړې چې په تېرو اوونیوو کې یې لوستی و. ناول د انګریزې لیکوالې جن اسټن مشهور اثر “غرور او تعصب “و.
ځلا لومړی د لیکوالې په اړه معلومات شریک کړل: جن اسټن په یولس کلنۍ کې لیکل پیل کړل. دې چې کابو ۲۵۰ کاله پخوا له نن نه لیکوالي کوله په هغه زمانه کې د ښځو لیکوالي ډېره عامه خبره نه وه او ناشرانو به په اسانۍ د دوی د کتاب چاپ ته زړه نه ښه کاوه. دې حتا خپل ناولونه په خپل نوم خپاره نکړل.
د اسټن د ژوند په هکه ډېر معلومات نشته خو کوم لیکونه چې دې له خپلې خور سره تبادله کړې دي په هغو کې ځینې خاطرې او خبرې موندلی شو. دې درس په کور کې ولوست، شپږ ناولونه یې ولیکل او ځینې ناولونه یې نیمګړي پاته شول. اسټن ۴۱ کاله عمر وکړ او تر پایه یې واده ونکړ. ما د دې تر ټولو مشهور ناول “غرور او تعصب” ولوست کوم چې دې په ۲۱ کلنۍ کې لیکلی دی.
ناول د انګلیسي ادبیاتو په یوه مشهوره جمله پیلېږي چې؛ یو شتمن نارینه تل د یوې ښې او ښکلې ښځې په لټه وي.
زما لپاره چې په کتاب کې جالب و هغه د کرکټرونو جوړونه وه کتاب بېلابېل کریکټرونه لري او زما په نظر ټول ډېر کامیابه انځور شوي دي. اصلي کریکټره یې الزابت نومېږي، په یوه منځنۍ کورنۍ کې له مور و پلار او پنځو خویندو سره ژوند کوي.
پلار یې یو خودخواه غوندې سړی دی، مور یې هم تل د لوڼو په اړه دا فکر کوي چې پیسه دارو خلکو ته یې ورکړي، په خبرو په سې ګرځي او ډېر زیات فکر د لوڼو واده ته کوي.
دا کتاب موږ ته د نولسمې پېړۍ د خلکو کورنی او ټولنیز ژوند ډېر ښه انځوروي. د ښځو فکر راښيي. جن اسټن د خپل وخت د ناولونو خلاف نوي څه پنځوي.
موږ د هغه وخت د ښځو له فکره او احساساتو ښه خبروي، اصلي کریکټر ه یې د هر چا په اړه جنجالي فکر کوي چې دا به بد وي، د دې خور جان بیا له یوه ډېر پیسه دار کس سره واده کوي، تل یې جنجالونه وي، پلار، مور او خویندي یې بېل بېل فکر لري، یوه خور یې فلسفي غوندي وي کمه غږېږي، کشره خور یې ډېره خودخوا وي چې بیا د دې ناول له یو ډېر بد کرکټر سره تښتي او د خپلې کورنۍ د عزت فکر نه کوي. یانې ډېر مختلف کرکټرونه یې په یوه ناول کې ډېر به کمال یوځای کړي دي.
زما اصلي موخه دا وه څوک چې که نه پوهېږئ چې د د انګلیسي ادبیات لوستل له کومه پیل کړي دا کتاب یې ښه شروع ده تر ټولو مهمه دا چې انګریزي یې سخته نه ده او په اسانه پرې پوهېدلای شو. دا کتاب لومړی لږ راته سخت و خو ورو ورو ورسره عادي شوم نو زه هیله لرم تاسې په نورو ژبو کې مطالعه وکړئ او دا ډېر سخت کار نه دی.
په دویمه برخه کې شکیبا نادري خپله دا کیسه ولوستله:
(( د غم نارې
په دېوال یې لاس تکیه کړ، بل لاس
یې هرې خواته وتپاوه، کوم څه یې پیدا نه کړل، مخته لاړه، د ژړا اواز شېبه په شېبه ورته نږدې کېده، د سلګې بړستن یې جګه کړه، ارامي شوه،
تورپېکۍ سم له واره پرې غږ وکړ:
ــــ سلګۍ! ولې ژاړې؟
سلګۍ په اړخ واوښته او د بړستنې کونج یې په مخ ورکش کړ.
تورپېکۍ هم د بالښت په څنډه سر تکیه کړ، خو د سلګۍ غلې ژړا یې په غوږو کې انګازې کولې، سات وروسته یې د تیارې کوټې خاموشي د خور او خور په اواز ماته شوه، د ستورو خپل ستړی مزل پایته ورسوه او خپله دنده یې لمر ته وسپارله، لمر هم زړې وزرې په ټوله سیمه خورې کړې، خو د سلګۍ په زړه لا همغسې تیاره او چوپتیا وه، تورپېکۍ د اوږدو بڼو لاندې د سلګۍ وچو شونډې تر نظرتېرې کړې، په نه زړه یې پرې غږ وکړ:
ـــ لورې! سلیم ښه هلک دی، هغه ډېرې پیسې لري د ملکې غوندې ژوند به درته جوړ کړي.
د سلګۍ نرۍ شونډې په لړزېدو شوې او په غنم رنګ مخ یې رڼو اوښکو لارې جوړې کړې، تورپېکۍ د سلګۍ د اوښکو په لیدو سترګې را دګې شوې، خو هرې خواته په کتلو یې د اوښکو تویدو مخ ونیوله، ګړز شو د لرګینې دروازې ځنځیر په یوې او بلې خوا
ټالونه وهل یو ناڅاپه په سلګۍ تور سیوری ولګېد په ناهیلي انداز یې د سیوري په ادامه پسې سرې سترګې پورته کړې چاغ او ټیټ سړي یې پر اوږه زور وکړ او ویې ویل:
ـــ ولې داسې ناسته یې لکه سل دې چې مړه وي، جګه شه خوشحالي وکړه سبا دې واده دی. د دې خبرې په اورېدو د سلګۍ له خولې بې واره چیغې ووتې او د پلار په پښو کې پرېوته پلاره داسې مه کوه، زه اوس واده نه کوم لا زما واده ته وخت شته، د سړي په تندې کې ګونځې دوه برابره شوې او د هغې له لاسو یې پښې لرې کړې له دمې پرته یې په خبره کې ورولوېد:
– چپ شه بې شرمې !!
چې بیا د غږ اوچت نه کړې تاته چا دا جرات درکړ چې د پلار پر وړاندې ودرېږې، د سړي یوه خبره وي سبا دې واده دی مخکې له دې چې تر ګونډو دې لاندې کړم له مخې مې ورکه شه!
د سلګۍ د زړه تنګون په څېر ټول ځایونه تیاره شول، ډول او سندرې پیل شوې، خو د سلګۍ لپاره دا د واده شپه، نه بلکې د انساني ژوند وروستۍ
شپه وه.
د ناوې لاسونه او پښې سرې شوې، نجونو اټنونه کول، خو د سلګۍ د کوچنیو سترګو سپین د نکریزو په رنګ و دا د تورتمونو شپه لاپسې اوږدېده، سلګۍ له الله پرته بل هېچاته شکایت نه شو کولی.
په څنګ کې په عمر پخې ناستې ښځې ته یې وویل ترورې لا مې لاسونه او پښې نه دي وچ، مور ته خو مې غږ وکړه، ښځې سم له واره په جګ اواز وویل:
– تورپېکۍ راشه لورې دې غواړي!
تورپېکۍ په غوړو لاسونو د لور مخې ته ودرېده او زیاته یې کړه:
ــ ووایه سلګۍ لورې څه خبره ده؟
ناوې وویل:
ــ مور زه لمونځ کوم.
تورپیکې سلګۍ ته سترګې برګې کړې او غلي یې وویل
ــــ ستا لاسونه کله وچ دي بیا به لمونځ وکړې.
خو سلګۍ د مور د ټینګار سربېره جګه شوه او د نورو نجونو په مرسته یې ځان تر تشنابه ورساوه، اودس یې وکړ، سات وروسته یې له خپل سپیڅلي
رب سره راز او نیاز وکړ او د بې وسۍ اوښې یې یو ځل بیا ګرېوان لوند کړ.
شپه په خلاصېدو وه، چې په بد کومي د ویر نارې وشوې، هلی راشئ راشئ کور مې ړنک شو، سلګۍ د مور په چیغه کوټه دوه ګامه کړه، دباندې یې د پلار په پښو کې پښه بنده شوه او مخې ته یې پرېوته.
له کور څخه د ژړاوو زوږ واته، اسد یې د روغتون په لور روان کړ، سلګۍ د پلار ناڅاپي ناروغۍ حیرانه او نوره هم غمجنه کړه، خو دا چې واده یې پاتې شو، خوشحاله وه له معایناتو وروسته ډاکټر وویل، چې په اسد د زړه حمله راغلې، خو اوس یې حالت څه ناڅه ښه دی. دوی په همدې خبرو کې وو چې بل ډاکټر غږ وکړ:
ــــ ناروغ د سلګۍ د لیدو غوښتنه کړې.
نجلۍ ورمنډې کړې او د پلار مخکې ته ودرېده، په ډک زړه یې د پلار لاس ونیو او ښې چیغې یې وکړې د پلار زېړرنګ ټه په کتو یې چیغو زور واخیست، پلار په سلګۍ غږ وکړ:
ـــ لورې تا نه غوښتل چې واده وکړې، خو ما د پیسو لپاره ته اړ کړې وې چې واده وکړې، نن راته معلومه
شوه چې پیسې هره ستونزه نه شي حللولی، که نن زه مړ وای، پیسو زه نه شو ژغورلی، نوره ته مجبوره نه یې چې په زور واده وکړې چې تر څو دې خپله خوښه نه وي، هېڅکله دې په زور واده نه کوم.
سلګۍ د خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده د پلارد لاس تر ښکلولو وروسته یې منډې کړې چې دا ښه زېری مور ته هم وکړي.))
د کیسې تر لوستلو وروسته د کره کتنې په برخه کې لومړی هیلې پسرلی د دې کیسې په اړه شکیبا نادري ته داسي وویل:
شکیبا جانې ډېره زیاته مننه، زه وینم چې نجونې ډېر کله هڅه کوي چې د وطن د ښځو ژوند انځور کړي. دا ډېره مهمه خبره ده.
ګومان کوم دا کیسه ډېره لنډه ده. کومې پېښې چې کېږي او کوم بدلون چې راځي ډېرې نورې پېښې یې هم غوښتې؛ مثلاً د پلار کریکټر چې لور یې پښو ته غورځي او زارۍ ورته کوي خو دی یې په کیسه کې نه دی څرنګه یوازې په دې دلېږي چې صحت یې یوڅه خرابېږي؟…د پای بدلون دا احساس راکړ لکه د لیکوالې چې د کیسې کریکټر ته خوا بده شوې وي ژغوري یې او خوشاله پای ورته انتخابوي، خوشاله پای عیب نه دی خو پای که خپه وي که خوشاله باید د لوستونکو زړه ته ولوېږي.
په کیسه کې ځینې داسې جملې شته چې د معنا به حساب مهمې دي خو ګومان د دې لپاره چې داستاني شي بل ډول باید ولیکل شي. مثلا، “د دې د واده شپه نه وه بلکې د انساني ژوند وروستۍ شپه وه” کله چې د ښځو پر حقونو خبر کوو دا ښه جمله ده، خو کله چې همدا جمله په داستان کې لیکو ډېر زیات مستقیم قضاوت دی، د دې شپې په اړه ممکن دا پیغام یو بل ډول ولیکل شي په انځور کې بیان شي او قضاوت لوستونکي وکړي.
په مجموع کې نثر روان و، کله کله زه ځینې کیسې لولم یوه جمله درې ځلې ولولم خو بیا هم نه پوهېږم چې څه وايي خو د شکیبا جانې کیسه مې په اسانه ولوسته.
ځلا نور د دې کیسې لیکوالې ته لومړی د کیسې د لیکلو مبارکي ورکړه او دا چې کرکتنې ته یې وړاندي کړې وه نو ډاډ یې ورکړ چې تر کرکتنې وروسته په لیکوالې کې تغییر حتمي دی او بیا یې د کیسې ځینو ټکو ته هم اشاره وکړه:تصویرونه ډېر ښه انځور شوي دي، مګر د غم په وخت کې دا چې سلګۍ په زوره ودېږي په دې وخت کې د ستورو او سپوږمۍ د ځلا او رڼا خبره کېږي معمولا په کیسه کې چې د غم خبره کوو غمجن تصاویر ورسره لیکل کېږي، نو که د انځورونو انتخاب ته لږ پام وشي کیسه به لا عالي شي.
زما تجربه دا ده چې که خپلې کیسې بیا بیا ولولو ډېر څه پکې بدلولی او عالي کولی شو. د کیسې موضوع عالي ده دا ځینې ستونزې د ایډیټ په مرحله کې سمېږي.
ډاکټرې شریفې شریف وویل: شکیبا جانې خپله کیسه په خپل غږ کې ولوسته او ډېره یې ښکلې ولوسته. د کیسې ښه لوستل پخپله یو هنر دی. د خپلو کیسو د ایډیټ کولو یوه ښه لره خپله کیسه په لوړ غږ لوستل دي. په جګ غږ لوستل نه یوازې د خپل نثر په اصلاح کې راسره مرسته کوي بلکې ممکن د کیسې په هکله ډېرو نورو خامیو ته مو هم متوجه کړي.
دا ډېره مهمه ده چې یوه کیسه لیکواله پوهه شي او دا درک کړي چې په محیط کې یې څه روان دي او کومه موضوع باید کیسه کړي. د شکیبا جانې د کیسې موضوع ډېره ده. مخصوصا نن سبا ادبیات یو ډول د تاریخ رول لري. همدا موضوع چې مو یاده کړې ډېره مهمه موضوع ده، اوس چې د ښځو د پرمختګ لارې نشته نو میندي و پلرونه هم لوڼو ته وایي چې باید واده وکړئ، وېرېږم حتا ښځو ته شاید دا فکر پیدا شي چې بل څه خو نشته یاني هدف نه لري، نو باید واده وکړي.
د کریکټر په بدلون کې یو ډول افراط او تفریط شوی دی. یوځل پلار دومره بد خویه دی چې لور یې ژاړي او دی بد رد ورته وایي، سخت زړه لري، خو په یوه مرضي کې بدلون ډېر ژر دی، دا کېدای شي چې یو فکر وکړي چې لور مې سم وایي خو د ده له اوله په ذهن کې د لور د واده په اړه هیڅ شک نه و.
په دې کیسه کې د پیل انځور ښه دی خو دا راته نه وايي چې اصلي کریکټر مور ده که لور؟ ښه به وي لور چې د کیسې اصلي کریکټره ده د پیل په انځور کې هم تمرکز پرې لږ ډېر وي. مهمه ده چې وار له واره اصلي کریکټر په کیسه کې لوستونکی وپېژني. که دا کیسه د کریکټر پر حرکت پیل وای ډېر به ښه و.
دا کیسه لنډه او د کریکټرونو شمېر ډېر دی نو ځکه ممکن لوستونکي احساس وکړي چې د اصلي کریکټر ډېر نه دی واضح شوی. که پر کیسې لږ فکر وشي او له سره ولیکل شي لا به ښه شي، مثلاً د پلار کریکټر له اوله لږ داسي انځور کړي چې ذهن یې بدلون ته اماده دی. په ظاهره نه وايي خو په زړه کې پوهېږي چې غلط کار کوي…
د اصلي کریکټرې ځینې حرکتونه ډراماتیک دي فقط ژاړي او سلګۍ وهي لږ باید فعال فکر هم ورکړو یو څه غبرګون دي وښيي که څه هم په ذهن کې یوه خبره وي، حتا که منفي عکس العمل هم وي، خو یو غبرګون حتمي دی.
ما چې کیسه لیکل پیل کړل په دري به مې لیکلې او همدغسې مې لیکلې چې تاسو یې لیکئ، یو چا نقد پرې وکړ او راته یې وویل چې کیسه دې لکه مقاله. خبره یې سمه وه په هغه وخت کې ما یوازې غوښتل د کیسو په مرسته خپلې خبرې وکړم او د موضوع په هکله چې کوم فکر لرم باید یې تر خلکو ورسوم وروسته پوهه شوم چې په کیسه کې نور مقصدونه هم شته؛ له کیسې باید لوستونکی ادبي خوند واخلي، تخیل او انځورونه پکې وي او له پېښو سره ګډ شي چې له راپوره یا واقعیته پر کیسې بدل شي.
میمونې کامران لومړی د کیسې نوم ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه:عنوان د کیسې په لوستلو کې مهم دی څوک کیسې لوستلو ته جذبولای شي، کله کله د کیسې ټوله محتوا له نامه مالومېږي نو د چا چې غمجن شیان نه خوښېږي شاید بېخې یې له لوستلو تېر شي، که نوم ته پام وشي ښه به وي.
د کیسې انځورونه بېخې زیات دي، که لږ لنډ وای یا په یوه زمان یا مکان کې وای ډېر به ښه و د دومره بېلابېلو کریکټرونو او وختونو راټولول به په لنډه کیسه کې لږ ستونزمن وي.
بل خوا په کیسه کې منطق ډېر مهم دی، دا جلکۍ ولې نه غواړي واده وکړي؟ دا چې نه ودېدو ته دومره خوښېږي ولې؟ یو دلیل باید وي چې لوستونکی قناعت وکړي، بل خوا چې پلار لور ته وایي جګه شه سبا دي واده دی خوشالي وکړه! ایا زموږ په ټولنه کې داسي ده؟ دا باید د خلکو له خبرو او فکر سره لږ برابر وای.
بله دا چې وخت باید لږ مطرح وای دلته له کوژدې تر واده ډېر وخت وي په دومره وخت کې څه خبر نه وه ، ټوله ناراضي او بېرته رضایت په یوه یو نیمه ورځ کې برابر شول، هرڅه تصادفي او عاجل دي چې په واقعي ژوند کې نه پېښېږي په لنډه کیسه کې خو بېخې نه شي کېدلای.
بل په پښتنه ټولنه کې چې یوه نجلۍ د چا په نوم شوه بېرته نه راګرځوول کېږي او نه یې راګرځوي، څوک چې په دغسې یوه ټولنه کې ژوند کوي هغوی شاید هیڅ باور پرې و نه کړي.نومونه ورته ښه انتخاب شوي ځکه تر ډېره پښتو دي. نوره کیسه ښه وه او د لا نورو ښو کیسو په په هیله یې.
شبانې پوپلزۍ ته د ټولو نظریاتو خوند ورکړی و او د دوی د خبرو په تایید یې وویل:
زما هم همدا نظر دی، ما چې عنوان ولید پوهه شوم چې کیسه به غمجنه وي. که کیسې ته داسې نوم انتخاب شي چې تلوسه ولري او لنډ وي حتا یوه کلمه وي ښه به وي. دا کیسه یو ډول زموږ په منفي دود انتقاد کوي نو ځکه په داسې کیسو کې چې پر کلتور نیوکه وي رواجونه باید لا دقیق انځور شي. په افغانستان کې د واده په ورځ پښمانه کېدل ډېر سخته او غیر طبیعي کار دی.
ګلالۍ مومند خوشاله وه چې بهیروالي یې په سختو حالاتو کې خپلې هڅې نه پرېږدي او لا هم لیکل کوي، دې وویل:زه نن ډېر ویاړم شکیبا جاني ته ډېره مبارکي وایم. کوښښ کول پخپله لویه خبره ده، موږ نن ستا کیسه ولوسته بېلابېل نظرونه و. ځینو خبرو ته پخپله د چا نه ور فکر کېږي ما پخپله چې دا نظرونه واورېدل ما دې کیسې ته بل ډول کتلي و زه د صحني تر اغېز لاندې راغلې وم دومره سخت حالت چې پر یوې ښځې تېرېږي ما په څو لنډو جملو کې حس کړ که کیسه لږ اوږده وای ممکن تاثیر یې لا ډېر وای.
شکیبا نادري د ټولو له نظریاتو وروسته د خپلې کیسې په اړه وویل:
د کیسې اوږدېدل او بهیروالي چې وایي ځینې انځورونه باید منطقي تسلسل ولري او اوږده شي علت یې دا دی چې ډېر داسې کسان شته چې که اوږد متن وګوري اصلا یې لولي نه نو په همدې خاطر چې موږ خپل مشکلات تر خلکو ورسو ښه دا ده چې دومره یوڅه ولیکو چې که لنډ هم وي تر خلکو ورسېږي او ویې لولي.
زه متظره وم چې څوک به ووایي د دې نجلۍ د واده نه کولو علت څه دی؟ هرڅه په کیسه کې نه شو بیانولای او نه راټولېږي، زموږ په ټولنه کې ډېرې داسي نجونې شته چې ژر واده کول نه غواړي او علتونه یې هم زیات دي ځکه یې ما د یو خاص علت یادونه ضروري و نه بلله.
بیا یې له ټولو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د ټولو له نیکو او ښایسته نظرونو مننه ډېر څه مې زده کړل ځینو خبرو ته هیڅ متوجه نه وم او اوس مې ورته پام شو دا کره کتنه زما لپاره ګټوره وه او په نورو لیکونو کې به یې مراعات کوم.
له دې بحثه وروسته مشاعره پیل شوه چې لومړی سلګۍ غزل خپل نوی شعر دیکلمه کړ، ورپسې واورینې مومند خپل شعر ولوست او په پای کې میمونې کامران د پرلپسې لنډیو پر باران غونډه نوره هم رنګینه و تازه کړه.
غونډه د افغانستان پر وخت لس بجې او یو دېرش دقیقې د بهیروالو پر خدای پاماني پای ته ورسېده.