جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبښکلا او پېچلتیا / اسدالله غضنفر

ښکلا او پېچلتیا / اسدالله غضنفر

خوشحال خټک فرمایي:

د پادشاه له سره لعل په ښکار کې پرېوت

چې شغلې یې ځلېدې تر بله اوره

ناګهانه د شپانه په لاس کې کښېوت

ژر و مور لره شپانه راوړ تر کوره

یو ګډوری یې په خونه کې عادت و

د ګډوري یې په غاړه کړ، اې وروره

هغه لعل د جوهري په نظر کښېوت

په بها یې ځنې یووړ په یوه توره

لک روپۍ د هغه لعل قدروقیمت و

نادیده عالم په توره ورکړ، ګوره

دا د سر په سترګو مه ګوره خوشحال ته

د باطن سترګې پیدا کړه ورته ګوره

دلته لولو چې لعل په یوه توره پلورل شوی دی. توره څه ته وایي؟ په کندز او ځینو نورو ځایونو کې هغه خلک چې د پښتو په لویدیځه لهجه خبرې کوي او څاروي ساتي، ( توره) مېږې ته وایي. دوی د مېږې د توروالي صفت د هغې د اسم لپاره راوړي. د خوشحال بابا په قطعه کې هم ( توره ) په اصل کې د صفت کلمه ده چې د موصوف ځای یې نیولی دی. د خوشحال بابا په زمانه کې روپۍ له سرو زرو، سپینو زرو او مسو جوړېدلې. طلايي سکې تر ټولو با ارزښته او مسي کم ارزښته وې. دغه سکې  د خپلو رنګونو په نومونو هم یایدلې: سرې، سپینې او تورې.

د خوشحال خټک په یوه غزل کې لولو:

یو مرغه په سرو ، په سپینو قیمت مومي

بل هزار حیله په توره پیسه پېري

له تورې پیسې منظور همدا کم ارزښته مسي سکې دي چې په افغانستان کې  تر ننه پورې( پول سیاه) ورته وایو.

 په تاریخ مرصع کې لولو: ( په هغه آوان کې زر روپۍ واجبي د یوسفزیو وې. پنځه تورې یا شپږ تورې به د کاله په سر یا د قلبې په سر په موافق د قسمت به په دوی ورتلې.)

       د کندوز مالدار( هغه چا ته چې په نور افغانستان کې کوچی وایو په شمال کې یې مالدار او د هیواد په ځينو جنوب ختیځو سمیو کې یې  پوونده بولو.) مېږې ته ځکه ( توره ) وایي چې ( مېږه) د دوی په چاپیریال کې ډېره لیدل کېږي او په ذهن کې یې حاضره ده، نو اشاره هم ورته کافي ده چې دوی مطلب ورنه واخلي. د خوشحال خټک په زمانه کې د یو ډول پیسې لپاره د تورې کلمه همدومره رسا وه لکه توره د مېږې په معنا د مالدارو لپاره.

  روپۍ چې د هند او پاکستان په شمول د څو ملکونو د پولي واحد نوم دی، د سانسکریت کلمه ده او د نقرې د سکې معنا لري. روپۍ په لومړي ځل د هند

 افغان امپراطور سوري شیرشاه ضرب کړه. شیرشاه مسي سکه چې ( دم) یادېده او د  سرو زرو سکه چې (مهر) یې بلله، هم ووهله. د سکو دغه درې ګوني سستم چې شیرشاه یې بنسټ کېښود، په راورسته پیړیو کې هم ادامه ومونده.

  خوشحال خټک په یوه قصیده کې  وایي:

خزانې د هندوستان دي راخورې شوې

 سره مهران دي ننوځي په کهسار

  د ګرامر په لحاظ د صفتونو یوه ځانګړنه دا ده چې اکثره یې د اسم ځای نیسي او د اسم کار ورکوي. مونږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پلانی څه کارکوي؟ ممکن ووایو: هیڅ نه کوي. دلته ( هیڅ) د ( هیڅ کار ) ځای ناستی دی او د صفت و موصوف په ځای مو یوازې صفت ( هیڅ) راوړی دی. خوشحال که ( توره ) د تورې پیسې په معنا استعمالوي، د ژبې عام خصوصیت دی  او په هغه وخت کې به خلک د شاعر په مقصد په اسانه پوهېدل، مګر د نن لوستونکی ممکن په اسانه ورباندې پوه نه شي.

  کله کله شاعر د کلام د تصویري کولو او ښایسته کولو لپاره د موصوف ځای صفت ته ورکوي او د کلام ښکلا ورسره زیاتوي. دغه صنعت ته چې زموږ د بدیع په دودیزو کتابونو کې نه دی معرفي شوی او پکار ده د بدیع په نویو کتابونو کې خبرې ورباندې وشي، (هنري صفت ) وایو. خوشحال خټک په کلاسیکو شاعرانو کې هغه کس دی چې هنري صفت ته یې نسبتا زیاته توجه کړې ده.

دی فرمایي:

  د بلندې په قامت باندې میین شوم

  هر چې لویې چارې کاندي هغه لوی شي

دلته ( بلنده) هنري صفت دی او د لوستونکي ذهن ته  د دنګې ونې نجلۍ دروي.

 د خوشحال بابا په غزلونو کې د هنري صفت څو نور مثالونه:

زه د مستې په پیزوان باندې میین یم

که د مخ کالي یې غوره غوټیالي دي

هم هغه دی همېشه ژوندون موندلی

چې د مستې د غمزې په تېغ شهید شه 

چې بوسې د جفاجویو  د خولې اخلې

ګوندې اخلې د یاغیانو قلنګونه

دا هم د خان بابا وینا ده:

نښتر ستا د قد سیالي ونه کړه دنګې!

د خوشحال بابا د ځینو بیتونو ښکلا او د ځینو نورو پېچلتیا له هغو صفتونو سره تعلق لري چې د اسمونو په ځای راغلي دي.

  هنري صفت چې د استعارې غوندې غیرمستقیم بیان دی، د خیال د پارولو، د  کلام د تصویري کولو او د ژبې د تازه کولو باعث ګرځي.

د ارواښاد  قلندر مومند په دغو دوو بیتونو کې هنري صفتونو ژبه تانده کړې او تصویري کړې ده:

 چې ستا له دره ارماني لاړمه

 مرجاني راغلې، زغفراني لاړمه

 تله راتله دواړه مو په خوښه نه دي

 پېزوانۍ راغلې، زنداني لاړمه ‌

 زما په ګومان، په هغو ژبو کې چې د پښتو غوندې یې  کلمې په مذکر او مونث وېشل کېږي، د هنري صفت ښکلا لا زیاته ده. ( بلند) فارسي کلمه ده خو د ( بلندې ) هنري صفت چې په پښتو کې کومه جلوه لري، په فارسي کې یې ممکن ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب