دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهيوه فرهنګپال د ننګرهار عامه کتابتون سره د زرو کتابونو مرسته وکړه

يوه فرهنګپال د ننګرهار عامه کتابتون سره د زرو کتابونو مرسته وکړه

تاند:( چار شنبه، د جدي دوه ويشتمه) د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ طالب چارواکي وايي، چې د غلام جیلاني په نوم يوه فرهنګپال د ننګرهار له عامه کتابتون سره د څه باندې زرو ټوکو کتابونو مرسته کړې ده.

دوی د دغو مرسته شويو کتابونو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو ويلي، چې دې ولايت په عامه کتابتون کې تر ۱۰ زره پورې بېلابېل کتابونه موجود دي.

‏یاد شوي فرهنګپال په داسې مهال له ننګرهار عامه کتابتون سره د زر ټوکه کتابونو مرسته کړې، چې د افغانستان په ګڼو نورو سيمو کې يو شمېر مشهورو لیکوالو د سختو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله خپل کتابونه ليلام کړي او ځینو حتا د څو سوه افغانیو په ارزښت کتاب د یوې ډوډۍ په بدل کې پلورلی.

د کتابونو د چاپ او سانسور په اړه هم په وروستيو کې طالبانو سخت قیودات وضع کړي، چې پر اقتصادي ناورين سربېره دا قیودات هم د ګڼو خپرندويه ټولنو او د کتاب اړوندو کاروبارونو د سقوط سبب شوی دی.

2 COMMENTS

  1. چی پکی قدری او خلاصه شته کنه؟
    کور یی آباد هر چا چی دا انسانی کار کړی وی. الله د خیر ورکړی.

  2. MY DEAR NANGARHAARY BROTHERS&SISTERS PLEASE ALWAYSE FALLOW YOUR STUDY.
    OUR KNOWLEDGE BECOME MORE INCREASE WITH STUDY,
    WE CAN MAKE STRONG OUR EDUCATION IN EACH ERYA.
    BY READING OF ONE BOOK YOU CAN TRANSFER KNOWLEDGE FROM ONE TO OTHER PERSON.
    PLESE REPLACE TANG TAKOR TO STUDY OF SCIENTIFIC BOOKS.

    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب