سه شنبه, مې 14, 2024
Home+لګښتونه څنګه را کم کړو ؟

لګښتونه څنګه را کم کړو ؟

څلورمه برخه:

لیکوال: امین ستانګزی

شپاړسم : له دولتي خدماتو څخه استفاده وکړئ .

شخصي سکتور زموږ او ستاسې په امکاناتو روان دی موږ ورته پیسې ورکوو او هغوی موږ ته خدمات وړاندې کوي که چیرته ستونزې لرئ او لګښتونه مو زیات وي نو له دولتي خدماتو استفاده وکړئ د بېلګې په ډول د کورنۍ غړي مو په شخصي ښوونځي کې درس وايي، نو معلومه خبره ده چې فیس به ورکوئ که چیرته غواړئ لګښتونه را کم کړئ نو په دولتي ښوونځي کې یې شامل کړئ ځکه په افغانستان کې د دولتي ښوونځي کې زده کړې وړیا دي همداسې که مخکې مو په شخصي روغتون کې تداوي کوله اوس په عامه او دولتي روغتونونو کې تداوي وکړئ او پدې سره لګښتونه را کم کړئ پدې برخه کې له دولتي دستګاوو ، ترانسپورت ، د ګازو او تیلو پمپونو او دولتي تصدیو استفاده د ډیرو لګښتونو د کنټرول سبب ګرځي .
په افغانستان کې ډیری دولتي خدمات ددې لپاره چې مشتریان پیدا کړي او یا هم ددې په خاطر چې عامو خلکو سره مرسته شوي او په اسانۍ خلک خدماتو ته لاس رسی ولري، خپل نرخونه کم ساتي یو برخه پکې دا هم راځي چې پدې سره دولتي دستګاه وې غښتلي کیږي او پدې سره دولت ته ډیر عواید لاسته راځي .
که چیرته د کتاب لوستنې علاقه لرئ او دومره پیسې نه لرئ، چې کتابونه پرې واخلئ نو له دولتي عامه کتابتونونو څخه استفاده وکړئ د خپې خوښې موضوعات پکې وپلټئ او له ځان سره یې یاداشت واخلئ همدارنګه که د کوم کتاب د اخیستلو توان نه لرئ ، په بیلا ، بیلو سایټونو کې په سافټ بڼه کتابونه ښکته کړئ او بیا یې مطالعه کړئ.
اوولسم : د ارزانه خدماتو پلټنه وکړئ او بیا ترې ګټه واخلئ.

په باید په یاد ولرو، چې زما موخه له ارزانه خدماتو بې کیفیته خدمات نه دي بلکې موخه مې داده ، چې د یو کیفیت لرونکي خدماتو کې له ارزانه خدماتو ګټه پورته کړو دلته یې یوه ساده بیلګه ذکر کووم که چیرته تاسې د ښار په یوه لوکس سوپر سټور کې یو څه رانیسئ حتمي خبره ده ، چې نرخونه به یې لوړ وي ځکه د هغه پلورنځي له کرایه رانیولې تر ورځنیو مصارفو ټول په همدې توکې کې په تا حسابیږي نو ځکه به یې بیه لوړه وي او بله خبره داده، چې د ستر پلورنځي مالک پوهیږي، چې دلته هغه خلک راځي چې اقتصاد یې ښه وي او د بیو په اړه چڼه نه وهي نو په همدې خاطر یې نرخونه لوړ ټاکلي وي که چیرته د ښار له بیلا، بیلو ځایونو معلومات ولرو نو همدا توکې په ارزانه بیه هم پیدا کولی شو او پدې سره لګښتونه راکمولی شو . دا اوس زموږ په ځیرکتیا پورې اړه لري، چې د خپلې اړتیا لپاره ارزانه توکي او خدمات پیدا کړو او استفاده ترې وکړو.
بل مثال یې په زده کړه ایز او تحصیلي برخه کې دی، که چیرته موږ یا مو د کورنۍ غړي په داسې یوه ښوونځي او پوهنتون کې وي چې فیسونه یې لوړ وي نو د کیفیت په نظر کې نیولو سره یې ارزانه لاره ولټوو او بل ځای انتخاب کړو .

اتلسم : د تخفیفونو پلټنه وکړئ.

ډیری ادارې او تولیداتي کارخونې د خپلو تولیداتو لپاره د یوې ځانګړې مودې لپاره تخفیف ورکوي که چیرته موږ دې برخې ته متوجه اوسو نو کولای شو چې ځېنې د اړتیا وړ توکې په تخفیف سره هم را ونیسو البته پخوانۍ خبره به مو په یاد وي چې د توکو رانیول به د یوې مخکې ځانګړې شوې اړتیا له مخې ترسره کوو ، په پلان به توکي رانیسو او د خپلې اړتیا مطابق به خریداري کوو .
که په زده کړه ایز او تحصیلي برخه کې متوجه شو هم لدې فرصت څخه ګټه اخیستلی شو هغه پدې مانا چې ځېنې تعلیمي او تحصیلي ادارې په بېلا ، بېلو وختونو کې ځانګړي تخفیفونه اعلانوي همدا فرصت باید وګورو او ترې استفاده وکړو.
همدارنګه د افغانستان په کلیوالي ساحو کې اکثره توکې په ارزانه بیه پیدا کیدای شي نو که چیرته د ځېنو توکو د رانیولو په خاطر کلیوالي توکو او محصولاتو څخه استفاده وکړئ نو په ښه بیه به یې ترلاسه کړئ لکه د غنمو ، وریژو ، لرګیو ، سبزیو او د تازه او وچو میوو ډیره برخه یې په کلیوالي ساحو کې په ارزانه بیه پیدا کیږي.
یا هم په داسې یوه ځای کې په کرایه کور کې اوسیږې چې کرایه یې لوړه ده نو ددې لپاره چې لګښتونه دې کنترول کړې، پکار ده چې د کمې کرایه لرونکی کور ونیسې اګر که لږ لرې وي او یو څو قدمه پیاده مزل دې وکړ خو پدې سره به په لګښتونو کې کموالی راغلی وي.
د لویو کورونو پر ځای د خپلې اړتیا سره سم واړه کورونه انتخاب کړئ تر څو یې کرایه کمه وي .

نولسم : د نویو عایداتو په لټه کې شئ.

مشهوره خبره ده که دې دنده اړتیا نه پوره کوي مه یې کوه یانې پدې مانا چې هغه دنده او کار کې چې ستا لګښتونه نه شي پوره کولی او ورځ تر بلې قرضداره کیږې نو لازمه ده ، چې د یوې بلې دندې او کار پلټنه وکړئ او د ډیر عاید لرونکي دنده او کار پیدا کړئ.
یوازې دا خبره نه ده ، چې موږ دې لګښتونه را کم کړو ددې لپاره یوه ښه لاره دا هم ده ، چې د نویو عایداتو او پیسو لپاره خپله هم لاس او پښې ووهو که چیرته کوشش وکړو، چې په میاشتني معاش او عاید کې زیاتوالی راولو نو د لګښتونو په برخه کې ګټور ثابتیږي البته دا پدې مانا نه چې لګښتونه به ورسره کنترول شي بلکې پدې مانا چې زموږ د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره به د عایداتو نوې لارې ومومو او لا ډیرې پیسې زموږ لاس ته راشي.
که چیرته دنده لرئ او میاشتنی عایدات مو کم وي، له رسمیاتو وروسته د یوې بلې دندې او یا هم د یوه کوچني کاروبار لپاره فکر وکړئ که اړتیا وه او ادارې درسره ومنله د پیسو په مقابل کې د اضافه کار غوښتنه وکړئ، پدې سره د اضافه کارۍ کمې خو مهمې پیسې هم تاسې سره په ډیرو مواردو کې مرسته کولی شي.

شلم : د خپلې کورنۍ د غړو په لګښتونو کنترول ولرئ.

زموږ د عایداتو ټوله برخه زموږ په لاسونو نه مصرفیږي ، بلکې زموږ په لاسونو ګټل شوې روپۍ زموږ د کورنۍ د مختلفو غړو له لورې په مصرف رسول کیږي که موږ دکورنۍ مشر یو نو حتمي خبره ده ، چې اولادونه به مو مصارف لري او د خپلې اړتیا او ذوق له مخې به مصارف کوي که چیرته همدا د لګښتونو مدیریت په سمه توګه شوی وي او یا هم که چیرته امکان ولري تر څو د لګښتونو لپاره یو شخص وټاکل شي نو یې کنترول په اسانئ ترسره کیدای شي .
مخکې مو یادونه وکړه ، چې د کورنۍ غړي کولای شي زموږ د لګښتونو په کنترول کې راسره مرسته وکړي نو پکار ده چې د هغوی سره په ګډه د یوې سالمې کورنۍ او د کور د ټولو اړتیاوو په نظر کې نیولو سره لګښتونه وکړو تر څو سالمه او خوشحاله کورنۍ ولرو.

پایله:

پایله داده چې موږ د لګښتونو د کنترول مدیریت وکړو، په سمه توګه د خپلو اړتیاوو لومړیتوبونه په نښه کړو همدارنګه د پیسو د مدیریت په کولو سره د خپل ژوند د ورځنیو چارو د ښه پرمخ بیولو په پار د پلان له مخې خوشحاله او سالمه کورنۍ ولرو.
تر هر څه مهمه خبره داده ، چې موږ له لګښت کولو څخه مخکې څو ځل فکر وکړو ، لومړیتوبونه په نښه کړو ، د خپل بریالي مالي ژوند لپاره مسؤلانه ترتیبات ولرو او سپما وکړو ، خو سپما کول پدې مانا نه چې موږ سخت او تنګ دست ژوند وکړو او په خپل ځان ، کورنۍ او ملګرو باندې مصرف ونه کړو ، بلکې د بې ځایه او بې ترتیبه لګښتونو څخه مخنیوی وکړو تر څو په راتلونکې کې د نورو له احتیاجه خلاص شو .
د خپل ځان لپاره د یو داسې لارې چې زموږ د سلامتیا او خوشحالۍ راز پکې نغښتی وي وټاکو همدارنګه موږ ته پکار ده چې په ټول ژوند کې اعتدال غوره کړو ، یو معتدل انسان هیڅکله زیات لګښت نه کوي او په اصطلاح له خپلې بړستنې سره پښې غځوي، دلته د شریعت لارښوونه هم همدا ده ، چې له اصراف څخه ځان وساتو او میانه رويي وکړو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب