موږ بختور یو چې په افغان ښځو کې د مېرمن پروین ملال په څېر داسې ملاله شاعره لرو چې هر شعر یې د دې ټولني د دردونو او محرمیتونو نمایندګي کوي ځکه خو ورته د درد ملکه ویل کیږي.
اغلې پروین ملال داسې شاعري کړې ده چې په هر شعر کې یې د افغانې ښځې او نجلۍ ژوند انځور او خوندي کړی دی. ما د مېرمن ملال ټوله شاعرې نه ده لوستې خو تر کومې اندازې چې مې لوستې ده دا ویلی شم چې د ملال په شعر کې د ښځې ږغ دی، درد دی، امید دی، اړتیاوې، هنر او ستونزې دي. د مېرمن ملال شاعري په پښتو ادب کې د ښځینه لیدلوري یو عالي مثال دی.
د مېرمن ملال د شاعرۍ بله ځانګړنه دا ده چې موږ ته د افغانې ښځې د ژوند کیسه کوي، له احساساتو یې موږ خبروي او د جهان بیني په هکله یې راته وايي. د دوی په شاعري کې موږ د یوې افغانې د کریکټر واقعي خصوصیات وینو.
مثلا، د پروین ملال په شعرونو کې د افغانې نجلۍ د حیا او پردې تصویر په حقیقي ډول وړاندې شوی او تر نورو رسیدلی دی.
((خدایه څنګه غسل وکړم بې پړوني؟
خدایه څنګه بې حجابه سم ستا ذات ته؟))
قدرمنه پروین ملال په خپلې شاعرۍ کې د ښځو د احساساتو ظرافتونو ته متوجه ده. دې حسي او جمالیاتي ذوق په داسې شکل پاللی چې خلک یې هنر ته ګوته په غاښ پاته کیږي. زموږ ټولنه د دردونو ټولنه ده او همدغه درد د مېرمن ملال په شاعرۍ کې وینو. د مېرمن ملال په شعرونو کې د افغاني ټولنې دقیق انعکاس راته وايي چې له وطن او ولس سره یې عاطفي اړیکه څومره ژوره ده. دوی ډېر کله د ژوند غمونه، محرومیتونه په داسې شکل په خپل شعر کې راوړي چې واقعا د یادولو وړ دي.
د دوی شعرونه دا هم راته وايي چې مېرمن ملال په ژوند، رنګونو او په خلکو مئینه ده. مېرمن ملال په ډېر ښایسته شکل د پښتنو ښځو تر منځ دودونو او د هغوی د خوښیو ورځو ته هم په خپلو شعرونو کې ځای ورکړی دی. مېرمن ملال د درد د انځور تر څنګ د پښتنو ښځو خوشحالي هم نه ده هېره کړې. مثلا په لاندې شعر کې، د شعر راوۍ د پیغلو په منځ کې ناسته ده او د برات د شپې د لمانځلو له احساساتو مو خبروي . د برات شپه د پښتنو په کلتور کې خپل خاص ځای لري. معمولا ښځې او پېغلي سره را ټولیږي، فالونه اچوي او سندرې وایي.
کوم چې پېغلي په منګي فال اچوي هغه دا ډول: یوه اته کلنه یا لس کلنه نجلۍ کښېنوي. د ناوې غوندې سینګار ورته وکړي او یو منګی چې په ډول، ډول رنګونو ښایسته شوی وي د هغې مخې ته یې کېږدي. فال کتونکې پېغلي او مېرمنې د خپلو ګڼو څخه یو یو شی لکه ګوتمۍ، غاړګۍ، وښی او داسي نور د فال د پاره غوره کړي او منګي ته یې ورواچوي. په دغه وخت کې فال ته منسوبې لنډۍ او مسرې وایي او ناوې شوې نجلۍ د منګي څخه یوه، یوه ګڼه راباسي. دا رواجونه اوس هم په اکثره ولایتونو کې شته او ول.
مېرمن ملال یې په دې شعر کې په منظم ډول راته د برات کیسه کوي یوازې فال نه یادوي بلکې له مکمل براته راته وایي له هغه براته چې هم د ماشومانو او هم د مشرانو دی.
« د منګي فال
سپوږمۍ پوره شوه تر هلال ووته
د میاشتو، میاشتو بیا تر کال ووته
اسمان یې ښکل کړ بیا چینې، چینې شوه
هره چینه کې یې د نور رېښو لاسونه وکړه
ټوله لاسونه یې تر اسمان راتاو کړل
د اسمان غیږکې یې مهین، مهین مزلونه
وکړه
رود او ساحل به شپه، سپوږمۍ ښکلوي
سپوږمۍ به لولي د څپو پاڼو کې
د یوه کال مزلونه
په مزلونوکې رنګین خوبونه
د شعراو سازه څخه جوړ شورونه
اوبه د کاڼو په ټټر باندې لاسونه وهي
کاڼي یې غیږکې اخلي
بیا یې مزل، مزل پر مزلونو سپارې
وږمې نګهت د سارا
پر سیند اوغرونو سپارې
سپوږمۍ پوره شوه تر هلال ووته
میینه پیغله ترکمال ووته
د برات شپه ده ترجمال ووته
د رڼا، رنګ سره تر فال ووته
د برات شپه ده، (پنځلسی) دی نجلۍ
منګي سینګار وکړ زلمی دی نجلۍ
د دالان مینځ کې لکه شپول د سپوږمۍ
نجونې راټولي شوی چي فال وګوري
ګېڼو کې رنګ، د بوډۍ ټال وګورې
انګړ کې تاو را تاو سندرې ناڅي
څه د خوښۍ څه د دردونو ناڅي
په رڼاګانو کې رانغښي لوګي
لکه د ړنګو بنګو نجونو،
سپین لاسونه ناڅي
خو زموږ ستوري د اسمان سیند ته لویدلې
نجلۍ
د اسمان سیند کې مو تیارې بهیږي
د منګې فال وباسه
داسي یو فال »
مېرمن ملال نه یوازې یوه ښه شاعره ده بلکې یوه ښه تحقیق کوونکې او د لنډې کیسې پیاوړې لیکواله هم ده. مېرمن ملال چي څومره په غزل برلاسې ده هم دا ډول په ازاد شعر یا نظم کې هم کمال کوي. د ” سفر“ په نوم دا ازاد نظم وګورئ.
” په الوتکه کي
څنګ ناستي مسافري
راڅه وپوښتله
لکه چي څوک دي نسته
داسي یوازي
په سفر چي درومې؟
ما ویل نه!
یو وخت داسي نه وو
داسي یوازي نه وم
هغه
په داسي سفر ولاړ
چي بیا راستون نه سولو”
دا هم یوه بله بېلګه چې له افغانو ښځو سره په ټولنه کي د نارینه د جبر ښه مثال کېدی شي. ستۍ په کندهار کې هغه نجلۍ ته ویل کیږي چې د پلار په کور جبرا زړه شي او هیڅ واده ونکړي.
د پروین ملال یو شاهکار نظم همدا د ستۍ د بد رواج کیسه راته کوي.
« موسم د مینې او ودونو راغلی
وږمې سندرې سر کړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لیمو لار جوړوي
د اوږده ژمې د تلنګ وریځ یې څیرې کړله
نریو وړانګو د لمر د بوډۍ ټال کې د رنګونو
ټالۍ وهلې
زموږ د کور د برنډې په چت
چوغکو کور جوړ کړی
شور د چیچیانو یې د ژوند ترانه ویښه کړله
د کلي ټولي رمې لنګې شولې
سپینو شیدو یې د کوچۍ د نغري څوکې ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مې
اوس په مسجد کې د الف د قد صراط لولي
لویې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تیره شپه یې د نکریزو شپه وه
زما همزولې ((غوټۍ))سږ کال د میړه سره و حج ته درومې
زموږ د بزګر دویمه لور( تورپیکۍ))
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کې د ښار میلو ته ولاړه
د دیوال هغي خواته زما د تره کور دی
د الماسي ویالې په خوا کې دشاتوت د زړې ونې لاندي
زما د ترله (شیرینو))
د زوی دپاره د شاتوت څانګو کې ښکلې زانګو جوړوي
پرون د پلار کره په شپو راغلې
زه د دالان په تیاره کونج کې ناسته
زما نجلیتوب زما پیغلتوب
د دې دالان تر درشل
د دې دالان په حد کې
نه مې سینګار نه اینه
نه د پاولو کنهار
نه د بنګړو شرنګهار
زما د ورځو په مهراب کې زما د خال ملا امام
سجده کړې نه ده
زما د باړخو په ګلابي پاڼه کې
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ویښتانو شپې شوې
د سپینو تورو ډکې
زما د کوڅو کهکشانوتر شمار وتلې
سنت او فرض مې دي د نه په حد کې
د تهجد د سجدو اجر مې په باج کې
لکه زما دځوانۍ فوج د وخت تللي تاراج کې تللی
زه یم ستۍ ستۍ
زه د بابا زه د نیکه د غور نیکه دستر نیکه
ان تر ادمه پوري
دمځکې زر او پېسو»