پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبلنډه کیسهانځورګل (ليکوال : نورمحمد لاهو)

انځورګل (ليکوال : نورمحمد لاهو)

دانځرګل ټولې غوښې ټكيدلې وې، هغه غټ ګردی مخ يي نيم نه و پاتې، سترګې يې دمخ كاسه كي ښكته ننو تې او نرۍ پزه  ېې راوتلي وه ، لاسونه او پښې ېې دوچو لرګيو په څير بي روحه او كرخت و. لمرونوېي رنګ تور اړولي و دوه غټ بكسونه ورسره و اودكلي په نري غځيدلې لاره ېې ستړي ګامونه اخيستل

كله چي په كلا ننوت ګوري چي د چوتري مخي ته يو اوه كلن ماشوم په خاور ككړ پكړ ناست دي او له ځانه سره لوبي كوي
ده خپل دوه لو ي پلاستيكي بكسونه كيښودل او ماشوم ته يي حيران حيران وكتل له ځانه سره ېې وويل داماشوم دلته څه كوي؟

ماشوم دده په ليدو سره كوټي ته منډ ه كړه، انځرګل شاوخوا وكتل هيڅ څوك په نظرورنغلل ،بكسونه يي پورته كړل چي كوټي ته ننوزي بيرته پښه نيولي شو، په همدي ساعت كي يوه بوډۍ راووته او له ليري يي ناري كړې: :شكر خدايه زوي مي راغي
انځرګل چي كله كوټې ته ننو ت شيبه وروسته هماغه ماشوم چي پرتوګ ېې ځان كي نه و ، راننوت اود كوټي په كنج كي غلي كيناست او په لمنې خپلي لوڅې پښـې پټې كړې ، بوډۍ غږ كړ: انځرګله دادې زوي دي
انځرګل ددي خبري په اوريدو سره ټكان وخوړ په منډه پاڅيد په ماشوم يي غيږ چاپيره كړه او دهغه په سپيره مخ يي خپلي وچي شونډې وموښلې.

انځرګل اته كاله له كوره ليري مسافرو ، دواده په شپږمه دوبۍ ته تللي و، په واده كې ځمكه ګرو او شپږ لكه افغانۍ پوروړي شوي و ، دولور د پيسو دخلاصولو د پاره  يي دومره كلونه ليري تير كړي وو
دی په خپلې كليوالي شيرينې باندي مين و نو د خپلي ميني د خپلولو دپاره مجبوره شو چي دا هر څه په ځان ومني
مور يي څوو ځله ورته ويلي و چي له شيريني، لاس واخلي مورې داهم ورته ويلي و چي موږ غريبانان يو خپلي سبا بيګا ته حيران يو
د شيريني پلار پينځه لكه افغانۍ ولور غواړي خو انځرګل چيرته تاب راووړ ، په كومه ورځ   به يي چې شيرينه دبام له سره ونه ليده  تربيګاه په پوله او پټيو ليوني ګرځيده.

خونن يي چي هرڅه داخوا او هغه خوا وكتل په خپلي شيريني يي نظر ونه لګيده  ،زړه يي كم طاقته شو مورته يي غږكړ چي شيرينه چيري ده؟ هغي ورته وويل چي دګاونډي كره تللې اوس به راشي ته داچاي وخوره چي ستړيا دې ليرې شي
******
مازديګرانځرګل ديوه قبرڅنګ ته ولاړو ، بوډۍ وويل : انځرګله ، شيرينه په اولاد مړه شوه،
انځرګل دشيرينې دقبر په خاورو سر كيښود.

بوډۍ چي ماشوم يي غيږ كي و سترګي يي پټي نيولي وې  شونډې ېې رپيدې ، دشيرينې اونورو مړو روح ته ېې  دعاګانې كولې
له ځنډ وروسته يي سترګې خلاصۍ كړې ګوري د قبر خاوره په وينو سره شوي وه،

انځرګل دواده په شپه دشيرينې په غوږ كې ويلي و چې ( زوي به راوړې)
هغي ورته په حياناك انداز مسلي و  او ددي خبري ځواب يي نه و وركړي
خو كله چي انځرګل دوبۍ ته ، ته نو له مخه ښي مخكي ېې ورته ويلي ووغواړم د واده د شپې د پوښتنې ځواب دې اوس دركړم ، انځرګل يي خولي ته نژدې شوي و او هغي ورته ويلي و زوي خوبه درته راوړم خو هسې نه چي    هغه يووخت بياخپل پلار ونه پيژني

۱۸.۱۱.۲۰۰۷   نورمحمد لاهو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب