جمعه, اپریل 19, 2024
Homeروغتیاد سټرس دکنټرول لپاره څو سپارښتنې

د سټرس دکنټرول لپاره څو سپارښتنې

څیړونکي وايي ځينې وخت د سټرس مخه نه شو نیولای خو تاسو کولاي شئ په ساده طریقو له خپل ژونده سټرس او رواني فشار لیرې کړئ که سټرس ستاسو په ژوند کې برلاسه شي ستاسو جسمي او رواني روغتیا هم ګواښلاي شي.

 هیلث نیوز راپور ورکوي ډاکټران سپارښتنه کوي چې سالم خوراکي رژیم ولرئ، ډیر ورزش وکړئ او سیګریټ هم مه څکوئ، نورو ته دا اجازه مه ورکوئ چې له تاسو بې ځایه تمې – غوښتنې او هیلې ولري، د (نه) ویلو چل زده کړئ او  له دې چې په خپلو پښو ودریږئ مه ډاریږئ، هره ورځ یو ځانګړی وخت استراحت ته بیل کړئ.

 له ځآنه هم واقع بینانه تمې او موخې ولرئ خو په دې هم پوه شئ چې دهر شي د کنټرول وس هم نه لرئ، دقت وکړئ چې کوم شی ستاسو په ژوندکې سټرس راپیداکوي که کولاي شئ هغه له خپل ژونده لیرې کړئ او دا زده کړئ چې څنګه دسټرس دپیدا کیدا نورعوامل هم له منځه یوسئ او هغه کنټرول کړئ او بالاخره دا چې هغه کارونه تل په یاد ساتئ او په زړه کوئ ېې چې تاسو ته ېې بریالیتوب در په برخه کړی وي.

ډآکټر سباوون ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب