پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+له سیګریټو سره دمبارزې ګټه

له سیګریټو سره دمبارزې ګټه

تاند- د امریکا په کلیفورنیا ایلات کې له سیګریټوسره د مبارزې یوکمپاین د دې ښودنه کوي چې په روغتیایي برخې  کې ېې ۸۶ میلیارډ دالره سپما کړې ده.

 د رویټیرز خبرې آژانس له راپور سره سم امریکايی څیړاند وايي چې د دغه کمپاین په لومړیو پنځلسو میاشتو کې ېې د امریکا روغتیایي برخې ته ۸۶ میلیارډ ګټه رسولې ده د دغو شمیرونو په اساس دغه پيسې د هغو ۱،۸ میلیارډ ډالره ۵۰ برابره کیږي چې د کلیفورنیا ایالت ېې په دغو برخې کې لګوي.

 د کلیفورنیا په پوهنتون کې د دخانیاتو د کنټرول لپاره د مرکز مشر سټانټون ګلانټز وايي د دغه پروګرام ګټه ډيره ژر ترلاسه شوه او دا ډيرې زیاتې پيسې دي.

 دغه پروګرام د نور هغو په اپوټه چې پرځوانانو تمرکز کوي د کلیفورنیا پروګرام په لویانو کې د دخانیاتو پر کنټرول تمرکز لري او په رسندويي برخه کې د پراخو تبلیغاتو او په عمومي سیاستونو کې د بدلون په اساس برابر شو دی د مثال په توګه هڅه شوې خلک دې ته وهڅول شي چې خپل چاپیریال د سیګریټو له لوګیو  خلاص کړي.

 ګلانټز د دې څيړنې د نتیجو په هکله چې د pols medicine په نشرې کې خپرې شوي دي وايي:

 کله چې لویان د سیګریټو څکول پریږدي نوپه یوه یا دو کلونو کې ېې سمدستي ګټې  څیرګندیږي او ښایي دغه کس د زړه په ناورغیو او د سږو په سرطان اخته نه شي. د دغه راپور په اساس دغه کمپاین له ۱۹۸۹ نر۲۰۰۴ کلونو پورې د ۳،۶ ملیارډ قوطی سګریټو د پلور مخه ونیوله چې د سیګریټو د صنعت لپاره۹،۲ ملیارډ ډالره ارزښت لري.

که دغه کار او کمپاین ته توجه وکړو نو د سیګریټو په ورانونکو اغیز  پوهیدالي شو غوره ده چې د افغانستان د عامې روغیا وزرات هم په دې برخه کې توجه وکړي او کله چې څوک سیګریټ څکوي د هغه پیسې هم د افغانستان سرمایه وبولی او په رسندویو کې ورته پراخ تبلیغات پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب