پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېناسمه ترجماني ،څومره ستونزې زېږوي؟

ناسمه ترجماني ،څومره ستونزې زېږوي؟

کله چې د امريکاپه مشرۍ د ائتلاف يا دناټو ځواکونه غواړي له افغان کليوالو سره خبرې وکړي، دوى په قراردادي ترجمانانو اتکا کوي. خو په افغانستان کې په بېلابېلو علتونو لکه له لهجو يا دود سره د نااشنايي له کبله ترجمانان د نړيوالو ځواکونو هڅو ته تاوان پېښوي اويا حتى د قومي او ژبنيو تعصبونو له مخې ترجمانان د خلکو د خبرو په ژباړلو کې خپل غرض شاملوي.

د ترجمانانو دا ډول ستونزې د عامو افغانانو د زړونو د خپلولو لپاره د امريکا اوناټو قواوو هلوځلو ته تاوان پېښوي.

     × × × × × × ×

د ناټو تر قوماندې لاندې ځواکونو يو افغان ترجمان زلمى زرمتى د ځينوترجمانانو په غلطو ژباړو په قار دى او ډېر مثالونه لري چې وايي ترجمانانو حقايق تحريف کړي دي.

هغه په عين حال کې وايي چې ځينې ترجمانان د خلکو په ژبه سم نه پوهېږي. دى دمثال په توګه وايي چې که د شمال دري ژبى دجنوب پښتني سيموته واستول شي يا د دې برعکس نوطبيعي ده چې مشکلات پېښوي.

جان مک هوګ يوفلم جوړوونکى دى چې مستندفلم يې (لاست اين ترانسلېشن افغانستان) سږ دوبى ګاردين ورځپاڼې په انترنت کې خپورکړ.

په دې فلم کې ښودل کېږي چې د امريکايي ځواکونو د دري ژبي ترجمان سر د سيمې د خلکو په وزيرۍ لهجه نه خلاصېږي او په نتيجه کې يې د امريکايانو او کليوالوت رمنځ جنجال پيدا کېږي.

قومي مشران د امريکايي عسکرو پوښتنوته په خپل کلي کې د امنيت د نشتوالي او د طالبانوله لوري دوى ته د ورپېښ خطر په باب اوږد ځواب وايي چې عموماً له پاکستان څخه وراوړي.خو ترجمان نه شي کولى د دوى خبرې وژباړي :

زرمتى هم وايي چې دناټودپوځي عملياتوپه ترڅ کې ډېر سوتفامونه د بدو ترجمانيو له امله پېښېږي.

ښاغلى زرمتى يومورد ته اشاره کوي چې نژدې وو ،ترجمان يوشمېر کوچيان په بهرنيو ځواکونو ووژني. هغه وايي د ناټو پوځيانو د کوچيانو کيږديو ته ګوته ونيوله اوله خپل ترجمانه يې وپوښتل چې دا څوک دي؟ هغه ورته وويل چې ټول طالبان دي. ښاغلى زرمتى زياتوي:

د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو او ناټو د قواوو مقاماتو ازادۍ راډيو ته په خپلو شخصي څرګندونوکې ويلي چې غيردقيقه ترجمه زموږ عسکرو ته، هم د جګړې په ميدان کې اوهم په عادي وختونو کې له افغانان کليوالو سره د خبروپه وخت ستونزې پېښوي.

د امريکا د پوځ لپاره د پښتو اودري د داسي ترجمانانو موندل چې د پينتاګون امنيتي شرايط پوره کړي، سخت کاردى.

د نړيوالو بحرانونو د ډلې مرستيال رئيس نيک ګرانو ازادۍ راډيوته وويل ښه ترجمان په هوايي بمباريوکې د ملکيانو د مرګ ژوبلو په مخنيوي کې مرسته کولى شي:

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لپاره يوه لويه ستونزه په مجموع کې د دود- دستور د پوهېدو مسئله ده. دا مسئله له پخوا راروانه ده. له هغو لومړنيو وختو چې  په ٢٠٠١ او٢٠٠٢ کې نړيوالو په افغانستان کې عمليات پيل کړل. هغه مهال چې ادعاوې وشوې چې د شمال ائتلاف يا جګړه ماران د خپلو هدفونو لپاره نړيوال ځواکونه استعمالوي او خپل هغه سياسي مخالفان يې ورباندې وځپل چې د نړيوالو ځواکونو هلوځلو ته يې خطر نه پېښاوۀ.

ښاغلى زرمتى وايي چې په وروستيو درو کلونوکې دناټو اوائتلاف د ځواکونود ترجمانانو د کارپه کيفيت کې يوڅه ښه والى راغلى دى خولا هم د نړيوالو ځواکونو ځينې ترجمانان په سيمه ييزو لهجو نه پوهېږي .زرمتى وايي چې ځينې ترجمانان بهرنيو ځواکونو ته ترګټې تاوان ډېرپېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب