یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+د ادبیاتو دنیا | حفیظ الله بشارت

د ادبیاتو دنیا | حفیظ الله بشارت

موږ اکثره ادبي اصطلاحات او تیورۍ له نورو راپور کړې. ډېرې کمې يې خپلې لرو، خو هغه ته هم تراوسه له پخوانیو عینکو ورګورو.

د ادب پوهنځي زده‌کړیالان چې انتقادي فکر نه شي خپلولی، یوازینی علت یې د نویو نظریو او افکارو نه زده کړه ده.

که څه هم د نوي څه پیدا کول او خپلول زیات رېسک غواړي خو له دې سره سره د استاد غضنفر دې خبرې ته پام پکار دی چې: “دا امکان شته چې هغه څه ناسم وي چې موږ يې د کشف ادعا لرو خو د شويو خبرو تر بیا کولو به ځکه بهتره وي چې علمي بحث ته زمینه برابروي”.

زموږ د ادبیاتو درسي بهیر لا هم د ملایانو د وعظونو په شان په زړو لارو کې د نوي څه نه لرلو سره برابر دی.

وایي: “نوي څه نه لرل او نه ویل سره یو شان دي”.

څه وخت مخکې مې يو ملګري راته ويل چې کاش! دا زموږ استادان خو نور له زړو نظریو سره صنف ته نه راتللی. وېل یو له وعظونو په توره تېښته یم، بل مې د ادب د استادانو سولېدلو خبرو زړه راوهلی.

ما ورته د استادانه یوټیوب چينل چې د استاد غضنفر او استاد منلي د راډيويي ادبي قاموس شوي بحثونه پکې خپرېدل، ادرس ورکړ. د هر بحث له اورېدو وروسته به يې ضرور مسېج راکولو، وېل ايله دې ته اړ شوم چې یو څه راسره نوټ کړم.

له ښه مرغه د دې بحثونه کتابي بڼه د دوهم وار لپاره مازیګر خپرندويه ټولنې چاپ کړه. زه د روژې له پیله تر ننه ورسره په بحث لګیا وم. نن یې له لوستلو بلآخره وزګار شوم.

دا بحثونه چې د دوه درې کاله په موده کې له ازادي راډیو په هفته کې یو ځل خپرېدل، د “ادبياتو دنیا” په نوم يې کتابي بڼه دا دي دوه ځله چاپ او خپره شوه.
د ادبیاتو دنیا کتاب کې راټول بحثونه یوازې له دې اړخه نه دي عالي چې نوي دي، بلکې ځينې هغه ادبي نظريې چې موږ او حتی استادان يې هم په پېژندنه کې تر ننه غلط روان وو، له نويو زاویو ورکتل شوي دي.

کتاب د هنر په بحث پیل او د راډيويي ادبي قاموس په اړه له ډاکتر محب زغم او استاد منلي سره په وړه مرکه پای ته رسېږي.

د هنر په اړه شوی بحث مو په دې پوهوي چې د هنر د ایجاد لپاره یوازې طبیعت کفایت نه کوي او ښکلا یوازې تر شیانو نه ده محدوده: “د هنر د ایجادولو لپاره، د ښکلا د ایجادولو لپاره یوازې طبیعت کافي نه دی. له دې سره باید له یو بل عنصر یعنې د انسان فردیت، عقل او احساسات یو ځای شي، هاله بیا ښکلا ترې نه جوړېږي. ښکلا په شیانو کې نه ده، ښکلا په هغه فکر کې ده چې شیانو ته ګوري”.

د کرکټرایزېشن بحث د هغه داستان نوېسو لپاره هم ډېر څه لري، چې ځان ورته په دې برخه کې استادان ښکاري. دا بحث راته وايي چې په کیسه کې که د یو کرکټر حتی یو صفت هم بدلوو، د هغه لپاره باید ډېر قوي دلایل ولرو: “کله چې د چا کیسه کوو، د کیسې په اوږدو کې بايد دغه کس خپل هویت وساتي. که په صفاتو کې یې تغیر راځي، د هغې لپاره باید یو قوي دلیل ولرو او دا قوي دلیل به يې هم يو يا دوه صفته بدلوي، ټول صفات به يې نه بدلوي. لنډه دا چې د کیسې اتل او کرکټر باید یوه رواني متره ولري. د واقعي انسان په صفت باید دی یو ثبات ولري، فکري ثبات او د شخصیت ثبات ولري”.

د کره کتنې بحث چې اوس وخت کې یې زموږ د بې منطقه نقادانو لپاره لوستل ډېر اړین دي، راته وايي چې نقدونه باید د تقريظونو غوندې سراسر ستاینې نه وي او نه باید دومره د يو اثر له غندنو ډک وي چې له کرښې کرښې يې د عقدې بوی لټېږي.

د ښکلا اړوند بحث يې بيا زما لپاره تر نورو بحثونو څو چنده خوندور تمام شو. دا بحث راته وايي چې یو شی هېڅکله په خپل ذات کې او د يو سړي له نظره ښکلی نه حسابېږي. ښکلا هغه وخت پيدا کوي چې څو کسان پرې راټول شي او ټول ووايي چې دا شی ښکلی دی. په ټوله کې ښکلی شی باید یو اجتماعي ارزښت ولري.

د ماشوم ادب بحث مو په دې پوهوي چې د ماشوم په ادب کې هغه څه ته باید تر نورو ډېر ارزښت ورکړل شي، له کوم شي سره چې د ماشوم دلچسپي زیاته وي. مثلاً: د ماشوم ادب له دې سره دلچسپي نه لري چې ټولنه څنګه ده، خو له دې سره یې دلچسپي زیاته ده چې ټولنه باید څنګه وي. یعنې د لويانو تر ادب د ماشوم په ادب کې تربیتي نقش جوت دی.

دا کتاب له دې بحثونه ور هاخوا په ادبي مکتبونو لکه، فیمینیزم، سټرکچرلېزم، فورملېزم، مودرنېزم او پوست مودرنېزم، سورریالېزم، رومانتېزم… همداراز په ځينو نویو ادبي اصطلاحاتو او نظریو، شعري فورمونو، ژبه او د ژبپوهنې اړوند په ځينو ګټورو موضوعاتو خوندور بحثونه په خپل وېړ ځان کې لري.

د دې بحثونو یو عمده ښه والی دا هم دی چې د ځواب ویونکي ګونګو خبرو ته مرکه کوونکی تر هغې هم ښه او اسانه تشرېح ورکوي.

که څه هم د دې کتاب کې د نثر خوږوالی کم دی، خو لوستونکی پکې سکته ګي ځکه نه احساسوي چې د دواړو استادانو خبرې کټ مټ ټايپ شوي دي.

په کتاب کې املايي تېروتنې هم کمې نه دي، خو یاد یې ځکه اړین نه بولم چې د نورو ځانګړنو په نسبت یې دا کمزورۍ د ذرې هومره اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...