دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهپه ژباړه کې بیړه/ غزانور غزا

په ژباړه کې بیړه/ غزانور غزا

ژباړه اسان کار نه دی، هرڅوک یې چې کوي ډېره حوصله به لري، خو که ژباړې ته څوک بې خوصلې شي، یا یې د مطلب خپرېدلو ته بیړه وي، ممکن د بیړې لامله ځینې اسانه جملې هم ناسمې وژباړي.

څو ورځې وړاندې مې د (پاکستان به په ۶ میاشتو کې نوي ترهګریز لوي ډګر شي) مطلب لوست. د سرلیک په ګډون مې داسې ډېرو کلمو ته پام شو چې لیکوال پکې املايي تېروتنې لري، لا یې هم د یوې او بلې کلمې ترمنځ واټن ته پام شوی نه دی. همدارنګه په دغه ژباړه کې ډېرې جملې وې، چې پښتو جوړښت یې سم نه و.

دغو نیمګړتیاوو ته په پام مې روسیه نن وېبپاڼه پرانستله، اصلي مطلب(Pakistan to become the new ‘major terror ground’ in just six months) ته لاړم. په ژباړه کې بلا ډېرې خبرې پیدا شوې، ښه مې وبلله چې ځینې پاراګرافونه په نښه کړم، اول یې پښتو ژباړه ور پسې د هغه انګریزي متن راوړم او بیا یې مناسبه ژباړه ولیکلم.

له مناسبې ژباړې زما مطلب دا نه دی چې د انګریزي هر ویوکی دې وژباړو، موخه مې دا ده چې د لیکوال مطلب تر وروستي ټکي سم ورسوو.

د دې ژباړې په یوه پاراګراف کې لولو:

روان کال د جون په ۱۵ مه د بلوچستان پلازمینه کویټه کې په هغه موټر بس کې چې یو شمیر زده کوونکې او وسله وال په کې سپاره وه ترهګریز ځان وژونکی برید وشو چې په پایله کې یي دوه درجنه مړي پرځاي پریښودل .

On June 15 this year, terror attacks including a suicide bombing of a bus filled with students and a gunfight in the city that left two dozen dead, hit the Baluchistan provincial capital of Quetta

پښتو ژباړه له انګریزي متن سره ډېر توپیر لري. ژباړن دوه تېروتنې کړې دي. په پورته انګریزي متن کې وسلوال په موټر کې سپاره نه دي. همدارنګه په پښتو کې موږ د درجن پر ځای لسګونه کاروو.

د متن مناسبه ژباړه:

د روان کال د جون پر ۱۵ د بلوچستان مرکز کوټه کې له زده کوونکو پر ډک بس د ځانمرکي برید او په ښار کې د وسلوالې نښتې په ګډون په ترهګریزو بریدونو کې نږدې شل کسان ووژل شول.

په پورته انګریزي متن کې هم املايي ستونزه شته او خبره هغسې هم نه ده لکه لیکوال یې چې کوي. بلوچستان مرکز نه دی، بلکې کوټه مرکز ده. همدارنګه په نجونو وسله وال برید شوی وو، وروسته چې روغتون ته وړل کېدلې ځانمرګی پرې وشو، خو زموږ کار چې له ژباړې سره دی، خپلې خبرې ته راځو، د دې ژباړې بله برخه لولو:

په دې توګه د ګوادر بندر او د هغې څخه غزیدلي لویه لار ( کی کی اچ ) چین ، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته په یو سوداګریز دهلیز اوړي . دلته به د انرژۍ ، د لیږد د وسایلواو صنعت یو مرکز پرانستل شي او دا به د عربو د بحیري څخه چین او د منځنۍ اسیا بډایه هېوادونو ته یوه مخامخ او اقتصادي لاره وي.

د پورتني پاراګراف انګریزي متن:

This will turn Gwadar Port and the KKH into a trade corridor for China and other Central Asians countries and create in Gwadar an energy, transport, and industrial hub providing direct and economical access to the Arabian Sea for both China and resource-rich Central Asian states.

په پورته متن کې لیکوال وايي:( ګوادر بندر او کې کې اېچ لویه لار) خو ژباړن وايي، چې کې کې اېچ له ګوادر غځېدلې ده. همدارنګه لیکوال وایي، د منځنۍ اسیا هیوادونه او چین به د ګوادر له لارې عرب سمندرګي ته نېغ او اقتصادي لاسرسی ولري، خو ژباړن خبره سرچپه لیکلې ده.

مناسبه ژباړه: دا به چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ګوادر بندر او کې کې اېچ په سوداګري لار بدل کړي، په ګوادر کې به د انرژۍ، ټرانسپورټ او صنعت قطب جوړ شي، چې عرب سمندرګي ته د منځنۍ اسیا د بډایه زېرمه هیوادونو او چین نېغ او اقتصادي لاسرسی برابروي.

په بل پاراګراف کې لیکي:

د چین د رسمې ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د رپوټ له مخې د جولاي په لمړیو کې د ایغور د مسلمانانو له ډلي څخه ممتې الېلي په سینکیانګ کې ونیول شو . په هغه باندي د اوسنیو ترهګریزوکړنو او ښورښونو د څپو د راپورته کولو تور پوري دی

China’s official daily, Global Times, reported in early July that a Muslim Uyghur from Xinjiang, Memeti Alili was arrested in Xinjiang during the new wave of terrorist acts and riots.

د لیکوال مطلب دا نه دی چې دغه ایغوری د جولای په لومړیو کې ونیول شو، بلکې وايي چې د چین یوې دولتي یا رسمي ورځپاڼې د جولای په لومړیو کې رپوټ ور کړ. په انګریزي متن کې دا خبره هم نشته چې هغه په اوسنیو بریدونو یا بلواوو تورن دی.

مناسبه ژباړه: د چین رسمي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز د جولای په لومړیو کې رپوټ ور کړ چې  د سینکیانګ یو ایغوری مسلمان ممتي الیلي په دغه سیمه کې د ترهګري بریدونو او شورش په نوې څپه  کې نیول شوی و.

ژباړن نه یواځې ځینې جملې اپوټه ترجمه کړې دي، بلکې ځینې عبارتونو ته یې ناسمه معنا هم لیکلې ده. په یوه بل پاراګراف کې لولو:

د ایغور جهادي ترهګر د ایغور د خپلواک سازمان له خوا چې مقر یی په ترکیه کې دی ګمارل کیږي . هغوي د جګړه ایزي تجربې د حاصلولو له پاره سوریي ته استول کیږي . که هغوي له ځانه وړتیا وښودله بیا بیرته د د ترهګریزو بریدونو له پارهسینکیانګ ته لیږل کیږي

The Jihadist Uyghur terrorists apparently are being recruited in Turkey by an Uyghur independence organization, sent to Syria for combat experience and, if they survive, sent back to Xinjiang to carry out terror deeds there.

د ژباړن دا خبره( که هغوی له ځانه وړتیا وښودله) په انګریزي متن نشته. د (if they survive) عبارت یې ناسم ژباړلی دی، خو د دغه انګریزي عبارت معنا ده،( که دوی ژوندي پاتې شول.)

د ټول پاراګراف مناسبه ژباړه داسې ده: په ترکیه کې اویغور خپلواک اورګان په ښکاره جهادي اویغور ترهګر ګماري، د جنګي تجربې لپاره یې سوریې ته لېږي، که ژوندي پاتې شول بیا یې سینکیانګ ته استوي چې ترهګري وکړي.

یوه بله جمله یې داسې ژباړلې ده.

دا پروژه د عایداتو په بڼه پاکستان ته بلیونونه ډالر راوړي او د ۲ ملیونو په شاوخوا کې دندي او شغلونه زیږوي

It will generate billions of dollars in revenue for Pakistan and likely create about two million jobs

د پورته جملې مناسبه ژباړه: دا به پاکستان ته په بیلینونو ډالر عاید ولري او ښايي نږدې دوه میلیونه دندې هم ور ته پیدا کړي.

ژباړن پر دې تېروتنو سربېره ځینې کلمو ته په پښتو کې په بدیل پسې ګرځېدلی نه دی، ځکه یې ژباړه بې خونده شوې ده، لکه په لاندې جملو کې د لېوالتیا او علاقې یا نه غوښتلو پر ځای د مینې لفظ راوړل.

د سعودي عربستان د پالیسۍ په یوه برخه کې د بدلون د پیښېدو له امله دا هېواد او د خلیج نور هېوادونه مینه ښیي چې د چین سره سوداګریزي او اقتصادي اړیکې ولري

As part of a shift in policy, Saudi Arabia and other Gulf states have recently been eagerly pursuing trade and economic links with China

د لیکوال هدف دا دی  چې د سعودي عربستان او نورو خلیجي هیوادونو پالیسي بدله شوې ده، خو ژباړن دغه خبره یواځې په سعودي پورې تړي. همدارنګه یې Eagerly (لېوالتیا) ته مینه لفظ راوړی دی.

مناسبه ژباړه: په پالیسۍ  کې د بدلون د یوې برخې په توګه سعودي عربستان او نور خلیجي هیوادونه په دې وروستیو کې له چین سره سوداګري او اقتصادي اړیکې په لېوالتیا  تعقیبوي( له چین سره سوداګري او اقتصادي اړیکو ته لېوال دي.)

په یوه بله جمله کې زیاتوي: (واشنګټن مینه نه لري چې چین د انرژۍ د تهییه کولو په برخه کې زیاته خپلواکې ولري)

په پورته جمله کې د لیکوال مطلب دا دی چې واشنګټن نه غواړي، یا علاقه نه لري.

دا ډول د attack( برید) لپاره د یرغل کلمه راوړل شوې ده. لکه دTerror attacks in Xinjiang too جملې لپاره

(په سینکیانګ کې ترهګریز یرغلونه). موږ  Attack ته برید وایو، خو یرغل پراخ او لوی برید ته وایو چې یو هیواد یې پر بل هغه کوي.

که ژباړن په خپل کار کې بیړه کړې نه وی، له ژباړې وروسته یې مطلب په غور لوستلی وی، ممکن ځینې تېروتنې یې سمې کړې وی.

همدارنګه مطالعه او په خپله ژبه کې د ډېرو اثارو لوستل د ژباړن د لغاتو زېرمه زیاتوي، د ژباړې پر مهال د هرې کلمې لپاره مناسب لفظ ور یادیږي، بیا د لېوالتیا او علاقې نه ښودلو پرځای مینه لرل نه راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب