پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبد سعید زابلي وطنپاله شاعري/ پاکیزه ارزو

د سعید زابلي وطنپاله شاعري/ پاکیزه ارزو

په تېر سمستر کې مو د پښتو ادبیاتو معاصره دوره ولوسته. زموږ د ادب تاریخ استاد ښاغلي باجوړي دا دوره راته ډېره مفصله تشریح کړه او وې ویل، چې د معاصرې دورې لومړني شاعرانو د پښتنو د بیدارۍ لپاره ډېره شاعري کړې ده. په ځانګړي ډول یې د معاصرې دورې د دویم پړاو چې د ویښتیا پړاو دی او زموږ پنځه ادبي ستوري هم پکې راځي د دغه پړاو شعر او نثر یې د فکر او هنر له پلوه ډېره بډایه وګڼله چې د پښتنو د شعور د بیدارۍ لپاره یې دېر کار کړی دی چې د پښتونخوا د شاعرانو شاعري یې په دغه برخه کې ډېره اغېزمنه وبلله. خو کله چې مې د اوسني دور د شاعرانو په هکله پوښتنه ترېنه وکړه وې ویل، اوسني شاعران د لفظونو جادوګران دي خو محتوا له پلوه یې شاعري په فردي مینه راڅرخي او فکري برخه یې بیخي تته ده. البته په مجموع کې نه وایم خو زیاتره د اوسني شاعرانو شاعري په همدغه فردي احساس راڅرخي. په رښتیا هم که یو څه غور وشي د پښتو په شاعرۍ کې د فردي مینې پله درنه ده. خو په مجموعي ډول دغه حکم نه شو کولای چې ټوله شاعري دې همداسې وي چې یوه بېلګه یې د سعید زابلي د شاعري ورکوم.

(ستورو ته ناست یم له سیتاره سره) د سعید زابلي د شعرونو ټولګه ده.د دغې شعري ټولګې کابو ټوله شاعري د وطن درد او د وطنوالو ناخوالو ته وقف شوې ده. او سعید صیب له ستورو او سیتار سره ناست دی او خپل د وطن درد ورته وایي خو نه ستوري او نه هم سیتار د دغو دردونو درمان کولای شي.د سپوږمۍ له راډیو څخه یو بیت تل خپرېږي:

خونه د پښتون چې په کې لویه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي دا دنیا بدرنګه ده

ډېره ښکلی بیت دی او مابه داسې ګومان کاوه چې دا به د اجمل خټک یا غني خان شعر وي ځکه د هغوی دې شاعري ډېر رنګ په دغه بیت کې پروت دی او کله چې مې د زابلي صیب شعري ټولګه ولوسته دا راته معلومه شوه چې دا بیت د  یوه ځوان فکر پنځونه ده. غزل مې تر پایه ولوست چې د همدغه غزل نور بیتونه هم ډېر ښکلي وو او د جنګځپلي افغانستان ناورین یې راته داسې شاعرانه کړی دی:

ولې ویني ویني کندهار او پښور زموږ

ولې مو د جبر زمانې ته ژبه ګونګه ده

څو به انقلاب وي او ترڅو به ورور وژنه وي

دا جنتي سیمه او تبا تبا له جنګه ده

پېغلې د عربو او پنجاب په خوله پایي زموږ

دلته پښتنه پېغله ساده کړځي ملنګه ده

 دغه ښکلي بیتونه چې په څومره درد ویل شوي په یقیني توګه دا ویلی شو چې د وطن د دردونو تر ټوله ښکلې بېلګه به وي چې د وطن درد یې په ډېره عاطفي او اهنګینه ژبه بیان کړی. همدارنګه نور داسې بیتونه هم د زابلي صیب په شاعري کې شته چې د پښتون ولس د ناخوالو اودردونو اظهار راته په دېره عاطفي ژبه کوي او په لوستلو یې د هغو مظلومو انسانانو عکس زموږ سترګو ته راځي چې د ظلمونو ښکار شوي دي.

زموږ په مالت کې څو ځوانان داسې بې پرسه وژني

 ته به وا پلار نه لري ، مور نه لري، خور نه لري

په خدای ملګرو کله کله راته داسې شک پیدا شي

وایم پښتون داسې یتیم دی چې هیڅ کور نه لري

د زمانې د سپېره جبر، بلا نه ده مړه

موږ یې تمام کړو، خو د وخت اژدها نه ده مړه

ښایسته زلمي، ښایسته پېغلوټې د ګلونو په څېر

شول په کې ښخ لکه ګلونه، صحرا نه ده مړه

همدارنګه د انسان په نوم ازاد شعر یې هم ډېرعاطفي دی او د یوې داسې ټولنې انځور راکوي چېرته چې انسان خپل شناخت ورک کړي.

 انسان

دوی نارې وهي په زوره

له هیبته ډک ږغونه

لمر ولاړ زموږ په سر دی

بیا مې هم پوښتي او وایي

 چې ته څوک یي له کوم ځایه

 زه حیران یم ځواب نه راځي پر شوڼدو

خو په ذهن کې بلا سوالو ته مخ یم

دوی مې ویني چې ومخته یې تېرېږم

زه انسان یمه ، انسان یمه، انسان!!!

د پښتنو له ناوړو رواجونو نه زابلي صیب په بیل انداز سر ټکولی او یو څو بیتونو یې ډېر ښایسته دي چې بیا هم په کې د عاطفې برخه درنه ده او له شکایت سره څو وژلي شوي معصوم احساسات په ذهن کې تداعي کوي.

هلته یو ځوان عجیب ژړل د یوې جنۍ په واده

تا به ویل چې د یو چا په جنازه راون دی

 نیکه مو وایي په واده کې دریا مه ټنګوئ

دا یې ګومان وي خدای پر کور د غضب ټکه کوي

ستا کلیوال په ښار کې هم یې پر زړګي ساتلې

ها ستا دسمال یې دی ساتلی، هغه نه غورځوي

 د زابلي صیب هر شعر ځانته ښېګڼې لري او نور هم داسې شعرونه شته چې ډېر ښکلې دي خو کوم شعر چې د زابلي صیب په شعري ټولګه کې خپل ځای بل شعر ته نشي ورکولای او د عاطفې سره ښایسته خیال او عالي فکرهم لري هغه د ټولګې د دویمې پاڼې ازاد شعر دی چې له ښکلو تصویرونو نه ډک دی.

د چینې رڼې اوبه د ونو سیوري

د محراب ومخ ته لپې دعاګانې

زما او ستا د ژوندون ګډه فلسفه ده

نو بیا ولې سره وران یو

پرتندي مو دي را شنې د نفرت کرښې

دا کېدای شي چې دې لمر یواځې ستا شي؟

یا دې زه لمنه ډکه کړم له ستورو

راشه بېرته غېږه راکړه چې پخلا شو

د دغه ښکلی تصویري شعر په لوستو مې داسې احساس وکړ که زه چېرته زه په جنګ کې ښکېل وای، دا شعر مې اورېدلی وای او د پخلاینې تر نازک خیال یې رسېدلې وم نو ما به ضرور له جنګه لاسه اخیستی و. خو افسوس دا دی چې زموږ په مرورو ورورڼو کې به دا احساس څه وخت پیدا شي.په دې هیله چې داسې وخت راشي چې د زابلي صیب دغه شعر د ټولو مرورو په زړونو تاثیر وکړي او د پخلاینې غېږه یو او بل ته وکړي.د زابلي صیب فکر او خیال دې همداسې زرغون وي.

4 COMMENTS

  1. ښکلي لیکنه ده له سره ترپایه مي خوښه شوه
    او دا وروستۍ جملي نوره هم لیکنه ښایسته کړې ده
    که چېرته زه په جنګ کې ښکېل وای، دا شعر مې اورېدلی وای او د پخلاینې تر نازک خیال یې رسېدلې وم نو ما به ضرور له جنګه لاسه اخیستی و. خو افسوس دا دی چې زموږ په مرورو ورورڼو کې به دا احساس څه وخت پیدا شي.په دې هیله چې داسې وخت راشي چې د زابلي صیب دغه شعر د ټولو مرورو په زړونو تاثیر وکړي او د پخلاینې غېږه یو او بل ته وکړي.د زابلي صیب فکر او خیال دې همداسې زرغون وي. ،

  2. خورې په قلم دي بركت شه

    زموږ په مالت کې څو ځوانان داسې بې پرسه وژني
    ته به وا پلار نه لري ، مور نه لري، خور نه لري

  3. ډیر ښکلی مقاله مو لیکلی دی پاکیزی خور په رښتیا چی د زابلی صیب شاعری په دی ارزی چی سړی ډیر څه پری ولیکی ځکه چی د زابلی صیب په شعر کی دا کمال شته چی هر سړی مجبوره وی چی د د شعر ولولی.

  4. له دې خبرې سره جوړ نه یم چې اوس به په پښتو شاعري کې وطنپالې شاعري کمه ده، زما په نظر له بل هر وخت به په دې پړاو کې د وطنپالنې شاعری ځکه ډېره وي، چې اوس زموږ ګران افغانستان، افغان پښتون ولس له بل هر وخت له ډېر زور زیاتي سره مخ دی او دا هغه مسله ده چې شاعر پرېږده، د هر ویښ احساس څښتن غبرګون ته پاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب