شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرغم/ د نزارقباني شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی

غم/ د نزارقباني شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی

مینې دې غم رازده کړ

زه له زمانه محتاج

د یوې ښځې چې ما غمجن کړي

د داسې ښځې چې ورته ژاړمه د ولیو منځ کې

لکه مرغۍ..

د داسې ښځې چې زما غړي

لکه د مات بلور ټوټې راغونډ کړي

********

عشق دې رازده کړل

بد عادتونه

دا یې رازده کړل چې پر کافي فال وګورم

زر ځله شپه کې..

یوناني طب ازمویم..

د تعویذګرو دروازه ټکوم..

ووځم له کوره

پياده رو متر کړمه

درپسې وګرځمه

په بارانه کې، د موټرو څراغو ته

زه درپسې یم

لټوم دې

ان

په لوحو د اعلانو کې

عشق دې رازده کړو چې ساعتونه سرګردانه شمه

په ګړګوتي ویښتو پسې

داسې ویښته

چې دغه ټولې ( غجرۍ) پرې بخیلي کوینه

په هاغه مخ او هاغه غږ پسې لټون کومه

چې هاغه ټوله دي مخونه، هاغه ټوله دي غږونه

********

ګرانې عشق دې

د غم ښار ته ننویستی

ستا نه مخکې

کله نه وم دې ښارو ته ورغلی

کله نه وم خبر شوی

چې دا اوښکه خو انسان دی

او بیغمه سړی

نکل د انسان دی

********

عشق دې دا رازده کړل

چې خویونه د ماشوم کړم

پر دیوال دې رسم جوړ په طباشیر کړم

پر بیړیو د صیاد

پر زنګو د کلیسا

او صلیبونو دې انځور کړم

ستا مینې رازده کړي…

چې دا مینه بدلوي د زمانو نقشه…

هاله پوه شوم چې مین شوم

مځکه ودریده دوران نه

مینې دې رازده داسې شیان کړل

چې کله مې حساب ورباندې نه و

کیسې د ماشومانو مې ولوستې

ماڼیو د پیریانو ته یې بوتلم

په خیال کې د پیري پاچا له لور سره واده شوم

وه شین سترګې

د ټاپو تر اوبو تیزې یې وې سترګې

او شونډې د هغې بیا

د انار تر ګل زړه وړونکې

برمته مې کړه رویا کې، پهلوان وم، راسپره مې کړه پر اس

د مرجان و مرغلرو امیلونه مې ترې جار کړه

ستا مینې خو اپلتې رازده کړې

دا یې راښوولې چې دا عمر  څنګه درومي

او د پیري د پاچا لور نه راځي..

********

ستا مینه رازده کړي

چې هرڅه کې دې کړم ګرانه

په لغړې شانتې ونې

او په وچو زیړو پاڼو

په باران کې.. په توپان کې

په وړې قهوه خانه کې

چې ماښام ته پکې توره کافي وڅښو

ستا مینې رازده کړي

چې بې نومه هوټلو ته

بې نومه کلیسا

قهوه خانې ته پناه یوسم

ستا مینې رازده کړي..

چې څنګه توره شپه د نا اشنا غمونه پنډ کړي..

ستا مینې رازده کړي چې بیروت ته

د یوې ښځې… فریبکارې او مکارې په ډول ګورم

د یوې ښځې…چې هر ماښام

ښایسته جامې اغونځي

او په عطرو لړلی ټټر

د بر او بحر ملکانو ته وړي

ستا مینې رازده کړي..

 چې څنګه د ژړا نه پرته ژاړم

ستا مینې رازده کړي چې څنګه غم ویده کړم

لکه بې پښو ماشوم

چې د « روشه» او « الحمراء» پر لارو څملي..

*******

مینې دې غم رازده کړ

زه له زمانه محتاج

د یوې ښځې چې ما غمجن کړي

ورته وژاړم په غیږ کې

لکه مرغۍ..

د داسې ښځې چې زما غړي

لکه د مات بلور ټوټې راغونډ کړي

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب