چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد امریکا پوځ د بې چلوونکو زغرګاډو مانوره وکړه

د امریکا پوځ د بې چلوونکو زغرګاډو مانوره وکړه

تاند- د امریکا پوځ په وروستیو ورځو کې په جورجیا ایالت کې د بې چلوونکو زغرګاډو او موټرو مانوره یا پوځي مشق وکړ.

د انټرنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ له ډېرو کلونو راهیسې له بې پېلوټه الوتکو کار اخلي خو دا لومړی ځل دی چې بې چلوونکي پوځي نقلیه وسایط یې جوړ کړي او کار ورڅخه اخلي.

په دې پوځي مانوره کې (MUM-T) بې چلوونکي زغرګاډي او پوځي موټرونه وازمویل شول. دې پوځي وسایطو، چې له لېري کنټرولېږي، د پوځیانو په وړلو – راوړلو کې مرسته وکړه.

ویل کېږي چې په دغو بې چلوونکو زغرګاډو کې وسلې او قوي کمرې نصب شوي چې تر انسان په دقت هدف ویشتلی او لیدلی شي.

په دغو موټرو کې اتومات روباټونه او وسلې شته خو حاضردمه له هغو څخه د کار اخیستو په وخت د انسان مرستې ته اړتیا شته چې له لېرې یې کنټرول او هدایت کړي او یا پوځي تاکتیک ورته چمتو کړي.

د امریکا د پوځ یو چارواکی ډان سانډو وايي، باور لري چې اتومات وسایل لکه بې پېلوټه الوتکې او بې چلوونکي پوځي وسایط د مځکنیو ځواکونو له جنګي هلوځلو سره ښه مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب