سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeکالمونهقرارزه نازی نه یم، زه فاشیست نه یم! ـ مجید قرار

زه نازی نه یم، زه فاشیست نه یم! ـ مجید قرار

جمهور رئیس غني د افغانستان ولسمشر او د افغانستان د ټولو خلکو رهبر دی. هغه یواځې د پښتنو رهبر نه دی، نه خپله دغه ادعاء کوي، خو ستونزه دا ده چې د هغه مخالفین په سیسټماټیک شکل په ټوله نړۍ کې د هغه د تخریب لپاره پښتانه بدناموي. هره ورځ په نړیوالو رسنیو، په نړیوالو رسنیو کې او په مهمو علمي او تحقیقاتي بحثونو کې د جمهور رئیس مخالف ټیم د جمهور رئیس د مخالفت لپاره پښتانه نازیان، فاشیستان، غاصب، او افراطیان معرفي کوي. سره له دې چې پښتون په اوسنۍ سیسټم کې څوک د خیرک ادې هم نه ګڼي، نه رحیمي، نه نادري، نه خپلواک، نه اتمر د پښتنو استاځی دی، خو د دوی د مخالفت په بهانه پښتانه په نړیواله کچه فاشیستان او غاصبان معرفي کېږي. دې کار د پښتنو پر نړیوال شهرت نهایي بده اغېزه کړې ده او که دوام وکړي په لاندې فرصتونو به نهایي بده اغېزه وکړي:

۱) د سکالرشیپونو په تقسیم
۲) د ویزو د ورکړې پر پروسه
۳) د بشري مرستو پر موضوع
۴) د سیاسي اعتبار پر مسأله
۵) د مهاجرت پر کېسونو او قضیو او د پنا غوښتنې پر مسأله
۶) د نړیوالو پر حکومتي تګلارو
۷) په نړیوالو بازارونو کې د مزدور او کاریګر د استخدام او جذب په برخه کې.

ستونزه دا ده چې پښتانه یې په نا کړي ګناه نیولي دي. فوزیه کوفي په لندن کې، صلاح الدین رباني په واشنګټن کې، او د بهرنیو چارو وزارت ډپلوماټان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، پر ټویټر، پر فیس بوک او په تهینک ټانکونو کې سهار او ماښام همدا اوښکې تویوي چې په افغانستان کې پښتون محوره حکومت حاکم دی او نور قومونه وژني. له ایرانه اروپا ته تښتېدونکي هلکان د خپل مهاجرت د کېسونو لپاره په مرکو کې درګرده همدا وایي چې په افغانستان کې پښتانه زموږ قتل عامونه کوي او وژني مو.

دا چې حکومت په دې اړه ساکت دی، او پښتانه هم بې زبانه مرغان دي، دا هیچا ته نه ده معلومه چې هره ورځ اوسطا دری سوه پښتانه وژل کېږي، د ترهګرو تر ټولو ډېر جنایت د پښتانه پر ضد دی، تر ټولو ډېر ښوونځي د پښتانه بند دي، تر ټولو ډېرې بندیخانې پر دوی ډکې دي، تر ټولو ډېر کورني کډوال چې له خپلو ځمکو ایستل شوي، پښتانه دي. تر ټولو ډېرې یوځایي وژنې په پښتنو کې شوي.
له بلې خوا، د حکومت په کابینه کې په دوه دېرشو لوړو پوسټونو کې څلرویشت غیر پښتانه دي، څوارلس یې د کورنیو چارو د وزیر، د بهرنیو چارو د وزیر، د معارف د وزیر، او د لوی درستیز په شمول چې ۸۰٪ دفاع وزارت تشکیلوي، نا پښتانه دي. پښتانه یې په اتو وزارتونو خوشاله کړي چې په هغو کې د اطلاعاتو او فرهنګ، او سرحداتو وزارتونه او سرپرستان هم شامل دي. نور نو د یوې ولسوالۍ نهه سوه تنه جنرالان چې ټول په کابل کې اوسېږی، په ټول پښتانه قوم کې نشته.

ارګ چې پر پښتانه تپ او بدنام دی، لس فیصده هم پښتون نه دی. د ولسمشر له ارشدو سلاکارانو نیولې، د دفتر تر رئیس، او د چارو د ادارې تر معاونیتونو او ریاستونو پورې، پښتون لس سلنه هم نه تشکیلوي. په ارګ د سیما غني، نرګس نهان او نادري هغه ټیم سیوری غوړولی چې په انجیوګانو کې به یې پښتنو ژبه کارول منع و. د پښتنو دهغه څو تنه تش په نامه پښتانه هم د خپل قدرت د دوام لپاره درګرده په ناپښتنو کې د نفوذ لپاره د ناپښتنو په ناقانوني ګومارنه بوخت دي.
د اداري اصلاحاتو د کمیسیون لخوا له ازموینې څخه د پښتنو ژبې د حذف کیسه خو ټولو ته له ورایه معلومه ده.

هیڅوک نشته چې د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، سفارتونو، ولایتونو او بهرنیو استاځیو معلومات شریک کړي. هیڅوک د کرزي صاحب د وخت د اداري اصلاحاتو د کمیسیون هغه معلومات نه شریکوي چې په تر اوس بهتر حالت کې یې د دري ژبو او پښتو ژبو پښتنو ټول سهم دوه ویشت سلنه را برسېره کړی و. البته اوس حالت تر هغه وخت ډېر خراب دی.

پښتانه د بابا او انا په ستاینو کې دومره غرق دي چې خپله بده ورځ یې هېره ده. ایله د پاتې پښتنو د زرکلنۍ او پنځه زره کلنۍ دوعاګانې کوي.

کاشکې ستونزه یواځې په سیسټم کې دننه وای، یا حتی په افغانستان کې دننه وای. غم دا دی چې د سپینې ماڼۍ کسانو ته هم کښېنې د پښتنو لخوا په افغانستان کې د سیاست او قدرت د غصب شکایتونه کوي، د اروپایي اتحادیې سفیر خو سمه جبهه پرانیسې او د فډرالي نظام ډنډورې غږوي. چې جاپاني ته هم کښېنې، همدا تشویشونه څرګندوي. لنډه دا چې غوږونه هم د پښتانه غوڅېږي او افراطي هم پښتون دی. له اویا سلنه نفوس څخه لس سلنې نمایندګۍ ته هم پښتون را ټیټ شوی او غاصب، نازی، فاشیسټ او قبیله سالار هم پښتون معرفي کېږي چې د همدې بد تبلیغ له برکته نړیوالو پر پښتانه خوار د باندې دروازې، او کورنیو غاصبانو د کورنیو دربارونو دروازې تړلي او پښتون د مشرانو د زرکلنۍ او پنځه زره کلنۍ په دوعاګانو ستړی دی.

د اوس لپاره دا نهایي زیاته اړینه ده چې پښتانه د ځان سپیناوی وکړي. د ځان سپیناوی تعصب نه دی. فقط همدومره دې ووایي چې زه غاصب نه یم. ما قدرت نه دی منحصر کړی. زه په حکومت کې د خپل نفوس په تناسب څه چې د درېیم اقلیتي ګروپ په تناسب هم نه یم. ارګ پر ما هسې تاوان دی. مالیه وزارت، امنیت شورا پر ما هسې تاوان دي. حتی د مومند شکېدلی غوږ هم په ما هسې تاوانېږي. هغه زما لپاره نه دی غوڅ شوی. زه شربت ګله یم چې په نامه مې ملیاردونه ډالر را ټول شول او زه له فقره په کم خونۍ مبتلاء یم. زه د اندړو پاڅونوال یم چې تر شنه اسمان لاندې شپه تېروم. زه لوی کندهار یم چې کوچنی کړای شوی او له نظامه لرې غورځول شوی یم. زه کوچنی غزنی یم چې په ټولو دیارلسو ولسوالیو په شورا کې یو وکیل نه لرم. زه په دې حکومت کې خو څه چې نور په دې وطن کې هم نه معلومېږم.

11 COMMENTS

  1. پښتانه باید د نفوس په تناسب د چوکیو غوښتنه وکړي او په نره ودریږي خپل حق وغواړي. دا د زرکلنۍ غږ هم غریبان د مجبورۍ اوچتوي چې ګوکې څوک به مو حق راته واخلي.

  2. قرار صیب !تر لیکنه دې قربان .رښتیا چې پښتانه دفیل په غوږ کې بیده دي او کوم محدود شمېر چې لږ په لوړو څوکیو کار کوی د خپلې څوکۍ د لاسه ورکولو له له ډاره پټه خوله دي ځو نه باید تر هر څه باید پښتو ته لومړیتوب ورکړو .

  3. قرار صاحب !
    السلام علیکم و رحمة الله
    د دوی د خپلو معتبرو مراجعو په استناد د جمعیت مشران مخکی لدی چی جمعیتی شی ، دوی د طاهر بدخشی سره یو ځای فعالیت کاوه بیا وروسته د اسلامی تحریک ته راغلی، چی بیا د نفاق باب د تنظیمونو د لاری وارد او هر تنظیم د خپل د واک او امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره هر څه چی کړی هغه ددوی لزوم دید دی ، شوری او اجرائیه اکثرا شکلی رول درلودو.
    بیا وروسته دا نفاق نور هم ژور شو او خبره یی تر جګړو هم ورسیده او د جهاد امکانات او وسایل په داخلی جګړو ولګیدل او همدلته وو چی زوال یی تر سترګو کیده او اصلی مسیر پاتی شو او لیډران هر یو(اکثریت یی) د خپلی ډلی د ګټو لپاره هری معاملی ته تیار وو .
    په همدی سلسله کی بالاخره د جاهلی تعصباتو پر بنا د انحصار لپاره د بن تړون رامنځته شو چی په راس کی یی داسی یو پښتون لکه خادم المفسدین راوستل شو چی تر دی پردی لاندی دوی وکولی شول هره ناروا پر ملت تحمیل کړی ، د ولسمل صاحب په قول دومره خاین پښتون د پښتنو لپاره د پښتنو په تاریخ کی تیر شوی ندی لکه خادم المفسدین ، ځکه هغه لیوان چی ده چاغ کړی اوس د ملت د داړلو ډیر تږی او تنده یی هم نه ماتیږی ، په کامل انحصار سره، دنورو جنرالان حذف کول ، خپل هلکانو او کلینرانو نه وزیر او جنرال تحمیلول، د پروژو لږ تر لږه ۶۰٪ خوړل او نور کثیر الابعاد فساد چی د دوی پدری تخصص دی او اوس همدا هر څه ځپل حق بولی او که یی څوک انسانی عدالت او انسانی مقام ارزښتونو خبره ورته کوی وایی دا مو پدری میراث دی چی باید دا چانس حفظ شی او که ولویدل بیا به د تیرو ۲۵ کلنو خصوصا تیر ۱۶ کاله حساب ورکول دوی ته لویه رسوایی او مرګ دی نو ځکه والی یی هم د سپی پیښی کوی دا ارذلیت ثابتوی او د اوسنی مصیبتونو اساسی عامل همدوی دی چی د کرسی د حفظ لپاره هر دنائت ته تیار او ورباندی افتخار کوی خو یواځنی حل پوخ قیادت او صف مرصوص د ټولو مشکلاتو یواځنی حل دی .

  4. حامد ننګرهاری صاحب!
    د رحیمی اصلی نوم مجیب الرحمان او دکتورای لندن نه راوړی، ده مخکی د سیرة صحابه یو ضخیم کتاب په دری ژباړلی چی د قدر وړ کار یی همدا دی ، مګر اوس مع الاسف جاهلی تعصباتو کی ملوث او استعداد یی په غیر مفید او منفی مسایلو کی کارول کیږی.

  5. ژوند ژوند قرار صاحب، الله دې جنتي کړه په زړه پورې، ريښتينى او ارزښتناکه ليکنه ده،

  6. قرار صاحب د برکت سې رښتیا ھم دا ښہ خبرہ دہ کہ دا ډول لیکنی مو پہ انگریزی ولیکۍ چی ټولہ دنیا د حقیقت څخہ خبرہ سی ډیر بہ ښہ وی مننہ

  7. د ښاغلي قرار صیب تر ګوتو جارشم.
    د خادم المفسیدین بړیڅي لکه عبدالرحیم ایوبي تور همایون ، ظاهر غدیر ، لالۍ … چې د پښتنو په رایه پارلمان ته راغلي اوس د پښتنو پرضد د ستمیانو ترڅنګ ولاړ دي. او د دوستم ترڅنک په ترکیي او مزارشریف کې د همدې نظام د سقوط او د موقتي حکومت د اعلانولو لپاره عکسونه ورسره اخلي . دوي لا دا 25 سلنه حق پښتنو ته فاشیزم وایی که څه هم دوی له 32 عالی رتبه مقامونه 24 یا په سلو کې 75 په خپل لاس کې لري.
    آیا پښتانه رښتیا هم د ټول نفوس 25 سلنه جوړوي؟
    که فرضا دا 25 سلنه هم وي په ډېرو وزارتونو کې د پښتنو فیصدي او سهم ندی ورکړل شوي. مثلا د باندینیو چارو وزارت او ټولو سفارتونو کې یواځې دوه یا درې سلنه پښتانه دي او پاته نژدې ټول د تاجیکو او هزارو ورونو سهم دی.
    که دوي شپه او ورځ په شا هم وګرځوئ بیا چې له اوږو مو کښته شو وایی چې فاشیسته خوږ د کړم. زما په نظر راځئ محافظه کاري خوشې کړو. خپلو کې سره یو شو. پارلمان ته د ایوبي په شان ابن الوقت کسان معرفي نه کړو . هغوي چې د پردیو په خدمت کې دي له خپلو صفونو لرې او بې اعتباره کړو. که مونږ همدا 25 سلنه واک سم استعمال کړو ، هم به سوله راشي ، هم به له خپل قوم او ملګرو نه مناسبه دفاع وکړای شو. مونږ فاشیستان نه یو خو له خپل قوم نه دفاع زمونږ طبیعي حق دی.
    تاسو ولیدل چې ازبکانو د خپل همتباره یو غل ، قاتل ، جاهل او مفسد انسان د نېولو په مقابل کې تر واک لاندې سیمو کې څومره تخریب وکړ او له دې موضوع یې څومره ګټه پورته کړه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب