شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداستعاري عددونه او قيدونه/ اجمل ښکلى

استعاري عددونه او قيدونه/ اجمل ښکلى

په ګرامرونو کې مې استعاري عددونه اوقيدونه نه دي ليدلي. د احتياط له مخې مې ورته استعاري وويل او له استعاري نه مې موخه د دوى مجازي کارونه ده، چې اصلي مانا يې بېله او استعاري بېله ده.

عددونه د نومونو څومروالى ښيي او قيد يو فعل د زمان، مکان او څرنګوالي له پلوه محدودوي. استعاري عددونه او قيدونه هم دا چاره ترسره کوي.

زموږ د ليکنۍ ژبې يوه ستونزه دا ده، چې ډېره ناخوځنده ده. له دودې ليکنۍ ژبې پکې انحراف کم دى. ټول ليکوال تقريبا يو رنګه ژبه کاروي.

پخپله په ژبه کې له دودې وچې ژبې د انحراف او خوږلنۍ امکانات ډېر وي؛ خو موږ ته دا دود پاتې دى، چې همېشه د ليکنۍ او ګړنۍ ژبې ترمنځ توپير کوو.

که ځير شو، د هر ليکوال په ذهن کې د يوې ژبې دوه بڼې پرتې وي. يوه ګړنۍ ژبه ده، بله ليکنۍ. ګړنۍ ژبه چې کله خبرې کوو او ليکنۍ ژبه، چې ليکنې کوو، رايادېږي.

کم ليکوال د دې چوکاټونو د ماتولو او په يو بل کې د ادغام هڅه کوي.

د ګړنۍ او ليکنۍ ژبې د ادغام يوه ګټه دا ده، چې موږ ته د خپل فکر د اظهار پراخې منابعې او ډېر امکانات په لاس راکوي. که په ګړنۍ ژبه کې د ليکنۍ ژبې له تجربو(مثلا: د ليکنۍ ژبې له يوې کيسې، د شعر له يوه پېغام او نورو) نه استفاده وکړو، نو خبرې به مو منظمې او خوندورې وي.. همداسې که په ليکنۍ ژبه کې له ګړنۍ ژبې(متل، اصطلاح، فعل، د ولسي نکل له کرکټر او نورو) نه استفاده وکړو، لوستونکي به مو له سبک سره نه ستړي کېږي او خپله خبره به دقيقه ورورسولاى شو.

موږ عموما معلوم عددونه، ستاينومونه او قيدونه(ګڼ، ډېر، ښه، لوړ…) کاروو؛ خو استعاري قيدونو او عددونو ته مو پام نه دى. دلته به يې يو څو بېلګې راوړم:

١- د خداى…: دا استعاري اضافي ترکيب د قيد په توګه د (ډېر) مانا لري او ټينګار ښيي؛ خو توپير يې دا دى، چې دا مبالغه ښيي او خبره احساساتي کوي.

بريالى د خداى ساده دى.

دا ترکيب د عدد په توګه ډېر کارېږي.

د خداى مخلوق راغلى و/ د خداى خلک وو، څنګه مې لاس وراچولى واى.

د خداى غنم دي راسره.

په نوي حکومت کې د خداى مجلې راووتې.

په کورنۍ جګړه کې د خداى افغانان مړه شول.

د خداى خبرې يې وکړې.

مخکني ولسمشر د خداى هڅې وکړې، چې سوله راولي.

له فعل سره هم راځي او د نااصلي(نااۤر) قيد دنده ترسروي:

د خداى مې ورته وويل، چې مه ځه؛ خو ايسار نه شو.

٢- تر ايمان تېر: دا د (ډېر ګرانښت) مانا لري. دا هم مبالغه او احساسات ښيي:

بچي راته تر ايمان تېر دي.

٣- له….سره سيالي کوي: دا فقره هم د مبالغي صفت دنده ترسروي:

پلوشه له چينار سره سيالي کوي. يعنې پلوشه ډېره لوړه ده.

٤- په ژوند به…: دا د قيد کار کوي او د (هېڅ) مانا لري او فشار اخلي. که فشار پرې رانه شي، بيا يې استعاري مانا ختمېږي.

په ژوند به درنه شم(هېڅکله به درنه شم)

په ژوند به دې سترګو ته ونه ګورم(هېڅ به دې سترګو ته ونه ګورم).

په پښتو کې به نور استعاري صفتونه، عددونه او قيدونه هم وي.د يوه اثر په بڼه به يې راټولول بې ګټې نه وي. که دود شي، پښتو به د محدودو صفتونو، عددونو او قيدونو له انحصاره راوباسي.

2 COMMENTS

  1. اجمل ښکلی صاحب په قلم او زغم دی برکت شه . څومره چه دی تخلص ښکلی دی تر هغه دی زيات ښکلی شیان لیکلی.
    رښتیا دنورو نیکو چارو تر څنګ یو ښه او دخیر کار داهم دی چه خپلی مورنی ژبی ته کار وشی،
    بری دی غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب