جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهکره کتنه او راڅملول/ نوري مسافر

کره کتنه او راڅملول/ نوري مسافر

دلته په بلجیم کې مې یو شاعر ملګری دی، د ویبلاګونو او بحث فورمونو له وخته را نیولې، تر اوسني فیسبوک یې د بحث پر مهال د ګڼو خلکو زړونه بد کړي دي. دا ملګری مې اوس له نورو فرهنګیانو سره په بې ځایه لانجو کولو عادت شوی او که ووایم چې دا یې کار دی، نو مبالغه به مې نه وي کړي. دی چې له چا سره په لانجه واوړي، تر هغوی یې نه پریږدي، چې توبې پرې ونه باسي، خو دی یوازې نه دی، په نورو کونجونو کې هم ملګري لري، چې څنګه یې له چا سره وخوړل، نو دستي خپلو ملګرو ته ور غږ کړي، چې دا سړی را ته را څملوئ. البته په ملګرو کې هم داسې څوک ټاکي، چې د مقابل لوري په اړه یو څه معلومات ولري او په خپلو ملګرو د غریب شعرونه، لیکنې او کتاب/کتابونه په یوه پیسه کړي. د سقراط، اپلاتون او ارسطو په حوالې ورکولو سره د لیکوال بڼکې وباسي او بیا خپله لیکنه د کره کتنې په نوم په ګڼو ویبپاڼو او مجلو کې خپره کړي.

د پښتو ادبیاتو د کره کتنې اوسنی حالت چې زه وینم، همدغه څملول را څملول او یا هم بې ځایه ستاینې دي. دغه حالت خپله زه پر اوسنۍ کره کتنې سخت بې اعتباره کړی یم او حتی پر کتابونو سریزې هم را ته نا چله سیکې ښکاري.

زموږ اوسنۍ کره کتنه ځکه له ستونزو ډکه ده، چې کره کتونکي مو کم فهمه، له ادبیاتو او د کره کتنې له اصولو نا خبره او تر ټولو مهمه خبره دا چې صادق نه دي.

یوازې به یې د یونان کوم عالم او یا هم ایلیټ لوستی وي او د کره کتنې په ډېره برخه کې به د دوی حوالې ور کوي. البته حواله ورکول ناسم کار نه دی، خو کله چې کره کتونکی خپله خبره او رایه ون لري، نو مجبوره دی، چې ډیر ځایه د نورو حوالې ورکړي.

زموږ اوسني کره کتونکي حتی په دې هم نه پوهیږي، چې ولې دا کار کوي؟ خو لکه مخکې مې چې وویل، یا به یې د چا د را څملولو نیت کړی وي او یا به هم اسمان ته د چا د خیژولو هوډ لري.

ځیني کره کتنې خو تر دې حده له عقدو او غرضونو ډکې وي، چې د لوستو پر مهال یې سړی فکر کوي، چې کنځلې لولي.

زما په نظر تر هغو چې زموږ کره کتنه د داسې سیلقو پر اساس مخکې روانه وي، نه به یې کره کتونکی ته ګټي ورسي او نه به مو د ادبیاتو په ښې راشي.

هر لیکوال چې خپل وخت ضایع کوي او یو څه لیکي، دا په خپل ځای د ستاینې کار دی، خو که کره کتنه پرې کوو، نو له یوه مخې یو اثر باید رد نه شي.

که کره کتنه په ښه نیت، په نرمه ژبه او د اصولو له مخې وشي، ښه تاثیر به یې زموږ پر ادبیاتو زیات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب