دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مخاطب| حکیمي 

مخاطب| حکیمي 

مخاطب عربي کلمه ده، هغه کس چې خطاب ورته کیږي چې جملې او کلمې ورته مخاطبې وي. یا مخاطب هغه ګرامري شخص دی چې الفاظ په مخامخ او مستقیم ډول مفاهیم ورلېږدوي. له لویه سره مخاطب په ډوله دی چې په ټولو علومو کې ترې استفاده کیږي.

۱ ـ  د وینا مخاطب

۲ ـ د انشا مخاطب. پورته دواړه مخاطبین کلمو او الفاظو ته غوږ غوږ وي، خپل حق ورکړئ! د پردیو کلمو پیټي مه ورباروئ! خپلو کلمو ته سترګې په لار ولاړ وي. 

په ادبیاتو کې د کلام موثروالی، جذابیت او خوږالی د مخاطب په دقیقې مطالعې پورې اړه لري. که په دقیق ډول سره له ټولو ممیزاتو مطالعه نشي متکلم په عذاب کیږي. په ادبي ژبه پوهېدل د مخاطب دروني دنیا ته سفر غواړي، ځکه ادبي ژبه  له غیر عادي والي او ابهام   ډکه وي، له حقیقي څخه د مجازي او له مجازي څخه د حقیقي مخاطب په لورې مزل کیږي. فنکار او ځېرک لیکوال خپل منزل ته په کې ځان رسولای شي. که غواړو د الفاظو او جملو په جوهر پوه شو له مخاطب سره باید په لیکنه او ینا کې پل په پل مزل وکړو. په ادبي دنیا کې مخاطب د شاعر او لیکوال د وجدان سیوری دی؛ نو ځکه له خپلو الفاظو او کلمو سره محتاطانه چلند کوي، د پیسو غوندې یې په مصرف کې بخل کوي. زه چې کلمې له خولې باسم تر شاه یې د مخاطب سیوری وینم تر څو مې چې کلمو ته خپل حق نه وي ورکړی په شونډو یې هم نه راوړم، هسې نه مخاطب د کلمو له شا څخه راباندې ناره ونه کړي، چې ستا کلمې کوټه او نا چله دي ماته نه دي راجع بله خوا یې یوسه. په هره جمله کې د مخاطب سیوری او انځور باید وکتل شي، تر څو مو د ژبني هنر خواږه څکلي وي. په هنري وینا او کلام کې د جذابیت ګراف هغه وخت لوړیږي چې ستا لوستونکي ستا مخاطبین شي. د ادیب مخاطب دده د فکر او خیال د تظاهر هینداره وي، که غواړئ ښکلی تفکر او تخیل ولرئ د تظاهر هینداره یې رڼه او پاکه وساتئ. په لیک او وینا کې هغه وخت د جذابیت او تأثر مزه څکلای شئ چې مخاطب مو په ظاهري، باطني او اروایي اړخ پوخ مطالعه کړی وي او په غیر محسوس ډول یې د لیکنې په وخت کې تر څنګ ناست وګڼئ. د لیک او وینا  د ښکلاییز کیف  مزه هغه وخت څکلای شو، چې د متکلم او مخاطب دروني تمایلات سره غاړه غړۍ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب