يوه ورځ ما او بشري صېب په مازيګر کتاب پلورنځي کې ګپ لګولو، چې په خندا کې د باور ورځپاڼې خبريال هاشم زاده زموږ تصوير اخيستى و، هغه ما فيسبوک ته پورته که، د دانش په نوم يو ملګري راته په تبصره کې ليکلي وو، چې ته ولې په هر تصوير کې خاندې؟
زه نه پوهېږم او دې ته مې پام نه دى کړى، خو يوه پخوانۍ لنډۍ ده، چې:
ستا د يوې ورځې خندا وه
زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه
دغسې په ډېرو متلونو کې هم خندا ياده شوې لکه: کوڼ دوه ځلې خاندې.
صوفي شاعر رحمان بابا، خوب او خندا د بې غمو خلکو کار ګڼي:
خوب، خندا په بې غمۍ کېږي رحمانه
چې په زړه يې غم د يار وي څه به خوب کا
يو نيم ګلاب چې وخاندي، نو اننګي يې ورسره کوتى شي او له لېرې چکونه لګوي، سايل وايې :
ښايست چې په خندا شي اننګي شي ولونه ولونه
دا داسې نظارې دي چې توبې پکې ماتېږي
خېبر افريدي خندا له برېښنا او تندر سره يو ځاى ياده کړې
خانده زلزلې په خېبر راوله
وي خو تندرونه له برېښنا سره
په پښتنو سترګو کې د مينې خندا، خو کله ژبه هم شي او ژمنه هم، د حمزه شينواري يو شعر دى
څه دې په رېښمينه خندا تېر ايستمه ښکليه
څه دې په پسته پسته کې کلک تړلى يم
چې د خندا خبره کېږي، نو زمونږ ذهن ته ملا نصرالدين راځي (اوس لا د جلال اباد ملايان وايې، چې نصرالدين ورته وايئ او د ملا نوم ورسره مه يادوئ )، خو داسې په ملايانو کې بل د پېښور مشهور ټوکي ملا بجليګر هم و، چې څه موده مخکې په حق ورسېده، هغه په پوره مهارت په ځانګړو ويناوو او تقريرونو جوماتونو کې خلک خندول، دا سمه ده، چې هغه به د پند او نصيحت نه په ډکو طنزونو کې په سياسي او ټولنيز نظام سالمې نيوکې کولې.
دوه کاله وړاندې صادق ټوکې راټولې کړې وې او کتاب ته يې نوم ايښى و (خاندې به نه!) ، زه اوس فکر کوم که ددې پرځاى (خاندې که نه!) واى، ښه به و.
څو ورځې مخکې راته ثناالله وويل: ټوکې مې راټولې کړي، ما ورته ويل نوم دې ورته ايښى؟
ويل: کېنه مړه!
په پيل کې مونږ د مينې مجلې څو مخونه ټوکو او طنز ته بېل کړي وو، چې ډېر کله به پکې يوه نيمه سندره او شعر ډانډس کېدل او يو وار خو مو پکې له خره سره هم مرکه کړې وه، چې لوستونکو ډېره خوښه کړه.
په پښتو ادبياتو کې د طنز پيدايښت او پايښت ، د استاد عبدالقدير خموش کتاب دى چې ختيځ خپرندوى ټولنې خپور کړى، په دې کتاب کې يې زه هم په طنزيه شاعرانو کې شمار کړى يم، زما پېژندګلو يې سمه ليکلې، خو د طنزيه شعري بېلګې پر ځاى يې زما يو حماسي نظم چاپ کړى، چې زه يې په ليدو حيران شوم .
په طنزيه خپرونو کې د اباسين بهير او ولي محمد کنډيوال ځانګړې مجله (ښاخۍ) په کم وخت کې ډېر خلک ويښ کړل.
په ازادۍ راديو کې د ګوړې اچار ، د يک تلوېزون شبخند او د شمشاد، ژوندون او ملي تلوېزون ځينې کومېډې برنامو هم د خلکو توجه جذب کړې او طلوع تلويزون، خو تېر کال د ( خنده بازار )په نوم سيالۍ برابرې کړې وې، چې د ننګرهار ابراهيم عابد په کې خنده سالار شو .
داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د خندا ورځ لمانځل کېږي.
په خندونکو کې ډېرې نوموتې څېرې شته ، په نړيواله سطحه د چارلي چاپلين او مسټر بين نوم اخيستى شو، په پښتو مزاحيه ډرامو کې اسماعيل شاهد او سيدرحمن شينو هم ډېر خلک خندولي دي.
په ټوکو او خندا کې د ميراوس تر څنګ ددې ځاى د حضرت باز او صنم يادونه هم ضروري ده، چې له سندرو سره سره به ورته د خلکو د خندولو چل هم ورته.
هسې ما ويل ځينې سړي ته به دې له ډېرې غوسې نه خندا راشي، خو چې د شپون صېب ليکنې لولې، نو خامخا به مسکى کېږي او رښتيا د استاد صميم له خولې مې داسې خبرې ډېرې اورېدلي، چې په هغه شېبه کې مې خندلي، خو چې سوچ مې پرې کړى زموږ د ټولنې د در ملنې روحاني نسخې وي.
هره خندا ځانګړې مانا لري او د هر چا د خندا خپل سټايل وي، که نه خاندې هم ، خو چې د لواړګي شينوارى الف خان ټوکي درته لګيا وي، نو خاندې به!
ځينې به د خندا خبره کوي، خو خپله به نه خاندي او ځينې لکه د وزيرو د ولايت خان کرچ په څېر په خپله ټوکه هم په کړس کړس خاندي، چې د سړي ورسره خندا ته زړه وشي.
د څارنوال روښان کاکړ له يو ملګري سره مو شپه وه، په شنه سهار يوه دومره وخندل، چې زه يې په خندا له خوبه راپاڅېدم ، څارنوال صېب ته مې وويل: دا ستا ملګري، خو په نهره هم خاندي! په هغوى باندې دا خبره ډېره ښه ولګېدله او بيا يې وخندل.
ويل کېږي د ننګرهار والي ګل اغا شيرزى (چې په کال کې هم د ولايت مخ نه ګوري او په قصر کې خپلې نشې تماشې کوي) د ماسخوتن د خندا او بنډار لپاره ځانګړي درباريان او غوړه مالان لري، چې ددې ښاغلي تېز رګ ورته معلوم دى او کله ، خو داسې هم وشي، چې د والي هسې د خولې چينګېدو سره غټ غټ سړي له خندا نه تشې په لاسونو کې ونيسي.
ګل اغا هم ډېرې نادرې کوي او يو نيم رئيس ته چې په مجلس کې زيړې وکړي، هغه بيا نورو ته وخاندي او وايي چې د والي صېب راسره ګپ دى.
هر څوک خاندي، ځينې کم خاندي او ځينې زيات، د مجاهدينو په ليکو کې د ګلبدين حکمتيار په اړه مشهوره وه، چې هغه چاته وخاندي بيا يې خير نه شته، پر ده منتقيدونو به ورسره دا هم ويل، چې د بي بي سي وژل شوي خبريال ميرويس جليل ته يې د مرکې پر مهال خندلي وو.
د اشنا خلکو خندا پېژندل کېږي، همدغسې د ډېرو مشهورو فلمي ستورو لکه بدرمنېر، نعمت سرحدي، اميتابچن او شارخ خان خندا هم معلومه وي او د کترينه کيف، پريټي زنټا، حنارباني، نغمې، فرزانه ناز او شکريه بارکزۍ خندا هم ځانله مينه وال لري.
د موسيقي په کيسټونو کې به مو خامخا د خالده ياسمين په زوره زوره خندا اوريدلې وي، چې ځينې وخت په خلکو بده لګي، خو د نوي کور نوي ژوند ډرامي ناظر لکه د جبار خان د چلم په خندا کې خوټېږي او خپل انداز لري.
هسې خو زمونږ وګړو له ډېرې مودې راهيسې د خندلو چانس نه دى پيدا کړى، ځکه چې په خوښيو کې خپګانونه دي او ټول د خندا په ارمان يو، خو خندا خپل ځاى لري.
د پېغمبر وينا ده، چې ډېر مه خاندئ، ځکه ډېره خندا زړه وژني.
د کلي ملا به ويل، چې په لمانځه کې په قهقهه خندا اودس ما تېږي.
يوناني پوهان وايي، چې څوک ډېر خاندي په حقيقت کې خوشاله نه دي، خو اوسني ارواپوهان په ژوند کې له يو بل سره په خندا مخامخ کېدل بريالي توب بولي.
زه په ښونځي کې ډېر شوخ مزاجه وم، همېشه به رانه ملګري راتاو وو او ساعتيري به مو کوله ، په پوهنتون کې مې هم ډېر ښه د مينې انډيوالان لرل، له هغې ډلې يو هم احمد جنيد مجددي و، چې په ډېرې خندا ورته مونږ د (ګل خندان) نوم ورکړى و، هغه به له خندا نه لړزېده .
بريالي وياړ ته خو به دې چې په ټوکه کې لاس ورنزدې که ، يوټوپ به يې وکه او چې وبه دې تخڼوه بيا به له خندا نه پړ مخه پروت و او سم د واره به تسليمېده.
هغه شپه چې د جاويد شينا په بلنه د نصيب جان د ورور د واده لپاره زه او سرمعلم حداد ګوړوکو ته تللي وو، پرويز افګار په خپل عمر خوړلي ډبډبي راغلى و، خداى شته هغه شپه مو داسې په ټوکو او خندا رڼه کړه ، چې تر اوسه مو له ياده نه وځي.
يو ماښام مې له اشنا راډيو د مطيع الله عابد په کوربه توب پرګرام اورېده، چې له اوريدونکو سره يې په خندا خندا خبرې روانې وې، په دې کې يو اوريدونکې تيلفون وکه او په عابد صېب يې نيوکه وکړه، چې ته ولې د اوريدونکي پورې خاندي؟ عابد ورته په ځواب کې وويل، چې وروره زه ورسره خاندم ، ورپورې خاندم نه! ددې دواړو تر منځ توپير زده که!
رښتيا هم د چا پورې خندا ښه نه ده، خو خوښي او پر ځاى خندا د ژوند مالګه ده.
مشران وايي چې پخوا به په کلو او بانډو کې د ودونو او نورو خوښيو پر مهال ځوانان راټولېدل، ټوکې او مجلسونه به يې کول، ژوندي زړونه يې لرل ، دومره غمونه نه وو ، په خندا به يې شپې او ورځې تېرولې.
اوس هم مين ته د جانان سرې شونډې په مسکا کې تر غوړېدلي ګلاب ښکلې وي .
ځينې خندا له مينې او پيرزوينې ډکه وي او جادويي اغېز لري، شل کاله وړاندې مې د پښتو دا لنډۍ اورېدلې وه
زما د يار داسې خندا ده
د سلو کالو مرور پخلا کوينه
ځواب سیب ښکلی مضمون لیکلی دی خو یو څه یی پکی ندی لیکلی نه پوهیږم چی تری هیر دی که څنګه؟ خو که هر څه وي زه به یی ورپه یاد کړم، د پوهنتون په دوره کی چی به کله ملګرو د ځواب سیب په شمول بنډار جوړ کړ او بیا چی به خاصکر پکی قطعی هم کیدی، نو هغه شپه به د ټول بلاک ملګری ویښ پاتی کیدل او کله کله خو به یی دروازی هم را ډبولی.
ځواب صیب ! هغه شپه دې په یاد ده چې دپوهنتون د خوړنځای په هغه برخه کې چې پخوا جومات وو او یوه شپه په کې د مشاعرې غونډه جوړه شوه چې مولوي صیب او ځېنې محصلینو په کې محصلین له خندا او چک چکو منعه کړل د ستیج چارې غالبآ تاسو پر مخ وړلې او یو دم دې دا شعر وویلې
بندې شوې چک چکې
زړه مې بند شو په خلطه کې
شولو ړق په ړق
واه واه پیت پړق پیت پړق
نو بیا سخته خندا او له خندا نه وروسته نو منډه هم په کې وه.
ځواب صیب ډیر زحمت دی پرې کښلې دی، او ډیر ښه مضمون دی لیکلې
ځواب صاحب تل روغ جوړ او خوشحاله اوسې
سلامونه ،
ورور عزت الله ځواب صاحب !( ځینو ملګرو بیا صیب لیکلی چې د باران په معنی دی!)، ډیره په زړه پورې لیکنه ده.
رښتیا هم له پښتنو افغانانو دا څو لسیزې خندا او موسکا لږ ډیر کووچ (کډه) کړې لکه داخلي او باندني کډوال!!؛
په هر حال ، یو څو نومونه دې هیر شوي ، که زه سهو نه شم ، دلته ېې لیکم!
– طنز لیکونکي : جلال نوراني، ع.نافع همت، محمود نظري ، … ملیار، ع.واحد نظري ا.د.ن.
– ښاغلی ع. منان مقصودي د همیشه بهار د کوڼډې زوی سریال قهرمان هنرمند او اوس استاد
-حاجي مامد کامران کمیډین ، مرحوم رفیق صادق او داسې نور
او په تورکي طنز لیکونکو کې فقید عزیز نه سین!!!.
د هندي فلمونو پخواني کمییدینان محمود، آی اس جوهر ، مقري او …. جاني واکر ؛ البته د دوی فلمونو دوبلې ما لیدلي ول.
له مسکا څخه مو مڼنه.
ډ. ح.ا. زړور صاپی / بروکسل