پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، په ۲ میاشتو کې به پر ډیورند کرښه د دېوال...

پاکستان وايي، په ۲ میاشتو کې به پر ډیورند کرښه د دېوال جوړېدا بشپړه کړي

تاند(شنبه، د قوس۱۵) د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره په پوله (ډیورند کرښه) کې یې د دېوال د جوړېدا کار تقریباً بشپړ کړی دی.

پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به له افغانستان سره ټوله ۲۶۰۰ کیلومتره پوله په ازغن سیم یا کټاره بنده کړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د امریکا ږغ انګلیسي برخې ته همداراز وویل چې پر پوله د ازغن سیم او کټارې د جوړولو کار یې په ۲۰۱۷ م کال د دې لپاره پیل کړ چې د سختدریځو د تګ راتګ، د مخدرو موادو د قاچاق او د غیرقانوني تګ راتګ مخه ونیسي.

که څه هم پاکستان وايي چې اوس یې تقریباً پر ټوله ډیورند کرښه دېوال تېر کړی خو راپورونه ښيي چې ګڼ شمېر افغان طالبان له سړو سیمو څخه پاکستان ته اوښتي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه دېوال له بشپړېدو وروسته به له افغانستانه د پاکستان خاورې ته د پاکستاني طالبانو د اوښتو مخه ونیول شي.

پوځ دغه راز وايي، اوس د ډیورند کرښې پر ۸۳ سلنه دېوال وهل شوی، سلګونه نوې سرحدي پوستې او کلاوې یې جوړې کړي چې نژدې ۵ سوه ملیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د پوځ په وینا دا دېوال (کټاره یا ازغن سیم) ۳ متره لوړوالی لري او په ډیرو برخو کې غبرګ تېر شوی او سر یې اغزن دی.

د دغه دېوال له جوړولو سره په ځلونو د ډېورند پر کرښه ځینو پښتنو مخالفت کړی، په ځینو مواردو کې یې ویجاړ کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان هدف دا دی چې پښتانه سره جلا کړي.

په ځینو سیمو کې دېوال د کلیو په منځ کې تېر شوی دی.

د ډیورند کرښه په ۱۸۹۳ م کال د بریتانیا استعمار وکښله خو افغانستان هیڅکله په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ډیورند کرښې د ایستلو په مهال هم افغانستان د اوس په شان کورنۍ ستونزې لرلې چې تر ډېره یې له بهره سرچینه اخیسته.

اوس هم د افغانستان له جګړې او سولې ګاونډي هیوادونه امتیازونه اخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب