دوشنبه, مې 20, 2024
Home+له تیڅو ناکامورا؛ کاکا مراد افغانانو څه زده کړل؟

له تیڅو ناکامورا؛ کاکا مراد افغانانو څه زده کړل؟

نن د ډسمبر ۴ نېټه: هغه ورځ چې افغانستان او افغانانو د روانې پردۍ او بدرنګې جګړې په ترڅ کې یو بشر پال جاپان الاصله افغان ډاکتر تیڅو ناکامورا یا د افغانانو کاکا مراد له لاسه ورکړو.

له مرګ یې یو کال تیر شو خو ډېری افغانانو هغه بشرپال او په پرمختګ میین انسان هیر نه کړو، خو تتسو ناکامورا څوک وه؟
ډاکتر تتسو ناکامورا له نن نه ۷۴ کاله مخکې یعني په ۱۹۴۶ کال د سپتمبر ۱۵ نېټه د جاپان په فوکوکا پريفيکچر ښار کې سترګې غړولې وي.

ښاغلی ناکامورا د طب پوهنځي څخه فارغ وه
دی نږدې دوه لسیزې وړاندې یعني په ۲۰۰۳ کال کې د( پي ایم ایس / PMS ) موسسې یا خیریه بنسټ له مفکوري سره یو ځای افغانستان ته راغلو.

ښاغلي ناکامورا دې خیریه بنسټ ته له جاپانیانو د خیرات په نوم پیسې راټولولي او په منځنۍ توګه هر کال ۱۵ زره جاپانیانو پیسې ورکولي، چې همدا پیسې یې دلته د افغانستان په ښېرازۍ، د اوبو پر مهار او د ځمکو په شنه کولو لګولي.

ډاکتر ناکامورا چې دوه لسیزې په افغانستان کې پاتې او په دغه موده کې یې د خپل خیریه بنسټ سربیره خپله بشرپاله او پر ژوند میینه مفکوره او تجربه هم د افغانانو د ژوند او ښېرازۍ لپاره په کار واچوله او افغان حکومت افتخاري تابعیت هم ورکړو او ډاکتر تتسو ناکامورا د افغانانو په ” کاکا مراد ” هم بدل شو.
ډاکتر ناکامورا په دوه لسیزو کې افغانانو ته څه وکړل؟

د پي ایم ایس خیریه بنسټ مشر تیڅو ناکامورا د ننګرهار او کونړ ولایت په مختلفو ولسوالیو او سېمو کې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې ګڼې پروژې عملي کړې.

ښاغلي ناکامورا په جلال اباد کې د څښلو اوبو ۱۵۰۰ ژورې څاګانې، ۱۲ مهم لوې او واړه کانالونه او بندونه ، ۲ لوې مسجدونه،۲ مجهز کلينيکونه جوړ کړي همدا راز يې ۸۲۰۰۰ زره هکتاره وچه دشته په اوبو خړوبه کړې چې ۶ لکه او پنځوس زره افغانان ترې ګټه پورته کوي، همدارنګه د غنمو، سبزيو، جوارو حاصلات ترې ترلاسه کوي.

د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې یې د مالټو فارمونه جوړ کړل چې همدا اوس مهال هم په زرهاوو منه حاصل لري.

.هغه د اووه سوه زره ډالرو په لګښت په ۲۰۰۳ کې د مرواريد کانال رغونه پيل کړه چې په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسېده.

نه یوازې دا کارونه بلکې دې ته ورته په لسګونو کارونه ډاکتر ناکامورا وکړل چې له امله یې هغه هم د ګڼو افغانانو په زړونو او هم په نړیواله کچه د یو بشر پال انسان لقب واخېست.

ښاغلي ناکامورا د افغانانو فرهنګ او ژبو ته درناوی درلود او همدا علت وه چې هغه په ننګرهار کې پښتو ژبه هم زده کړې وه او ډېری وخت به د سېمې له خلکو سره په پښتو ژبه غږېده.

خو ډاکتر ناکامورا چا او ولې وواژه؟

ډاکتر تیڅو ناکامورا له نن یو کال وړاندې په ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴ نېټه په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسلوالو له لورې ووژل شو چې عاملین یې تر ننه هم معلوم نه شول.

د ګڼو عامو افغانانو او افغان حکومت په وینا چې هغه د افغانستان دښمناتو ځکه وواژه چې افغانانو ته یې ژوند غوښته او د ژوند وسیلې یې ورته سمولې.

ډاکتر ناکامورا چې په ژوند او پرمختګ مئین وه ډېری وخت به یې خبرې له افغانانو سره د ژوند کولو، کار کولو او هیواد ته د ژمنتیا پر موضوعاتو ورټولې وي، ځینې ساده بیلګې دلته راوړم،
(( تاسو تر څلورو بجو د پېسو لپاره کار وکړئ او یو ساعت د افغانستان لپاره کار وکړئ.))
(( ژوندون په کارېږي، ټوپک موپک نه په کارېږي.))
بهرنیان ځې، اخر به هم لاړ شي
هغوي ستاسې وطن نه ابادوي، دا ستاسې وطن دی کار وکړئ او خپل وطن په خپله جوړ کړئ))

خو د تیڅو ناکامورا له ژوند، کار او مرګ افغانانو څه زده کړل؟

تیر کال همدا ورځ د ډېرو افغانانو پر خولو او ټولنېزو رسنیو دا خبره ډېره وه چې؛
“موږ وبخښه کاکا مراده، موږ ته ونه شوې ساتلی ځکه تا موږ ته ژوند غوښته خو زموږ هیواد له تا ژوند واخېست”

نو دا خبره ولې افغانانو کوله او افغانانو څه زده کړې وه؟

کله چې وایو بشر پال انسان نو دلته د انسانیت له کلمې سره تړل کېږو
کله چې د انسانیت کلمه راوړ نو انسانیت یو داسې ستر مذهب دی چې هیڅ دین، ژبه، قوم او سرحد نلري، نو فلهذا فغانانو دا زده کړل چې انسانیت غوره دی نسبت دین، ژبې، قوم او سرحد ته…

افغانانو دا هم زده کړل چې له جنګ، ټوپک او تربګنۍ یوازې دا غوره ده چې زده کړه وکړو، کار وکړو او بلاخره ژوند زده او وکړو.

افغانانو دا هم زده کړل چې هیواد او بشر سره مینه څومره ستر عزت او کار دی…

نن مې هم دا زده کړل چې بشر پالنه، کار او له انسانیت سره مینه هیڅکله نه مري او کوونکی به یې همداسې ژوندی وي لکه څنګه چې نن ناکامورا د هر افغان په زړه او ذهن کې ژوندی دی.

ای اروا ښاده او پر بشر میینه
کاکا مراده!
موږ نن هم وبخښه!
او ډېره مننه چې موږ ته دې ژوند اتو بشر پالنه را زده کړه!!
یاد دې تلپاتی

لیکنه: هیلۍ اسد

1 COMMENT

  1. د مراد لغوی مفهوم = مقصد او مطلب تر سره کیده یا تر تر سره کول
    د مراد کلمه معمولاً په روحانی او عشقی ادبیاتو کی کارول کیږی
    دا یو خوږ تصادف دی چی
    د ناکامورا د نوم سره د کاکا مراد لقب هم د قافیی او لفظی توازن سره او هم د ناکامورا د انسان دوستانه مراد سره پیوند موندلی دی
    امّا له بده مرغه
    نه د کاکا مراد ، مراد بشپړ سو او نه هم د ټکول سوی افغان د مراد غوټی د غوړیدو د زیری سره لاس تر غاړی ښکاری
    ضمناً
    د ناکامورا نیت او هدف سپیڅلی ؤ خو په لیاره کی ئی ناکامورا ناکام سو
    که څه هم ناکامورا ناکام او کاکا مراد ، کاکا نامراد ښکاری
    خو
    دا هغه ډول ناکامی او نامرادی ده کومه چی د وجدان او انسانی احساس خاوندانو ته لوی بریالیتوب او مراد ګڼل کیږی
    د هغی ورځی په هیله چی
    چی زموږ ( اوسمهال ) نامراد ارمانونه د ناکامی له څیرونکو منګولو څخه خلاصون ومومی
    بل عرض می دادی چی
    د تاند د پاڼی د لیکنی برخه بیا د قمار بازانو د بِجلو غوندی سولیدلی ده چی نقطه یا ټکی پکی کلیک سی د کرښی ها بل سر ته ټوپ وهی همدارنګه د ندائیه او نورو نخښو کلیک ئی هم ستونزه لری چی د ستونزی لامل به څه وی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب