له کړکۍ مې ها خوا کتل. باران و.
څنګ ته مې ودرید، د کافي پیاله یې رامخته کړه.
غوړپ مې وکړ، خوږه وه په سخته مې تيره کړه.
پیاله مې په طاق کې کيښوده. ور ومې کتل: بوره لري!
_ اه وبخښه فکر مې نه وه.
کړکۍ يې پرانيسته. غوړپ یې وکړ، ويې ویل: باران، کافي، رخصتي، واه ژوند همدا دی نو.
_ له تورو وريځو ډکه ورځ، د یوې ستړې اونۍ ختم، د بلې د شروع خلق تنګي، اممم هو، ژوند همدا دی.
_ څوک چې له بارانه خوند وانخلي له لمره یې نشي اخيستلی.
_ ښه ډيالوک دی خو اوريدل یې يوازې په فلمونو کې خوند کوي.
_ هغوی ته چې فلمونه ليدلی شي ژوند فلم دی.
_ کافي دې خوږه ده خو له ستونې مې نه تيریږي.
سترګې ېي پټې کړې، د کافي پياله یې پزې ته نږدې کړه ، ارامه ساه يې واخيستله.
زه له کوټې ووتم.
پای