یکشنبه, جون 23, 2024
Home+یو بل وخت / لېمه ودان / لنډه کیسه

یو بل وخت / لېمه ودان / لنډه کیسه

چرګه تر مخ، شپږ اووه چرګوړي ورپسې روان وو، په نوي راټوکېدلي شنه چمن کې یې مښوکې وهلې.
د مرغۍ بچي د ونې له يوې څانګې بلې ته ترپ کړل، الوت یې زده کاوه.
د ثمرګل زوی د ونې څانګې ته ټوپونه وروهل، لاس یې پرې ولګيد. موسکی شو، شاوخوا یې وکتل، د ثمر ګل خواته یې ورمنډه کړه، په سوې ساه یې وويل:
– ابا! ابا!! اوس زما لاس د ونې هغې څانګې ته رسېږې، وينې چې څومره لوی شوی یم. چې نور هم لوی شم له تاسره به په پټي کې کار کوم.
بس چې ژر لوی شم.
ثمر ګل یې خبرو ته غوږ ونه نيوه. په خپل کار بوخت و.
ماشوم د کلا خواته منډه کړه، ثمر ګل ورپسې وکتل، سوړ اسویلی یې وايست، له ځان سره یې وويل:
– د ماشومتوب څه بې‌غمه ژوند وو، څومره ژر تېر شو. کاش چې بیا راتلی.
ګلالۍ د کلا له‌‌خوا راروانه وه، په لاس کې یې لوښي او دسترخوان وو.
د ثمر ګل خواته ورغله. دسترخوان یې په پټي کې هوار کړ، سابه او چای یې پر دسترخوان کېښودل.
ثمر ګل څادر په تور تندي تېر کړ. د لمر وهلي مخ تور داغونه یې لا جوت شول. کېناست، د چای پیاله یې ورپورته کړه.
ګلالۍ وويل:
– کاشکي مو غوا درلودی، اوس به مې د سابو پر ځای کوچ له چای سره درته راوړي وو.
ثمر ګل سوړ اسویلی وایست، ویې ویل:
– د خدای قهر دی، یو کال کرونا شي، بل کال د غواګانو مرض.
د کلي له خوا یو کس راروان و. ګلالۍ پاڅېده د کور په خوا رهي شوه.
کس راورسېد، په لاس کې یې لور و.
ثمر ګل ورغږ کړ:
– ستړی مه شې معلم صاحب!
معلم سلام  وکړ، ویې ویل:
– جوړ اوسې ثمر ګله وروره. که دې خوښه وي ستاسو د پټي پوله به ورېبم.
ثمر ګل سر وخوځاوه:
– ویې رېبه معلم صاحب، موږ خو هسې هم غوا نه لرو.
معلم غني د پولې په رېبلو بوخت شو، ویې ویل:
– شکر چې پټی خو لرئ، باید په هر حال شکر وباسو.
ارمان کاکا د کلا لرګينه دروازه ټېله کړه، امسا په لاس کړوپ کړوپ روان وو. د زرداليو باغ ته ورسېد. ژر ژر یې ساه اخیسه، پر پوله کېناست.
معلم غني یې خواته ورروان شو، تر څنګ یې کېناست.
ارمان کاکا باغونو ته کڅوړنې سترګې ونيوې، ثمر ګل په باغ کې په کار بوخت و.
ارمان کاکا سوړ اسویلی وایست:
– ای هی! ځواني څومره ژر تېره شوه، يو وخت به دا ټولې ځمکې يوازې ما پاللې؛ خو اوس ګوره.
د ځوانۍ خاطرې وریادې شوې، له سهاره تر ماښامه به په باغونو کې بوخت و. هغه وخت یې د زرداليو نیالګي نوي کېنولي وو؛ خو اوس د ونو تنې ډبلې شوې وې.
ارمان کاکا د معلم غني په غږ له خیاله ووت.
– کاکا جانه! شکر چې روغ یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب