سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهپه شمالي وزیرستان کې موټربمي برید لږترلږه ۴ پوځیان وژلي

په شمالي وزیرستان کې موټربمي برید لږترلږه ۴ پوځیان وژلي

تاند(چهارشنبې، د جوزا ۴ مه) د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې نن (چهارشنبې) پر یوې امنیتي پوستې د موټربمي برید په نتیجه کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان خبري چاینلونو وویل چې حمله کوونکي له چاودونکو موادو بار موټر د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې مخته وچاوداوه چې په لړ کې یې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې په هنګو کې د ګازو پر یوه چاڼځای د نامعلومو وسله والو په برید کې شپږ امنیتي ځواکونه ووژل شول.

د نننۍ حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د پاکستان پولیسو پرون وویل چې د هنګو پر چاڼځای حمله د ټي ټي پي له لوري شوې ده.

1 COMMENT

  1. د سپیو په مرگ کښی برکت انشالله چی دا ټول د خینزیر زامن به مردار شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب