Homeخبرونهد امریکا د پخواني ولسمشر بایډن سرطان پرمختګ کړی

د امریکا د پخواني ولسمشر بایډن سرطان پرمختګ کړی

تاند ( یکشنبه د اسد/زمري ۱۸مه) د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن زوی هانټر بایډن ویلي چې،د پلار د پروسټېټ سرطان ناروغي یې له هډوکو ور هاخوا هم خپور شوی دی.

هانټر بایډن د بي‌بي‌سي له «نیوزنایټ» خپرونې سره په خبرو کې ویلي چې د پلار سرطان «خپور شوی، هډوکو ته یې میټاستاز کړی او له هغې هم ور هاخوا تللی دی».

هغه دغه ناروغي دردناکه او د انسان د توان د کمېدو لوی لامل بللی دی.

د جو بایډن دفتر د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې اعلان کړی و چې نوموړی په تهاجمي پروسټېټ سرطان اخته شوی دی.

هغه مهال ویل شوي وو چې سرطان د هورمونونو پر وړاندې حساس دی او کورنۍ یې د درملنې لارې چارې ارزوي.

د هانټر بایډن تازه څرګندونې د ناروغۍ د پرمختګ ښکارندويي کوي، خو د بایډن طبي ډلې تر اوسه د ناروغۍ د خپرېدو د کچې په اړه کره او تازه معلومات نه دي خپاره کړي.

جو بایډن تر تشخیص وروسته د وړانګو درملنې او هورمون‌درملنې په ګډون تر درملنې لاندې و.

د هغه سرطان د «ګلیسون ۹» نمرې سره د سرطان د درجې‌بندۍ په تر ټولو لوړه کچه کې قرار درلود.

هانټر ویلي چې د خپل پلار د کړاو لیدل د کورنۍ لپاره ډېر سخت دي. ۸۳ کلن جو بایډن د ناروغۍ سربېره لا هم په عامه فعالیتونو کې حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...