Homeخبرونهتېر یوه کال کې له ۶۵۰ زرو زیات پاسپورټونه وېشل شوي

تېر یوه کال کې له ۶۵۰ زرو زیات پاسپورټونه وېشل شوي

تاند ( یکشنبه د اسد/زمري ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو حکومت مسوولان وايي، د پاسپورټ عمومي ریاست په تېر یوه کال کې له ۶۵۰ زرو څخه زیات عادي پاسپورټونه وېشلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، نن (یک‌شنبه، د اسد ۱۸مه/د اګست ۹مه) د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په پروګرام کې ویلي چې په تېر یوه کال کې د څه باندې ۱۶ زرو بهرنیو وګړو ویزې هم تمدید شوې دي.

د مجاهد په وینا، د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټ د ثبت فورمې له ۹ پاڼو څخه یوې پاڼې ته په راکمولو سره د خدمتونو بهیر چټک او اسانه کړی دی.

که څه هم د پاسپورټونو د وېش شمېر د پام وړ دی، خو لا هم ډېر افغانان د پاسپورټ د ترلاسه کولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي، د اوږدو کتارونو، د نوبت د ترلاسه کولو ستونزې، د معلوماتو د ثبت په برخه کې ځنډ او په ځینو مواردو کې د لرې پرتو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د سفر او لګښتونو ستونزې، د خلکو بهیر لا هم ستونزمنوي.

کارپوهان وایي، پاسپورټ د بهرنیو سفرونو، زده‌کړو، درملنې او کاري فرصتونو لپاره د ډېرو افغانانو یوه مهمه اړتیا ده.

د دوی په وینا د دې ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې د پاسپورټ د وېش بهیر لا ډېر ډیجیټل او غیرمتمرکز شي او په ولایتونو کې د خدمتونو مرکزونه پیاوړي شي.

همدارنګه باید د نوبت، ثبت او پاسپورټ د ترلاسه کولو په ټولو پړاوونو کې روڼتیا او چټکتیا یقیني شي، څو خلک له اضافي لګښتونو او اوږده انتظار څخه وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...