شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې

د افغانستان او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شوې

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه ) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، نن به د افغانستان او چين ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل او هم د عينک د مسو کان د پروژې لومړني کارونه ګړندۍ شي.

سرچینه زیاتوي، چین ته به د افغانستان صادرات په ځانګړي ډول د انارو صادرات زیات او د جمهوري روغتون د بیارغونې ترڅنګ به د “ارزانه کورونو” پروژه هم پرانیستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا متقي د چين د دغو اقداماتو د هرکلي په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او افغانانو ته یې د چین د ويزو په صادرولو کې د زياتو اسانتياوو غوښتنه وکړه.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت لپاره د طالبانو د رژیم عملياتي مرستيال غلام جيلاني وفا د چين له اورومچي ښار څخه د اريانا شرکت د لومړۍ الوتنې د پيل په مراسمو کې وويل چې دغه الوتنه د هېواد پر اقتصاد مستقيم اغېز لري او د هېواد په اقتصاد کې ګټوره ده.

جيلاني زياته کړه، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تخنيکي ستونزو د حل په موخه هڅې پيل کړې، څو د کورنيو او بهرنيو شرکتونو لپاره نورې اسانتیاوې او سوداګرو ته د مالونو د لېږد هوایي دهلیزونه برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب