جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه ) د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې دغه سازمان او نور ملګري به یې په افغانستان کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د دغه سازمان په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ زره کسانو د دغې ادارې تر چتر لاندې روغتیايي مرکزونو کې مرستې ترلاسه کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د “ډینګي تبې” احتمالي زیاتوالی اعلان کړی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو هم په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام اعلان کړی و.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان پر افغان کورنیو غږ وکړ چې خپل ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي.

دغه سازمان د افغانستان له خلکو غوښتي چې له هر فرصت څخه په استفادې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب